
سلف او روژه (30/15)
حامد افغان
د شپې عبادت ته د هڅوني سل نصيحتونه
د شپې عبادت ته د هڅوني په اړه یو ډېر مهم حدیث رااخلم، علي بن ابي طالب رضي الله عنه وایي: پشلمی مهال رسول الله صلی الله علیه وسلم راغی، او زه او فاطمه ویده وو، نو ویې ویل: تاسو دواړه نه پورته کیږئ چې لمونځ وکړئ؟ ما په ځواب کې ورته وویل: زموږ ځانونه د الله په واک کې دي، که د هغه یې پورته کول خوښ شي نو پورته یې کړي، علي وایي: هغه بیرته روان شو او ما ته یې هیڅ خبره ونه کړه، خو د بیرته ګرځیدو په وخت کې مې ورنه واوریدل چې په لاس یې خپل ورون وواهه او ویې ویل: انسان په ټولو کې ډېر جګړه مار دی. عَنْ عَلِيِّ بْنِ الْحُسَيْنِ ، عَنْ أَبِيهِ ، عَنْ جَدِّهِ ، قَالَ: أَتَانَا رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي السَّحَرِ وَأَنَا وَفَاطِمَةُ نَائِمَانِ ، فَقَالَ : ” أَلا تَقُومَانِ تُصَلِّيَانِ ؟ فَقُلْتُ مُجِيبًا لَهُ : إِنَّمَا أَنْفُسُنَا بِيَدِ اللَّهِ إِذَا شَاءَ أَنْ يَبْعَثَهَا بَعَثَهَا ، قَالَ : فَرَجَعَ وَلَمْ يُجِبْ إِلَيَّ بِكَلامٍ ، فَسَمِعْتُهُ حِينَ وَلَّى وَضَرَبَ بِيَدِهِ عَلَى فَخِذِهِ وَهُوَ يَقُولُ : وَكَانَ الإِنْسَانُ أَكْثَرَ شَيْءٍ جَدَلا. سورة الكهف آية 54. رواه البخاري و مسلم.
د شپې عبادت ته د هڅوني پاته پنځوس نصیحتونه
51- د شپې په عبادت کې د علماو د هڅو اندازه پیژندل.
52- خپل ځان په لوړ همت سره روزل او لوړ اخلاق خپلول.
53- په دې پوهیدل چې د شپې عبادت له الله سره خصوصي اړیکه ده.
54- جنت او د جنت نعمتونو کې فکر کول.
55- د شپې راپورته کیدلو په مهال مخته اوبه شیندل.
56- په دې پوهیدل چې د شپې عبادت د خاتمې د ښه والي سبب ګرځي.
57- دا پیژندل چې سلفو به د میرمنو او اولاد په مجلس تهجدو ته ترجیح ورکوله.
58- د شپې د عبادت په اړه پخپله کمزوري او تنبلي فکر کول.
59- د جهنم اور او عذابونه یې رایادول.
60- په دې پوهیدل چې د شپې عبادت د دعا د قبلیدو سبب کیږي.
61- د تهجد له پاره د راویښېدلو په مهال مسواک وهل.
62- هر وخت د شپې عبادت کول انسان ګناهونو پرېښودلو ته تیاروي.
63- دا خبره په یاد لرل چې د سلفو میرمنو به خپل ميړونه تهجدو ته پورته کول.
64- د شپې عبادت په نه کولو ځان ګرمول او ځان مقصر ګڼل.
65- د شپې عبادت په شریعت باندي د استقامت او ثبات ذریعه ده.
66- له دنیا سره مینه او د دنیا حرص کمول.
67- کله کله له کوروالو سره په ګډه د شپې عبادت کول.
68- په دې باور کول چې د شپې عبادت د الله د میني سبب ګرځي.
69- له وخت ضایع کولو او چټي ګپونو او خنداګانو ځان ژغورل.
70- سلفو به د شپې د عبادت له پاره د اوږده ژوند سوالونه کول.
71- له اخرت سره اړیکي پیاوړې کول.
72- دا پیژندل چې د شپې عبادت د مخ د ښکلا او نورانیت سبب کیږي.
73- هيلي او امیدونه کمول او مرګ ډېر یادول.
74- په دې پوهیدل چې د شپې عبادت د ژوند په سختیو او ستونزو کې مرسته کوي.
75- خپله میرمن او اولادونه د شپې عبادت ته پاڅول.
76- د شپې عبادت د قیامت په ورځ د سړي شفاعت کوي.
77- سلفو به د مرګ په بستر د تهجدو په قضا کیدلو تاسف کاوه.
78- عباداتو ته په بیړه او تلیوار ځان روږدی کول او روزل.
79- د شپې عبادت کوونکی په خلکو کې دروند او مؤثر شخصیت وي.
80- قبر او د قبر سختي او تیارې یادول.
81- د شپې عبادت د الله د رحمتونو سبب کیږي.
82- یو چا ته ویل چې د شپې په فلان وخت مې پاڅوه.
83- سلف به د شپې راتګ ته خوشالیدل او په تګ به یې خپه کیدل.
84- کوښښ کول چې د شپې لمونځ درنه قضا نه شي.
85- قیامت او د قیامت سخت حالات یادول.
86- اول ماخستن لنډ دوه رکاته نفل کول.
87- د شپې ساعتونو، دقیقو او برخو ته اهمیت ورکول او په دقیقه توګه شمیرل.
88- دا پیژندل چې د شپې عبادت د ډېرو ناروغیو علاج ده.
89- د شپې عبادت په ورو ورو زیاتول، مثلاً په دوو یا څلورو رکاتو پیل او..
90- سلفو به په ناروغي کې هم د شپې عبادت کاوه.
91- ملایکو د شپې عبادت کوونکو ته غوږ نیولی وي.
92- د شپې په عبادت سره په مومن کې د “اخلاص” غوره صفت زیاتیږي.
93- سلفو به خپلو میرمنو او اولادونو ته د شپې د عبادت تربیه ورکوله.
94- د شپې عبادت آن په مخکینیو امتونو کې هم کیده.
95- داسي بې ضرره وسایل برابرول چې د خوب د زیاتوالي مخه ونیسي.
96- غرمه یا ماسپښین لنډ وخت خوب کول.
97- دا فکر کول چې حیوانات او ټول مخلوقات الله یادوي او ته ویده یې.
98- سلفو به خپل شاګردان او آن میلمانه لا د شپې عبادت ته هڅول.
99- د شپې عبادت د روحي ناروغیو علاج او د روحانیت د پیاوړتیا مهمه ذریعه ده.
100- له سلفو به که د عذر لامله تهجد پاته شول د ورځي به یې راګرځول.