ویسا ورځپاڼې له آی اس آی سره د لاسلیک شوي تفاهم لیک بشپړ متن خپور کړ

نن ټکی اسیا )پنجشنبه، چنګاښ ۱۱مه، ۱۳۹۴ل): ویسا ورځپاڼې په خپلې پرونۍ ګڼه کې د هغه تفاهم لیک بشپړ متن خپور کړ چې تېره میاشت د ولسمشر غني او اجراییه رييس عبدالله ګډ حکومت له پاکستان سره لاسلیک کړی و. د پاکستان له استخباراتي ادارې سره د تفاهم لیک د لاسلیک له امله د ولسمشر غني ګډ حکومت تر سختو نیوکو لاندې راغی.

ولسمشر په کندهار کې وویل چې هېڅ ډول تفاهم لیک نه دی لاسلیک شوی.

ویسا ورځپاڼې د غبرګولي په ۲۸مه د دغه لانجمن تفاهم لیک هغه برخه خپره کړې وه چې ښودل یې تفاهم لیک امضا شوی دی. پخواني ولسمشر حامد کرزي په لومړي ځل په ډاګه کړه چې تفاهم لیک د ملي امنیت د پخواني مرستیال حسام الدین له خوا لاسلیک شوی دی.

دغه تفاهم لیک په انګلیسي ژبه او په پنځو پاڼو کې راغلی چې یوه لنډه سریزه او ۸ مادې لري.

په سریزه کې له دواړو اړخونو څخه د یوه او بل هیلې او توقعات بیان شوي دي. په لومړۍ ماده کې همکاري او ګواښونه ذکر شوي. په همکاریو کې راغلي چې تجربې او مهارتونه به سره شریکوي او ګډې روزنې به ترسره کوي.

د لومړۍ مادې- په لومړۍ فقره كې ګډه همكاري داسې تعريف شوې:

يعنې دوه اړخيزه تعهدات، د استخباراتي معلوماتو شريكول، د تروريزم ضد هڅې، تمويلوونكي استخباراتي عمليات د مشترك پېژندل شوي خطر په وړاندې او مشترك ټرېنېنګ او د تجاربو شريكول.

د استخباراتي معلوماتو شریکول یو له هغو مواردو څخه دی چې له امله یې د غني پر حکومت فشارونه راوړل کېږي.
همدارنګه خطر داسې تعريف شوى:

ټول ترهګر، ټول توندلاري، وسله وال ګروپونه او وسله وال بېلتون غوښتونكي او غير دولتي جنايتكار عناصر چې د يو بل د ملي ګټو پر خلاف وي او د يو بل لوري د خلكو ژوند او شتمنيو ته زيان اړوي.

په دویمه ماده کې د همدې تفاهم لیک په اړه خبرې شوي چې د نړیوال قانون او بین المللي نورمونو پر اساس دی. هدف یې د دواړو اړخونو سوله، ثبات او بشپړتیا بیان شوي دي.

په پنځمه ماده کې راغلي چې دواړه اړخونه به د هغو عناصرو پر ضد اقدام کوي چې له دغه تفاهم لیک سره مخالف دي.

حامد کرزی او ګڼ نور خپلواک شخصیتونه د دغه تفاهم لیک له امضا کېدو او پلې کېدو سره مخالف دي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
wadir safi
میلمه

سلامونه زما فه ان دا متن چی ماشوم ته ووایل شی داسی به ووایی چی جناب غنی چی فه زان او ملت دی عریضه وکره الله .ج. دی تاته هدایت وکری …د جناب کرزی خبری دومره ژر بیا ستا نه هیری شوی؟؟؟؟؟؟؟