دیني، سیرت او تاریخ

د ابو بکر صدیق رضی الله تعا لی عنه نومونه او کُنیې

لیکوال: احمد الله عاطفي

د سیدنا ابو بکر صدیق رضی الله تعالی عنهُ کورنی له اسلام نه وړاندی هم په عربو او په ځانګړی ډول په قریشو کی رسوخ درلود،دعربی دود سره سم ابوبکر صدیق رضی الله تعالی عنهُ هم له خپل اصلی نوم نه په کنیې شهرت وموند، پلار يې عثمان بن عامر په خپل کنیه ( ابو قحافه )شهرت درلود او همدا ډول مور بې بې یې سلمه بنت سخر هم پخپل کنیه (ام الخیر) شهرت درلود، سیدنا ابوبکر صدیق رضی الله تعالی عنهُ دعمر په مختلفو دورونو کې زیات نیک نومونه او دخیر القاب تر لاسه کړی چې ځینی زیات مشهور او زیات پری یادیده او ځینی محدود وو لکه ابوبکر،صدیق، صدیق اکبر،عتیق ،زړور ،سخې او۰۰۰۰ چې مونږ يې په راتلونکو سطرونو کې ورباندی په یوه اندازه تفصیل رڼا اچوو!!

صدیق اکبر رضی الله تعا لی عنهُ

د عربو په اصطلاح دهر نوم په سر کی چې( ا ب) یا (أ م) وي،پدی شرط چې دکنیت سر بیره اصلي نوم هم ولرې مثلأ أ بوالقاسم چې درسو الله صلی الله علیه وسلم کنیه و او ا م الخیرچې دسلمی رضی الله عنها کنیت دی او همدا راز دالله درسول دیو لوراصلی نوم أ م کلثوم و نه دهغی کنیه۰ سیدنا ابو بکرصدیق رضی الله عنهُ دعربو دجاهلیت په دور کې هم په ټو لو عربی قبا یلوکې په ریښتینولي، پوهې او فداکاری شهرت درلود په همدی اساس خلکو ورته صدیق ویل، خودصداقت په دی نوم هغه وخت دبشپړ تاید مهر ثبت شو چې اسرا واقعه پیښه شوه!!

دصدیق معنی دی ریښتینې، دهرریښتینولیو اړیکو ساتو نکې او دنارواوومقابله کونکې په دې بنا چې سیدنا ابو بکر رضی الله عنهُ په هره خبره او مرحله کې دالله درسول صلی الله عله وسلم د څرګندونو نه یواځی تاید او تصدیق کړي بلکه په غم او کړاوونو کې دالله درسول صلی الله علیه وسلم دملګرتیا او مرستې لمن نه دې خوشې کړۍ!

په یو روایت دالله رسول صلی الله علیه وسلم په مکه کې دخپل تره لوراُم هاني به کور کی میلمه وو چې دمعراج په سفرلاړه!!
ګهیځ وړاندی له دې چې له کوره ووځې خپل تره لور،( دحضرت علی رضی الله عنهُ مشره خور) ته يې دمعراج دمبارک سفر په هکله معلو مات ور کړل او وویل: زه خلک ددې پښي خبروم !

اُم هانې رضی الله عنهاعرض وکړ: ای دالله رسوله! مشرکین له وړاندی ستا په هکله دخلکو ذهنیتونه خرابوې، که ددې پیښې په هکله د خلکو ته خبر ورکړ تا به پرې وځوروي؟!

د الله رسول حضرت محمد صلی الله علیه وسلم وفر مایل:یوه خبره به ونه ساتم دسفر ټول جزیات او حا لات به په ډاګه وایم!
محمدالرسول الله صلی الله علیه وسلم دمکی داو سیدونکو په غونډه کې دمعراج دنیک بخته سفر په هکله خبر ور کړ چې نه یواځې دمکي مشرکینو ته ناممکن او محال وبریښیده، په درواغ ویلو یې بسیا ونه کړه په ټو کو او ملنډو وهلویې مسلمانان هم مسخره ګڼل، مشرکینو دبد نیت درلو دلو سره داخبر هر لورته په دې نیت خوره کړه،چې ددې خبر په اوریدو مسلمانان هم په حضرت محمد صلی الله عله وسلم بد ګمانه شې، دوباره دشرک لاره غوره کړی ، په همدی نیت ابو جهل په ځغاسته سیدنا حضرت ابو بکر صدیق رضی الله عنهُ ته یې ځان ورساووچې هغه مبارک به داخبر درواغ وګڼې اوبد ګمانه به شي۰

ابو جهل سیدنا ابو بکر رضی الله عنهُ ته دحضرت محمد صلی الله له قوله دسفر حکایت په کولو زیاته کړه: ګوره ستا صاحب څرنګه څر ګندونې کوي؟

سید نا ابو بکرصدیق رضی الله عنهُ وویل :که په رښتیا داوینا دحضرت محمد صلی الله علیه وسلم وې؟ په واقعت او منلو کې یې ذره قدرې شک نه لرم!! ، دهغه مبارک له خولی له رښتیا او واقعت پرته بله خبره نه را ووځې!!، سید نا صدیق اکبر مخامخ درسوالله خدمت کی حاضر شو او عرض یې وکړ : په رښتیا دا وینا ستاسو ده؟ سیدنا رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وفر مایل: هو! ، سیدنا ابو بکر صدیق عرض وکړ: زما ایمان دې چې تا سې ریښتیني یاست اوزه ددې خبرې بشپړ تاید او تصدیق کوم!!

ابن هشام لیکلی ابو بکر رضی الله عنهُ ته دصدیق لقب داسرا دمبارکې واقعی په کهیځ ور کړل شو ، دقریشو مشرکینو ته دالله درسول څرګندونېمهال او نا ممکن وبریښیدی او په ملنډو وهلو سر شول، خو سیدنا ابو بکر رضی الله عنه ویل: په الله قسم دحضرت محمد له خولې له رښتیا پرته بله خبر نه را ووځی!! تاسی ولی تعجب کوی؟! ، په الله قسم دشپی یا د ورځی په هره بر خه کی دالله رسول ووایې چې له اسمان څخه پری وحیې را غلی زه یې تصدیق او تاید کوم ! او تاسی تعجب کوی!!
ابن اسحق د حسن بصری او قتاده رضی الله عنهما څخه روایت کوی چې دمعراج دشپی په ګهیځ هغه چاچې دسیدنا رسول اکرم صلی الله علیه وسلم دمعراج دسفر تاید او تصدیق وکړ هغه ابو بکر رضی الله عنهُ و، نو ځکه د صدیق په نا مه ونومولی شو!!

نور بیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x