شعـــــرونه

ټانکرې بندې ښي دي

پرېږدﺉ چې بندې وي ټانکرې پدې لاره باندې

پرېنږدﺉ نور دغه موټرې پدې لاره باندې

هلته چې وژني يرغلګر ټول اولسي وګړي

وړي همغو ته ډال او زغرې پدې لاره باندې

د اولسو له ګټې وويسته دا روغه لاره

هرځای کې دي کنډې کپرې پدې لاره باندې

هلته زړګی دمظلوم يخ شي دکافر په شوبلو

چې وړي دټانګ ماتې وزرې پدې لاره باندې

که په رښتيا ستا په حريم نورو يرغل کړی وي

نوبيا ونکړې هيڅ خبری په دې لاره باندې

که لږ همت لږ مقاومت او په خپل هوډ پاتې شﺉ.

ماتې به وځي سرې لښکرې پدې لاره باندې

داچې انګريز ته دپښتون خاوره سکروټه شوله

((خاطر)) ويلي دي منترې پدې لاره باندې

يو زرين چانس ښکلی موقع ده چې يې ونه بايلﺉ.

درته به ږدي پښو کې ککرې پدې لاره باندې

هسې مې خيال ته په دې لار باندې څېړنه راغله

رانه غزل شوې دا خبرې پدې لاره باندې

((مشفقه)) او س دموټر سيوري ته ويده ميده دی

موټروان نه اوري سندرې پدې لاره باندې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x