افغانستان

روزګان: په چهارچينو کې ګڼې پوستې محاصره دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، چنګاښ ۱۱مه، ۱۳۹۴ل): د روزګان په چهارچینو ولسوالۍ کې له سهار راهیسې ګڼې پوستې د طالبانو تر بريد لاندې دي.

د روزګان د چهارچینو په هوشي، زمبوري او ریګکي سیمو کې د ملي اردو او ملي پولیسو ګڼې پوستې له نن سهار راهیسې د طالبانو تر بريدونو لاندې دي چې لا هم جګړه روانه ده.

طالبانو هم د جګړې پخلی کړی او ويلي يې دي چې د « ګوډاګيانو » ګڼ پوځي مرکزونه يې محاصره کړي دي.

د دوی د خبرپاڼې له مخې په هوشي، ریګکي او زمبوري سیمو کې يې جګړه پیل کړې چې پکې سپکې او درنې وسلې کارول کېږي.

د روزګان دولتي چارواکو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ويلي، خو د سیمې خلک وايي چې جګړې زور اخیستی او ښايي پوستې سقوط وکړي.

تر دې وړاندې هم په ګڼو ولایتونو کې چې د پوستو یا هم ولسوالیو د محاصرې دلیل پوښتل شوی دی، مسوولینو يې له مرکزه نه همکاري په ګوته کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x