افغانستان

افغان ملي اردو تر مشهورې اندازې ډېره کمه ده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، چنګاښ ۱۱مه، ۱۳۹۴ل): د ناټو او امريکايي پلټونکو په وینا د افغان ملي اردو شمېر تر مشهور شوي یا هم اوسنۍ اندازې ډېر کم دی.

د دوی په خبره د ملي ادرو شمېر هغومره نه دی لکه څومره چې اوس مشهور شوی دی.

د دې پلټونکو څخه جان سيپکو وايي چې افغان حکومت وايي چې دوی ۳۳۰ زره تنه عسکر لري په داسې حال کې چې اصلي شمېره تر دې ډېره ټيټه ده.

تر دې وړاندې هم ولسي جرګې ځينو غړو د دفاع وزارت او کورنیو چارو وزارت د افغان عسکرو په نامه د پیسو په «پټولو» تورن کړل.

د دوی په خبره سلګونه زره ډالر د «هوايي» عسکرو په نامه ایستل شوي دي، چې اصلاً هغو عسکرو وجود نه درلود.

سیپکو وايي چې د امريکالپاره د افغانستان جګړه یوه ملاماتوونکې جګړه وه، چې پکې ۲۳۰۰ عسکر ووژل شول او تر یو تریلون ډېر ډالر يې پکې مصرف شول.

د هغه په خبره دغه هرڅه د یوې قوي اردو د را منځته کېدلو لپاره شوي دي،خو په خبره يې افغان ملي اردو په هغه شمېر کې نه ده، لکه څومره چې پرې لګښت شوی او پیسې يې ایستل شوې دي.

د سرحدونو او قبایلو چارو پخواني وزیر اکرم خپلواک هم د بې بې سې په ازاده جرګه خپرونه کې پر دې اعتراف وکړ، چې یوازې په هلمند کې د سلګونو هغو عسکرو په نامه پیسې اخیستل کېږي چې اصلاً وجود نه لري.

د خپلواک په خبره د هلمند په سنګين کې د دوه زره مېشتې قرارګاه له عسکرو نه اته سوه دایمي غیر حاضران دي، خو د معاش، وسلو، خوراک او پوښاک پیسې يې ویستل کېږي او قومندانان يې په جېبونو کې اچوي.

تر دې وړاندې سېګار هم د امریکا دفاع وزارت په افغانستان کې د پیسو په غلا تورن کړ او ويې ويل چې د دې وزارت له لوري د ۶۱ میلیاردو لګول شویو ډالرو نه يې ۲۱ ميليارده ورک دي، چې د لګښت هیڅ اسناد نه لري.

د پوځي شنونکو په باور د ناټو او امريکايي مفتشینو له لوري د ملي اردو د شمېر د کمښت په اړه به دغه پلټنې د دې عسکرو په روحیه بې اغېزې پاتې نه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

الله ج د مجاهدین ته بری ورکری

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x