د سولې پر وړاندې د خنډونو په اړه غونډه وشوه

نن ټکی اسیا )پنجشنبه، چنګاښ ۱۱مه، ۱۳۹۴ل): تېره ورځ کابل کې د سبا فکر د بحثونو په لړۍ کې سولې ته د رسېدو او د سولې پر وړاندې د پرتو خنډونو په اړه غونډه وشوه.

په دغه غونډه کې ګڼ شمېر ليکوالانو، پوهانو، د پوهنتون استادانو او ژورنالېستانو ګډون درلود.

د غونډې ويناوال اسلام اباد کې د افغانستان اسلامي امارت پخوانی سفير ملا عبدالسلام ضعيف او د سولې شورا غړی او پارلمان وکيل مولوي شهزاده شاهد وو.

د پروګرام سمبالوونکی ژورنالېست او ليکوال يونس برهان و.

د غونډې پرانستونکې وينا نظر محمد مطئن وکړه او له هغه وروسته د ولسي جرګې وکيل او سولې شورا غړي مولوي شهزاده شاهد افغانستان کې د سولې پر وړاندې د خنډونو په اړه رڼا واچوله.

شهزاده شاهد زياته کړه، چې افغان ولس تر هر څه زيات سولې ته اړتيا لري او د سولې پروسه بايد د بين الافغاني تفاهم په واسطه وشي، مګر د سولې پر وړاندې خنډونه او ستونزې شته.

د مولوي شاهد په وينا د سولې پر وړاندې تر ټولو قوي خنډ د نظام داخلي اختلافات او نه هماهنګي ده او همدا رنګه نړيوال قوتونه او جګړه کې ښکېل بهرني هېوادنه نه غواړي، چې افغانان په خپلو کې سره جوړ شي.

د ولسي جرګې دغه وکيل وايي، چې د سولې پر وړاندې خنډونو کې يو دا هم ده، چې موږ ښه حکومتداري نه لرو، چې خلکو ته خدمت وکړي، مخالفينو حتا عامو خلکو سره داسې ظلمونه شوي، چې د نظام او بهرنيو عسکرو پر ضد يې د مقاومت روحيه نوره هم قوي کړې او تر څو چې دا کړنې روانې وي، نو سوله راتلل ناشوني دي.

مولوي شاهد د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، چې د مقاومت کريډټ بايد بهرنيو هېوادونه ته ور نه کړای شي، بلکې دا يوازې او يوازې د افغانانو شهامت دی، چې د بهرنيانو پر ضد يې مقاومت کړی او دا به تاريخ ثبت کړي.

د سولې پر وړاندې د خنډونو په ترڅ کې د مخالفينو په اړه هم وويل، چې دوی کې بهرني جنګيالي دي او هغوی نه غواړي، چې طالبان افغان حکومت سره سولې ته کيني؛ ځکه چې د هغو مدعا تر يوې جغرافيا محدوده نه ده.

د مولوي شهزاده شاهد له وينا وروسته ملا عبدالسلام ضعيف د سولې چانسونو او خنډونو په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي ضعيف د خپلو خبرو په پيل کې وويل، چې هېواد کې د جګړې دوه پلوه دي، يو حاکم او بل محکوم او مظلوم پلو دی.

«د حاکم غوښتنې هم حاکمانه دي، تور لېستونه، بنديخانې، بنديزونه، وژنې او داسې نور او دغه کړنې د محکوم پلو غبرګونونه راپاروي او خپل مقاومت ته زور ورکوي.»

مولوي ضعيف زياته کړه، چې د هېواد ټول وګړي د هېواد په چارو او واک کې شريک دي او چارواکي يوازې او يوازې مسؤولین دي.

د ښاغلي ضعيف په وينا حاکم لوری بايد قرباني ورکړي او د سولې لپاره ابتکار ولري، مګر له بده مرغه حکومتي لوری د سولې لپاره اوس هم هڅه کوي، چې مخالفين د زور او فشار له لارې د خبرو مېز ته کېنوي او دا کار ناشونی دی.

د طالبانو دغه پخواني ډيپلومات وويل، چې دواړه لوري د سولې لپاره عملي ستراتيژي نه لري او د سولې شورا د حکومت استازيتوب کوي او دغې پروسې د هغو انفرادي هڅو مخه ډب کړه، چې په پيل کې د سولې لپاره پيل شوې وې.

د سولې پر وړاندې خنډونو په اړه نوموړي وويل، چې د افغانانو خپلمنځي کمزورۍ او نا اهلي د سولې پر وړاندې تر ټولو مهم خنډ دی او چارواکي وايي، چې امريکا يې تر شا ولاړه وي، نو دوی به واک کې وي او تر څو چې دوی د واک او ځواک په لټه کې وي، سوله راتلل ناشوني دي او نوره نړۍ کې ملي اردو د ولس خدمت کوي، مګر زموږ ملي اردو، چې د امريکا په مرستو او روزنه روانه ده، له بده مرغه خپل ولس وژني او دې سره ولس کې د نظام پر ضد کرکه او نفرت زياتيږي.

ملا عبدالسلام ضعيف وويل، چې ده ولسمشر اشرف غني ته هم د رښتينې سولې په په خپله مشوره کې درې مهم ټکي په نښه کړي دي.

اول: حکومت بايد مخالفينو ته بين المللي ضمانت ورکړي، ځکه چې طالبان پر حکومت د خبرو اترو لپاره باور نه شي کولای.

دوهم: د سولې لپاره باید يو خپلواک ملي محور جوړ شي، چې د حکومت مداخله په کې نه وي.

درېيم: امريکايان دې ووځي او امنيتي تړون دې لغوه شي.

ملا عبدالسلام ضعيف ټينګار کوي، چې طالبان به هېڅکله د اسلام پر سره معامله ونه کړي او تر ټولو مهمه دا ده، چې د سولې په راوستو کې بايد تلوار ونه کړي او هڅه وکړي، چې له پاکستانه ځان لرې وساتي.

د غونډې په پای کې سياستوال او پخواني جهادي څېرې استاد محمد زمان مزمل، ليکوال او ژورنالېست وحيد مژده، د کابل پوهنتون پروفيسر استاد فرېور، د سلام پوهنتون استاد محمد يونس ابراهيمي،د کابل پوهنتون استاد ډاکټر فیض محمد ځلاند، د ويسا ورځپاڼې ژورنالېست محمد شريف اندړاو ګڼو نورو ليکوالانو او ژورنالېستانو د سولې چانسونو او خنډونو په اړه خپل نظرونه څرګند کړل او په ټوله داسې وويل شول، چې د جګړې اصلي لامل د بهرنيو عسکرو شتون، د افغانانو خپلمنځي کمزورۍ او د واک مينه او سولې لپاره د منظمې ستراتيژي نه شتون دي.

د غونډې ګډونوالو ټينګار وکړ، که د سبا فکر د بحثونو دغه لړۍ همداسې دوام وکړي، نو کېدای شي په لنډ وخت کې د سولې لپاره مهمې لاسته راوړنې ولري.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

سوله کی خیر وی ، یو مسلمان او سالم انسان د سولی په مخ کی نشی دریدلی حتی د سولی د پاره تل هلی ځلی کوی د اسلام معنی سوله او سیاست دی . مګر سوله خپل موارد لری ،مګر د چا سره سوله ؟ افغانستان اشغال شوی ، اشغلګر نظامی حضور لری ، وژنی او بی عزتی کوی ، مقرری او برطرفی کوی ، له ماموره نیولی تر ریس جمهوره د دوی به خوله مقرریږی او برطرفه کیږی به یوه ارګ کی د دوه جمهور ریسانو مقرر یی ښه مثال دی . افغانستان کی د اسلامی نظام او دموکراسی… نور لوستل »