نظــر

د شیکاګو کانفرانس که تبلیغاتي حربه؟!

پر افغانستان د امریکا له یرغل سره سم، د افغانستان په باب د نړیوالو کانفرانسونو اوږده لړۍ پیل شوه. د دغو کانفرانسونو پیل د بون (نومبر، ډسمبر ۲۰۰۱ز) له نړیوال کانفرانسه وشو، چې د هغه په ترڅ کې ښکېلاکګرو د راتلونکي افغانستان د حکومت دارۍ ډول د ځان په خوښه ترتیب کړ او د چارو واګې یې خپلو هغو لاسپوڅو ته وسپارل، چې له دوی سره یې د افغانستان په خرڅولو کې ستره ونډه درلوده. د بون له کانفرانس راهیسې د توکیو، برلېن، لندن، روم، پاریس، مسکو، هاګ، دویم لندن، کابل، لزبون، استانبول او دویم بون کانفرانسونه تر سره شول. په دغو ګردو کانفرانسونو کې له کانفراسونو مخکې له لوېدیز رسنیو نیولې بیا تر افغاني هغو پورې ټولو ښه پراخ تبلیغات کول، چې خلک کانفرانس ته هیله من کړي.

له کانفرانسه وړاندې، هره ورځ تلویزیون ته داسې کارپوهان(!) رابولي، چې د افغانانو ژوند د کانفرانس له پرېکړو سره وتړي. ولې په مقابل کې ولس له لس کلنې تجربې وروسته اوس بېخي پر دغو کانفرانسونو خپل باور له لاسه ورکړی دی، حتی کله چې د ښکېلاک د طبعې رسنوال له ولسي خلکو د کانفرانس په باب پوښتنه کوي، په زغرده ورته خپله مایوسي څرګندوي.

یکشنبې د شیکاګو د کانفرانس لومړنۍ ورځ وه. دې کانفرانس ته هم تقریبا له څو میاشتو راهیسې پراخ تبلیغات په درز کې روان وو. دا ځل له رسنیو هم لار ورکه ده، ځکه په دې کانفرانس کې د یو داسې افغانستان په برخلیک خبره کېږي، چې هلته به نور د ناټو لنډغر د هر کور مخې ته نه وي ولاړ او هلته به ښکېلاک په ګونډو شوی وي. لوېدیز ولسونه بلا استثنا په افغانستان کې د خپلو پوځیانو بې هدفه تلفات نور نه شي زغملای. په امریکا کې اوس تر اویا سلنې ولس د افغانستان د جګړې له دوام سره مخالف دی. په فرانسه کې خو د سرکوزي د ماتې عمده لامل، په افغانستان کې د فرانسوي ځواکونو مېشتېدنه او د دوی ډله ییزې وژنې وې. په فرانسه کې له اوولس کلونو وروسته (د سوسیالیستي بلاک له ماتې راهیسې) یو ځل بیا سوسیالیستان واک ته ورسېدل. دا خپله په افغانستان کې د فرانسوي ځواکونو له شتون سره د فرانسوي ولس د مخالفت ښه ثبوت دی. دا ماته په داسې حال کې ده، چې په راتلونکي نومبر کې به په امریکا کې هم د ولسمشرۍ ټاکنې تر سره شي؛ د نومبر په ټاکنو کې د افغانستان د جګړې له امله ولسمشر اوباما د بریا چانس ډېر لږ دی. ښايي اوباما هم د سرکوزي په برخلیک اخته شي.

افغان دولت د شیکاګو کانفرانس هم د څه نا څه مرستو د تر لاسه کولو او هم د ولس د هیله من کولو یو ښه چانس بولي. لکه څنګه چې مخکې یادونه وشوه، د دې کانفرانس لپاره پراخ تبلیغات شوي دي، چارواکي فکر کوي، چې ولس به هیله من کړي، مګر ولس اوس له کانفرانسونو سره روږدی شوی، په لس کلن ښکېلاک کې بې شمېره کانفرانسونه تېر شول، له هر یوه مخکې غټې غټې خبرې وشوې، ولې ولس د هر کانفرانس پایله ولیده.  

د یادو ستونزو له امله اوس د ناټو غړي هېوادونه غواړي، خپل ولسونه یو ډول اغفال کړي، چې د لېږد نمایشي بهیر یې ښه بېلګه ده. لوېدیځوال چارواکي اوس هڅه کوي، چې د شیکاګو د کانفرانس له لارې وښيي، چې دوی به د افغان حکومت د ځواکونو په تمویل کې بشپړه مرسته وکړي او دوی به د ۲۰۱۴ز کال وروسته په افغانستان کې نه وي. د افغان د حکومت اوسنۍ اردو او پولیس داسې بد مصرفه روزل شوي، چې د کال څلور ملیارده (څلور زره ملیونه=سل زره لکه) ډالر یې هم لګښتونه نه شي پوره کولای او په مقابل کې تر دې دمه جرمني د کال ۱۹۳ ملیونه ډالر، بریتانیا ۱۱۰ ملیونه او استرالیا، چې د ناټو غړې نه ده، ۱۰۰ ملیونه ډالر منلي دي.

د پولنډ د بهرنیو چارو وزیر وړمه ورځ په وارسا کې وویل چې هېواد به یې د افغان امنیتي ځواکونو د تمویل لپاره د کال پنځه ویشت ملیونه ډالر مرسته کوي. اوس چې دغه ټولې د «مرستو» ژمنې سره جمع کړو (۴۲۵) میلیونه ډالر کېږي او پاتې شول (۳۵۷۵) ملیونه امریکايي ډالر؛ د لوېدیز هېوادونو د اقتصادي کړکېچ په پام کې نیولو سره، ایا دا هېوادونه به دا شمېر پرې کړای شي؟؟ د شیکاګو په سرمشریزه کې د دې تړون د ۲۸ غړو هېوادونو ترڅنګ د نړۍ د ۳۰ هیوادونو او موسسو مشران او استازي هم ګډون کړی. جرمني، بریتانیا او استرلیا تر دې دمه خپلې ژمنې کړي دي، تمه نه کېږي، چې دغه هېوادونه به په شیکاګو کې تر دې څه زیات ومنلای شي. پاتې شول نور اروپايي هېوادونه هغوی پخپله دومره ستونزې لري، چې په هېڅ صورت به ونه شي کړای سترې اقتصادي ژمنې وکړي.

سربېره پر دې څو هېوادونه چې څه ژمنې وکړي، هغه هم دلته د کابل مېشتو په فساد ککړو چارواکو د فساد ښکار شي. د یوې استخباراتي څېړنې پر بنسټ په وروستۍ لسیزه کې افغان چارواکو او هغوی ته نژدې کړیو تر لس ملیارد ( لس زره میلیون=سل زره لکه) ډالرو پورې پانګې برابرې کړي دي. د دوبۍ په پانګونو کې افغانان اوس تر روسانو او ایرانیانو وروسته درېیم مقام لري. د کابل حکومت کې د پراخ فساد له امله، چې کومې ژمنې پلي کېږي، هغه هم تر ډېره دلته د څو چارواکو لاسونو ته ورشي.

داسې ځپونکي حالت او دغه ډول جدي ننګونو سره به د شیکاګو کانفرانس څه وکړای شي؟ څرګنده ده، چې د کابل پر چارواکو د راغلي توپان مخه د شیکاګو په څېر کانفرانسونه په هېڅ ډول نه شي نیولای، بحران دومره پراخ او ماته دومره حتمي ده، چې د دغه ډول کانفرانسونو مسئولین ښه پرې پوهېږي.

د شیکاګو د کانفرانس لاسته راوړنه(!)

د شیکاګو د لومړنۍ ورځې له کانفرانسه په ډېر وضاحت څرګندېږي، چې دا کانفرانس به هم له نورو هغو ډېر بریالی نه وي. په دې کانفرانس کې د تېر په څېر د ستونزو یادونه وشوه. د امریکا ولسمشر بارک اوباما وویل: «موږ ته لا هم ډېر کار راترغاړې دی، چې ترسره یې کړو، سترې ننګونې به زموږ په لار کې موجودې وي». اوباما زیاته کړه: «په افغانستان کې به ځاني تلفات دوام ومومي او سختې ورځ به په مخ کې ولرو».

د دې کانفرانس موخه داسې بیانېږي، چې د ناټو غړي هېوادونه کولای شي، پر یوه متحد دریځ سره سلا شي، چې له افغانستانه ځواکونه وباسي. دا په داسې حال کې، چې فرانسیس اولاندي، نوی غوره شوی فرانسوي ولسمشر، له خپلو پلویانو سره ژمنه کړې، چې د ۲۰۱۲ز کال له پای څخه مخکې به خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي. مګر د ناټو سرمنشي، اندرس فوګ راسموسن بیا د اولاندي پر پرېکړې سربېره د باور څرګندونه وکړه، چې د ناټو غړي هېوادونه به خپل «اتحاد» وساتي.

حامد کرزي ته څرګنده وه، چې د ناټو غړي هېوادونه نور په هېڅ ډول په افغانستان کې ځاني او مالي تلفات نه شي زغملای، ځکه ده هم ورزیاته کړه: «افغانستان به نور په نړیواله ټولنه کې زموږ د ملګرو، ائتلافیانو او د امریکا د متحده ایالتونو د اوږدو بار نه وي». کرزي وویل، دا مهمه ده، چې د امنیت د لېږد بهیر تر سره شي او د ناټو جنګي ځواکونه له افغانستانه ووځي. دا په داسې حال کې، چې کرزي ته د خپل هېواد امنیتي وضعیت ښه معلوم دی، ولې د ناټو بد حالت ته په پام سره، دی مجبوره و، چې دغه ډول څرګندونې وکړي، څو د ناټو څه نا څه مالي ژمنې ترلاسه کړي.

د ناټو د غړو هېوادونو ترمنځ خپل منځي بې باوري، مخ په زیاتېدو اقتصادي بحران، د ناټو په غړو هېوادونو کې د افغانستان د جګړې پر ضد عمومي افکار، د کابل حکومت وارخطایي؛ دا ټول هغه څه دي، چې د شیکاګو کانفرانس هم د نورو بې شمېره کانفرانسونو په کتار کې ودروي. تر نورو د فرانسې متفاوت دریځ، د مالي مرستو په ژمنو کې تاخیر د کابل حکومت لپاره د ناجوت برخلیک سور څراغ دی.

له کانفرانسه بهر لاریونونه

 کله چې په شیکاګو کې د ناټو د سرمشریزې لومړنۍ ورځ وه، د کانفرانس له تالاره بهر، د افغانستان د جګړې پر ضد د زرګونو کسانو لاریون روان و. د دې لاریون د انځورونو له لیدلو سره انسان ته هغه مهال وریادوي، چې کله پخوانی شوروي اتحاد افغانستان اشغال کړی و او په نړیواله کچه د جګړې ضد لاریونونه روان وو. اوس هم عین حالت دی، د افغانستان جګړه اوړون ټکي ته رسېدلې ده. طالبانو د خپل لس کلن مقاومت په نتیجه کې امریکایان اوس له ماتې سره مخ کړي دي، چې د ناټو د سرمشریزې ګډوډي يې ښه ثبوت دی.

د کانفراس له تالار سره څنګ ته د زرګونو لاریون کوونکو او پولیسو ترمنځ په «ډیموکراتیک» هېواد کې اخ و ډب روان و. لاریون په پیل کې سوله ییز و، لاریون کوونکو د کانفرانس تالار ته د ننوتو هڅه کوله، چې په نتیجه کې جګړه ونښته. د الجزیزې تلویزیون خبریال، جان هینډرین، چې لاریون یې څاره، ویل، چې لسګونه لاریون کوونکي پولیسو بندیان کړل. هینډرین وویل: «ځینې لاریون کوونکي په داسې حال کې بهر وتل، چې وینې یې پر مخ بهیدې، له دې څرګندېږي، چې لاریون په شخړې بدل شوی و».  

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x