عملي ژوند لپاره د روژې حکمتونه

افغانستان؛ یوه کورنۍ د روژه ماتي په مهال

احمدالله احمدزی

الله تعالی روژه يوازې د دې لپاره نه ده فرض کړې، چې موږ دې په کې وږي تږي شو او ځانونه ستړي کړو، بلکې د دې تر شا د انسانيت روزنې او تربيې حکمتونه شته، چې زموږ عقلونه يې نه شي درک کولای، مګر د اسلامي امت علماوو د خپلو څېړنو په ترڅ کې د روژې ځينې حکمتونه بيان کړي دي.

اول: روژه له الله تعالی د وېرې او تقوا وسيله

الله تعالی په قرانکريم کې د روژې نيولو حکمت تقوا ښودلې.

«يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ» (البقرة:۱۸۳)

اې ايمان والو! روژه پر تاسې فرض شوې او همدا رنګه له تاسې وړاندې خلکو باندې هم فرض وه، د دې لپاره چې تاسې متقيان شئ.

له سهاره تر ماښامه، چې روژه دار د الله تعالی په امر له خوراک، څښاک، جماع او نورو مباحاتو ځان ساتي او يوه مياشت پر دغه حالت خپل ځان وروزي، نو دغه وخت کې خو به له حرامو خامخا ځان ساتي او روژه کې بايد دا ومني، چې له روژې وروسته به هم خپل ژوند پر دغو اصولو تېروي.

مسلمان روژه کې د نور وخت په پرتله د قرانکريم تلاوت، لمونځونه او نور عبادتونه زيات کوي او چې يوه مياشت ځان پر دغو عبادتونو عادت کړي، نو بيا کولای شي، چې له روژې وروسته هم د تقوا او نېکۍ دغه کارونه پر مخ بوځي، مګر دا کار د علماوو پرله پسې لارښوونو او د روژه دارو قوي هوډ او عزم ته اړتيا لري.

دوهم: روژه دار د لوږې تندې پر مهال د الله تعالی د نعمتونو ارزښت پېژني

مسلمان، چې روژه وي، نو دغه مهال پوهيږي، چې خوراک، څښاک او د الله تعالی نور نعمتونه، چې له روژې وړاندې ده ته روا و، څومره ارزښت او خوند لري، نو دغه مهال بايد فکر وکړي، چې ممنوع شوي شيان د الله تعالی له لوري څومره ستر نعمتونه دي.

درېيم: د وږو او بې وزلانو له حاله خبرېږو

روژه دار، چې ورځې وږی يا تږی شي، نو بايد فکر وکړي، چې د هغو خلکو به څه حال وي، چې د يوې مړۍ ډوډۍ توان نه لري او د عمر ډېره برخه يې په لوږه تنده تېريږي.

له ابن رجب الحنبلي رحمه الله پوښتنه وشوه، چې د روژې حکمت څه دی؟

نو ده مبارک ورته وفرمايي، چې مالدار او ماړه د وږو له حاله خبر شي.

نو مسلمان بايد دا فکر وکړي، چې دی څو ساعته لوږه تنده نه شي زغملی، د ده په کور کې تل د دنيا هر ډول خواږه پراته وي، مګر دی بايد خپل وږي تږي ګاونډي، خپلوانو او دوستانو سره مرسته وکړي او هغه څه چې دی خوري بايد له خپلو ګاونډيانو سره يې هم شريک کړي.

څلورم: روژه د شيطان او نفس د ځپلو ښه وسيله

انسان، چې په مړه خېټه خوراک څښاک کوي، نو خواهشات، غوښتنې او شهوتونه يې هم زيات وي او چې وږی تږی شي، نو بدن يې کمزوری شي، خواهشاتو او دنيايي غوښتنو کې يې هم کمی راځي. حديث شريف کې راځي، چې څوک د واده توان نه لري، هغه دې روژه نيسي.

يو بل حديث کې راځي، چې شيطان د انسان د وينې په رګونو کې ګرځي.

علماء فرمايي، چې روژې سره د بدن کې د وينې حرکت کمزوری کيږي، نو د شيطان حرکت او فعاليت هم ورسره کميږي، نو د شيطان حرکت چې کمزوری شي، وسوسې او شيطاني يې هم کمزورې کيږي، نو بيا که انسان لږه خواري وکړي، کولای شي، چې د الله تعالی عبادت او بنده‌ګي په احسن طريقه وکړي.

يوه خبره بله ده، چې ځينې دوستان به پوښتنه کوي، چې دوی روژې نيسي او بيا يې هم شيطاني هوسونه نه کميږي. د دې خبرې يو ځواب دا دی، چې ځوانانو کې خپل قوت ډېر وي او دوهم دا، چې په روژه ماتي او پېشلمي کې قوي او غوړ خوراکونه بدن ډېر قوي کوي، نو مسلمان بايد هڅه وکړي، چې روژه کې ډېر سپک او نرم خواړه وخوري، چې بدن يې پرې ژوندی وي او نفسي خواهشات يې قوي نه شي.

پنځم: روژه د نېکو اخلاقو او ښه تعامل چاپېريال

روژه کې، چې انسان د خپل بدن روزنه او تربيه کوي، تر څنګ يې د خپلو اخلاقو، تعامل راکړې ورکړې د تربيې او اصلاح هڅه هم کوي او کوشش کوي، چې خپل نفس او شيطان کنټرول کړي.

مسلمان روژه کې د ژبې، سترګو، لاس او پښو روژه هم نيسي او که څوک ورسره جګړه، لانجه يا دعوه کوي، نوی وايي، چې «زه روژه يم.» ځکه چې حديث شريف کې راځي، څوک چې روژه کې بدخويونه او سپکې خبرې او ناوړه عملونه نه پرېږدي، نو الله تعالی د ده لوږې تندې ته هېڅ اړتيا نه لري.

شپږم: روژه د اسلامي امت د يووالي او اتحاد سمبول

د نړۍ له شرقه تر غربه ټول مسلمانان د سهار له راختو د ماښام تر اذانه روژه وي او هېڅ مسلمان خوراک، څښاک، جماع او نور ناوړه کارونه نه کوي او دا کار د الله تعالی له لوري د مسلمانانو د يووالي او اتحاد ځانګړی انځور دی.

د روژې حکمتونه دومره ډېر دي، چې په يوه لنډه ليکنه کې يې راټولول ناشوني دي او سره له دې، چې موږ مسلمانان روژه د الله تعالی په امر نيسو، مګر تر څنګ يې بايد په حکمت او فلسفه هم تر خپل وسه ځانونه پوه کړو او د روژې دغه حکمتونه بايد زموږ په عملي ژوند، کور، او ټولنيزو کړنو کې څرګند شي او له روژې وروسته هم بايد دغه خويونه او کارونه دوام ولري.
الله تعالی دې زموږ ټولو روژې قبولې، عقيده او عملونه سم کړي.

الله تعالی دې موږ له هغو خلکو وساتي، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته ښېرا کړې، چې د روژې له وتلو وروسته هم ده ته بښنه نه وي شوي.