کابل په روژه کې ـ موټرواني

کابل ښار

دادمحمد ناوک

چاغ سړی و، پاړسي يې ویله خو په پښتو کې يې هم ګوزاره کوله، چې بريک يې راته ونیول، تر شا يې یو لنډکروزر موټر په پوره زور ورپسې ودريد، وښورېده، زه له چاغ موټروان سره سپور شوم، د لنډکروزر والا ورسره په څنګ شو تر شیشه يی سر ورته را ویوست:
ـ تو موټروان استی؟

ده ورته وخندل:
– ببخشید اشتبا شد!

د روژې په ګرم ماسپښين کې د دې موټروان حوصله راته نادره ښکاره شوه، د لنډکروزر والا هم نور څه ونه ویل، موټر ته يې کش ورکړ، سړي ما ته مخ کړه:
ـ څنګه يې کوي، مخکې مې یوه بابا دا اینه را ووهله، لا يې راته ویل هم وايي ګرم ته يې!

ما ورته وخندل:
ـ خیر استاده حوصله کوئ بیا له سپین ږیرو سره خو باید حوصله وشي.

سړي په افسوس سر وښوراوه:
ـ دا مې دویم وار دی چې له یو تن سره راځم، په یوه شلګون.
ـ نو ولې؟
ـ نشته سپارلۍ نشته، خلک وږي دي پنځه روپۍ هم سپموي.

تر دې وړاندې هم د دې وړو موټرو چلوونکو دې ته ورته شکایتونه راته کړي، بس چې ورسره سپور شي اوله خبره يې دغه وي: نیست ولا مردم ګشنه هستند…

له هغه اړخه ماښام مهال بېرته د خونې په خوا راتلم، له شاه دوشمشیره سره سپارلي هم ولاړ دي او ګڼې موټرې هم؛ موټرې پسې راځي را ډېرېږي خو خدایزده دا سپرلي يې په طبیعت نه وجوړ، که يې د تګ ځايونه بدل و، خو ډېرو په ما کې سترګې ګنډلې وې، یو ځوان موټروان له ډېر لري لاس راته وښوراوه، غږ يې نه راته خو لکه چې ویل يې: بیا بریم!

ما په زوره ونارې کړې: ماته وايې؟

موټروان وخندل، چې شاته مې وکتل یوه نجلۍ ولاړه وه، ټولو په همدې کې سترګې ګنډلې وي، ډېرو کوشش کاوه چې سپرلي يې دا شي، خو هغه په حجاب کې نغښتې ولاړه وه، د بل موټرپه انتظار.

***

په موټر کې د سپرليو سره بحث شو:
ـ اویا فیصده هم روژه نه نیسي.

ما ژر پکې ور ودانګل:
ـ توبه دا څه وايې؟ دومره کفر به هم نه وي!
ـ وه وروره! زه دوکاندار یم ولاهي داسې ځوانان او پېغلې مې لیدلې چې ښکاره يې خوري، دا خلک يې کیسه کې نه دي.

بل کړه:
ـ دغه نن ماسپښين مې له ګودام سره د دوو ځوانانو جنګ شو، هغه یوه څپېړه ورسره کش کړه، د هغه بل له خولې نصوار هالته وغورځيد!