ولسي پاڅون كه ولس ځپنه؟!

له تېرو درېيو اونيو را هيسې د غزني ولات، اندړو ولسوالۍ په څو محدودو
كليو كې د حزب اسلامي تر نوم لاندې يو شمېر كسان چې پخوا يې له حزب
اسلامي سره تړاو درلود، د حكومت په مرسته يې د طالبانو پر وړاندې وسله په
اوږه كړې ده او د حكومت پلوه رسنيو له خوا ورته د ولسي پاڅون نوم وركول
كېږي.

د فيسبوك پر پاڼه يو شمېر كوميټونه او پسټونه هم داسې وانمود كوي چې
ګوندې په ريښتيا يو ولسي پاڅون دى، نژدې دوه اونۍ مخكې د يادې ولسوالۍ په
يوه كلي كې د دغې ډلې او وسله والو طالبانو تر منځ يوه نښته هم شوې وه چې
پكې د يادې ډلې يو تن په كې وژل شو او دوه تنه نور يې ټپيان شول.
په دې ليكنه كې غواړم چې لومړى د دغې ډلې د غړو په مخينه باندې خبرې
وكړم، چې څنګه را پورته شول، انګيزه څه وه، د كومو اهدافو لپاره كار كوي
او تر شا يې د چا لاسونه دي؟
د دغې ډلې دوه مشر چې په سيمه كې په مالك مشهو و، څو كاله مخكې يې په
سيمه كې د طالبانو فعال جنګي كس و، په ډېرو جګړو كې يې ورسره برخه اخيستې
وه، څه وخت وروسته د امريكايان له لوري په سيمه كې پر يوه كلي په چاپه كې
پخپله مالك، د نوموړي ورور او د تره زوى يې امريكايانو بګرام ته يرغمل له
ځان سره يووړل، د تره زوى خو يې ډېر ژر له بنده خوشى شو خو دوى دواړه
وروڼه په بګرام او پلچرخي كې تر شاوخوا دوو كلونو زندان وروسته آزاد شول
او سمې ته ولاړل، تر څه وخت وروسته يې بيا وسله واخيسته خو دا ځل يې د
جګړې پر ځاى ټول تمركز په دې و چې خپل پخواني د حزب اسلامي كسان په سيمه
كې د طالبانو پر خلاف را پورته او په سيمه كې چې په دې وروستيو كې نسبي
آرامي را منځته شوې وه، بېرته له خنډ سره مخ كړي.
له خپلو حزبي كسانو سره تر څو پټو غونډو وروسته په سيمه كې طالبان پوه
شول چې د دوى پر خلاف يې حركت پيل كړى دى نو څو ځله ورته راغلل او ورته
ويې ويل داسې كار دې نه كوي چې هغه د دوى او د دوى د غړو او هم په سيمه
كې د عامو خلكو په زيان تمام شي، خو ددوى له خوا ورته كوم مثبت ځواب
ورنكړ شو، او خپلو هڅو ته يې دوام وركړ، په دې وروستيو كې چې د حكومت او
امريكايانو له لورې په ياده سيمه كې د (اربكيانو) يا سيمه ييزو پوليسو
جوړولو هڅې پيل شوې نو طالبانو هم د دغو كسانو تعقيب پيل كړ، په تېر ژمې
كې يې د دغې ډلې يو تن ونيو او له نومړي څخه يې ټول تحقيقات بشپړ كړل،
نوموړي په سيمه كې د حكومتې ټولو هڅو په اړه پوره راپور وركړ، تر راپو
وروسته هغه كس د ولسي خلكو په ضمانت بېرته ازاد شو. او دغې ډلې هم په
سيمه كې ښكاره خپل وسله وال  فعاليت پيل كړ.
د څړمني (پسرلي) په لومړيو كې چې كله په سيمه كې د طالبانو له لورې
مكتبونه وتړل شول، دغې ډلې ته دې دې زمينه مساعده شوه چې په خلكو كې د
طالبانو پر خلاف په پراخه پيمانه تبلغات وكړي او يو شمېر نور ناخبره
ځوانان هم له ځان سره مله كړي.
نږدې يوه مياشت مخكې طالبانو د دغې ډلې مشر چې په سيمه كې په مالك مشهور
و، په شپه كې له خپل كوره وتښتاوه، مشر ورور يې د دغې ډلې مشري په غاړه
واخيسته او په سيمه كې د نوموړي د خوشي كولو هڅې پيل كړې، خو د طالبانو
له لوري ورته ځواب دا و چې له وسله وال فعاليت څخه دې لاس واخلي، خو دوى
ونه منله په پايله كې د دغې ډلې او طالبانو تر منځ دوه اونۍ مخكې د يادې
ولسوالى په يوه كلي كې سخته نښته وشوه، دغه نښته د نوموړې ډلې د يوه كس
په وژنه او دوو تنو په ټپي كيدو تمامه شوه، تر نښتې وروسته دوى د هماغه
كلي د كورونو پر بامونو مورچې جوړې كړې او تر اوسه پورې همالته پراته دي.
د دوى او طالبانو تر منځ دغې نښتې په مطبوعاتو كې منحرف انعكاسات وكړل، د
يوه ريښتيا او سلو دروغو په امتزاج په يو شمېر رسنيو كې داسې خبرونه
خپاره شول چې ګوندې په اندړو كې ولسي خلكو د طالبانو پر خلاف پاڅون كړى.
په كابل كې مامور عبدالجبار چې په عبد الجبار شلګري مشهور دى، له
مطبوعاتو سره په مركه كې وويل چې دا يو ولسي پاڅون دى ولسي خلك له دې
امله راپورته شوي دي چې د طالبانو له ظلمه په تنګ شوي دي، د ده په وينا
په دغه ولسي پاڅون كې د هر تنظيم كسان شامل دي، همدارنګه د فيسبوك د
ټولنيزې شبكې پر مخ هم يو شمېر ناخبره يا هم ډالر خواره كسان چې په كابل
كې ناست دي غواړې د خلكو په سترګو كې خاورې واچوي، دغه ډلې ته د ولسي
پاڅون نوم وركړ، خو اصلي خبره داسې نه ده، د دغې ټولې ډلې په تركيب كې چې
شمېر يې نږدې ۵۰ كسانو ته رسيږي، يواځې پخواني حزبيان او د هغوى اولادونه
دي.
همدارنګه ځينو دولتي چارواكو له وخت نه په استفادې دغې ډلې ته محصلينو د
تنظيم نوم وركړ او په سپين سترګى يې ادعاوې وكړې چې په اندړو ولسوالۍ كې
محصلين له دې امله د طالبان پر وړاندې راپورته شوې دي، چې د طالبانو له
لورې د ښوونځيو تړلې دروازې د زده كوونكو پر مخ بېرته پرانيزي، خو داسې
نه ده، يواځې د هغو حزبيانو اولادونه چې ځينې يې محصلين دي، د ډلې په
تركيب كې شته، كنه نور هيڅ كوم بل محصل يې په تركيب كې نشته، كه كومې
رسنى بيا هم پر دغه ليكنه شك كوي مهربانې دې وكړي يادې سيمې ته دې خپل
خبريال ولېږي او په بې پرې توګه دې له خلكو پوښتنه وكړي چې په ياده سيمه
كې څه روان دي؟
د دغې ډلې اهداف په هغه سيمه كې د دولت واك غزولو ته زمينه مساعده ول دي
چې تر اوسه پورې غواړې ځان داسې وښيي چې ګوندې دوى له حكومت سره هيڅ كومه
اړيكه نه لري، خو خلك يې د سر پر سترګو ګوري چې د دولت له لورې ورته
مرستې او وسلې رارسېږي هم ورته دغو كسانو ته منظم معاشونه وركول كېږي، د
دوى دا ادعا چې په اصطلاح يې د وسله والو طالبانو له ظلمه د خلكو ژغورلو
لپاره پاڅون كړى دى، خو متاسفانه په كومو كليو كې چې دوى اوس پراته دي، د
يادو كليو خلك له كلي دباندې خو څه كوې چې كار ته ووځي، بلكې خپلو فصلونو
او كروندو ته هم نشي وتلى، ځكه كه ووځې نوې دوى ورباندې تور لګوي چې
ګوندې د دوى په اړه طالبانو ته معلومات وركوي، نو ايا دا ولسي پاڅون دى
كه د ولس ځپنې يو بل كمپاين چې د امريكا او حكومت له لورې په پوره بې
رحمۍ پر مخ روان دى؟!
د دغې ډلې تر شا د حكومت او امريكايانو ګډ لاس دى او غواړې دولت په هغې
سيمه كې چې له كلونو كلونو را هيسې د طالبانو حاكميت دى، او په خپل ټول
توان ونه توانيده چې سيمه د طالبانو له واكه وباسي، اوس غواړي د همدغو
كسانو په واسطه  په ياده سيمه كې كور په كور دښمنۍ رامنځته كړي او د
انګريزانو د هغې مقولې چې وايي (تفرقه واچوه، حكومت وكړه)  په عملي كولو
ياده سيمه تر خپل واك لاندې راولي.
روانو حالاتو ته په كتو، نه يواځې داسې ناكامې پروسې به په ياده سيمه كې
شته مشكلات حل نه كړي، بلكه د پخوانيو تنظمونو مهال ته ورته د كور په كور
دښمنۍ او نفاق په څه ناڅه كمزوري شوې اور يو ځل بيا د تيلو اچول دي.
په درنښت – ځلاند

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د