fbpx
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی؛ په کابل کې د پاکستان سفیر سید ابرار حسین

بهرنيو چارو وزارت د پاکستان سفير احضار کړ

نن ټکی اسیا )پنجشنبه، چنګاښ ۱۱مه، ۱۳۹۴ل): تېره ورځ پاکستاني عسکرو د پکتيکا ولايت برمل ولسوالۍ کې د سرحدي عسکرو پر پوستې د بريد له امله نن بهرنيو چارو وزارت د پاکستان سفير احضار کړی دی.

د بهرنيو چارو وزارت مرستيال حکمت خليل کرزي د پاکستان سفير ته د اعتراض په توګه وويل، چې دوی ته دا ډول تېری د زغملو وړ نه دی او پاکستان بايد په دې اړه د ګاونډيتوب خيال وساتي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند شکيب مستغني رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې پاکستاني سفير ژمنه وکړه، چې راتلونکي وخت کې به داسې پېښې نه تکراريږي.

وړمه شپه برمل ولسوالۍ کې ډيورينډ کرښې ته څېرمه د پاکستاني عسکرو او سرحدي ځواکونو تر منځ نښته کې يو افغان او اته پاکستاني عسکر وژل شوي وه.

د يادونې وړ ده، چې دا لومړی ځل نه دی، چې پاکستاني عسکر د ډيورينډ کرښې مخالفت او پر افغان خاوره توغنديز بريدونه کوي او خپل تاسيسات د افغانستان په حريم کې دننه جوړوي، بلکې دا څويم ځل دی، چې پاکستان پر خوست، پکتيا، کونړ، نورستان او ننګرهار ولايتونو کې د سرحد سرغړونه او پر افغان خاوره راکټي بريدونه کوي.

په دغو راکټي بريدونو کې تر اوسه لسګونه هيوادوال وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي دي.

د افغانستان دفاع او کورنيو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه هیڅ قوي کړنلاره نه ده ټاکلې چې د پاکستان د راکټي بريدونو او ځمکني تجاوز مخنيوی وکړي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سيد طا هر شاه
میلمه
سيد طا هر شاه

امن د ايمان سره تړلى دئ چي ايمان نه وى امن به پيدا نه کړى ما سره د دې علاج شته د وطن خدمتګاران دى ما سره تماس ونيسي د دى وطن علاج کى 60يا 50 کالونه لګيږي