fbpx

میدان وردګ: اربکيانو له عام وګړي « جنسي اله » غوڅه کړې

نن ټکی اسیا «پنجشنبه، چنګاښ ۱۱مه، ۱۳۹۴ل» د ميدان وردګو ولایت په جلریز ولسوالي کې د اربکيانو یو قومندان له عام وګړي جنسي اله غوڅه کړې ده.

د جلريز ولسوالي اوسېدونکي وايي چې د اربکيانو دې قومندان د تکانه کلي اوسېدونکی حبیب الله له موټره ښکته او له وهلو ډبولو وروسته يې ترې جنسي اله غوڅه کړه.

د ميدان وردګو د ولايتي شورا غړی شریف الله هوتک هم پورته پېښه مني او وايي چې په جلریز ولسوالي کې د اربکيانو دغه قومندان شخصي زندان لري چې د عامو وګړو د شکنجې پوره حق يې ځانته ورکړی دی.

هوتک وايي چې د جلریز د اربکيانو قومندان د حبیب الله په نوم یو بزرګر چې له کابله کورته روان و، په تکانه سیمه کې ښکته کړی او له وهلو ډبولو وروسته يې د کلاشنکوف « په اور ګرم شوی سیخ لومړی په پوزه او بیا په جنسي اله ور منډلی دی.»

د دې وکیل په وینا چې حبیب الله یو عام بزګر و، چې هیڅ جرم يې نه درلود، خو که يې دوی د کوم جرم دعوه وکړي نو بیا يې هم باید محاکمه شوې وای چې د جرم له ثبوت وروسته جزا ورکړل شوې وای.

د ميدان وردګو سیمه ییز چارواکي بیا د اربکيانو له دې کړنې ناخبري ښيي، خو ډېری وخت د سیمې اربکیان د ولایتي مسوولینو په پرتله ډېر زور لري چې له وېرې يې هم مسوولین د اربکیانو په اړه کوم شکایت اورېدو ته تیار نه وي.

اربکیان چې لومړی ځل د غزني په اندړو ولسوالي کې د ملي امنیت د پخواني رییس اسدالله خالد او ځينو پخوانیوجګړه مارانو له لوري راپیدا شول، تر اوسه يې د ګڼو اختطافونو، جنسي تېريو، غلاوو او جرمونو په اړه شکایتونه شوي دي چې حکومتي چارواکي يې له کنټروله بې وسه ښکاري.

د پوځي شنونکو په باور د طالبانو د وروستیو پرمختګونو یو دلیل دا هم په ډاګه کېدای شي چې ولس د اربکيانو له جنایاتو ستومانه او د خپل عزت د خونديتوب په خاطر د وسله والو مخالفینو ملا تړي چې ښه بېلګه يې کندوز وړاندې کېدای شي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اسدالله اسد
میلمه
اسدالله اسد

یاالله داظالمان نوته پدی دنیا اوآخرت سخت عذاب ورکڑه چی زموژ مظلوم ولس یه پخپله ووینی چی ددوی سرونه پری وی زمامظلوم ولسه خیر که نن ستاسو بی عزتی کوی دظالم کاسه نسکوره ده ان شاء الله یو وقت به دوی دخپل عمل په سزا ورسی

احمد
میلمه
احمد

د اربکیانو قوماندان د نارینه یوه قوي آله پکار وه نو چا ورسره مرسته نه کوله، هغه بیچاره له بې اولادۍ څخه شکایت کاوه نو ځکه هغه څه چې ورته ضرورت یې درلود تر لاسه کړل. دا بزګر دې نه خواشینۍ کیږي. له آلې څخه یې په سم ځای (د قوماندان په کورکې) استفاده کیږي، کله چې ترې کار واخستل شي بیرته به یې ورته وسپاري.