fbpx

سلف او روژه (30/16)

حامد افغان

سلف او سخا

د شتمنو له پاره د روژې یو مهم حکمت دا ښیي چې هغوی د وږو او تږو ستونزي احساس کړي، او له هغوی سره خواخوږي او مرسته وکړي، په قران او حدیثو کې له غریبانو سره د مرستي په اړه ډېر تفصيلات شتون لري، د امت سلفو رحمهم الله دا قراني او نبوي لارښووني په اکمله طریقه پلي او عملي کړې دي، په لنډه توګه د دې لارښوونو له بیان وروسته د سلفو د خیر او خیرات او سخا څو بيلګي درسره شریکوم.

قرانکریم د صدقې په اړه وایي: وَمَا تُنفِقُوا مِنْ خَيْرٍ فَلِأَنفُسِكُمْ ۚ وَمَا تُنفِقُونَ إِلَّا ابْتِغَآءَ وَجْهِ اللَّهِ ۚ وَمَا تُنفِقُوا مِنْ خَيْرٍ يُوَفَّ إِلَيْكُمْ وَأَنتُمْ لَا تُظْلَمُونَ.[سُوۡرَةُ البَقَرَة : 272].او تاسي چي كوم مال په خيرات كښي لګوئ، ښېګڼه همدا تاسي ته ده؛ او تاسي خو يې په همدې خاطر لګوئ چي الله خوشاله كړئ. نو كوم مال چي تاسي په خيرات كښې ولګوئ، د هغه پوره او بشپړ ثواب به دركړاى شي او هيڅكله به پر تاسي ظلم و نه شي.

بخاري او مسلم دواړه له عبدالله بن عباس رضي الله عنهما نه روایت کوي هغه وایي: رسول الله صلي الله علیه وسلم په ټولو خلکو کې زیات سخي و او په روژه کې به ترنوروټولو وختونو ډیر سخي و هغه مهال چې جبریل به ورته راغی ، جبریل به دروژي په هره شپه ورته راتلو او قران به یې ورسره درس کاوه ، رسول الله صلي الله علیه وسلم په خیر او صدقه کې له تیز باد نه هم تیز و داحمد په یوه روایت کې راغلي دي چې چا به هرشی ورنه وغوښت ده به ورکاوه.

روى البخاري ومسلم عن ابن عباس رضي الله عنهما قال: “كَانَ رَسُولُ اللَّهِ -صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ – أَجْوَدَ النَّاسِ، وَكَانَ أَجْوَدُ مَا يَكُونُ فِي رَمَضَانَ حِينَ يَلْقَاهُ جِبْرِيلُ، وَكَانَ يَلْقَاهُ فِي كُلِّ لَيْلَةٍ مِنْ رَمَضَانَ فَيُدَارِسُهُ الْقُرْآنَ، فَلَرَسُولُ اللَّهِ -صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ -أَجْوَدُ بِالْخَيْرِ مِنْ الرِّيحِ الْمُرْسَلَةِ”.وفي رواية أحمد زيادة “لا يسأل عن شيء إلاَّ أعطاه”.

دحدیث په دي روایت کې د (جود) توری راغلی دی او جود زیاتي ورکړي ته وایي او جود او زیاته ورکړه دالله له صفاتو نه یو صفت دی ، په یوه حدیث کې راغلي دي : الله جواد دی او جود خوښوي او هغه کریم دی او کرم خوښوي جود او کرم قریب المعنا دي
“إن الله جواد يجب الجود، كريم يجب الكرم”.[رواه الترمذي].

په یو بل روایت کې راغلي دي: الله جل جلاله وایي: زه جواد یم او جود زما له لوري دی او زه کریم یم او کرم زما له لوري دی :

“أنا الجواد ومني الجود، أنا الكريم ومني الكرم”.

نو الله جل جلاله لومړی درجه کریم او جواد دی او علماء وایي چې په ځانګړیو غوره وختونو کې دالله کرم او جود زیاتیږي لکه دعرفي ورځ ، داختر ورځ ، دذوالحجي لسم ، اوداسي نور او په دې ټولو کې د جود ځانګړی او ترټولو غوره وخت روژه ده الله جل جلاله فرمایي: کله چې له تانه زما بنده ګان زما په اړه سوال کوي زه ډیر نږدې یم کله چې څوک له مانه غوښتنه او سوال کوي زه یې قبلوم نوهغوی دي له مانه داستجابت غوښتنه وکړي او په ما دي ایمان راوړي چې سمه لاره به بیامومي : (وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِي عَنِّي فَإِنِّي قَرِيبٌ أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ إِذَا دَعَانِ فَلْيَسْتَجِيبُوا لِي وَلْيُؤْمِنُوا بِي لَعَلَّهُمْ يَرْشُدُونَ)[البقرة:186].

د دې ایت سیاق او چلند ته باید یوڅه متوجه شو د البقره په سورت کې له دې ایت نه مخکي د روژې تفصیلات ذکر شوي دي او وروسته دا ایت راغلی دی له دې نه دا واضحه شوه چې په روژه کې د دعا په ځانګړې توګه ډېر اهتمام پکار دی او باید دعا ډیره زیاته وکړل شي.

اوکه موږ دالله جود ته په روژه کې متوجه شو په ښکاره توګه یې محسوسولی شو ډیر غریب خلک بیاهم یوڅه موندلی شي او الله یې ورته رسوي. او د اخرت په لحاظ د الله جل جلاله خانګړی جود دا دی چې د روژې په هره شپه کې الله جل جلاله خلک د دوزخ له اوره ازادوي په حدیث کې راغلي دي : د روژې په هره شپه الله خلک له جهنم نه خلاصوي او په بل روایت کې راغلي دي چې د هر روژه ماتي په مهال الله جل جلاله خلک له اور نه ازادوي: ولله عتقاء من النار، وذلك كل ليلة”. وقوله عن أبي أمامة: “لله عند كل فطر عتقاء”.[رواه أحمد، صحيح الترهيب (991)].

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د