د روژې اوولسمه تحفه

لیکوال : نثار احمد صمد

ګرانو لوستونکو ، که موږ او تاسی د کال د ۳۶۵ ورځو څخه فقط ۳۰ ورځی روژې ونیسو ( چی د خدای امر دی ) ، او هره ورځ یو څه قرآن هم تلاوت کړو نو څه ضرر به مو کړی وی ؟ حال دا چی هم به الله راڅخه راضی وی او هم به مو له دوږخه نجات او جنت ته د شمولیت ضمانت حاصل کړی وی ، ځکه دا الهی قول دی . خو بریالیتوب دا دی چی پر خپل نفس غالب اوسو ، که نه ناکام به یو . نو همدې مهمی باریکۍ ته په توجه سره لطفأ اوولسمه تحفه ومنیً او خپل ځوابونه راولیږئ. باید یادونه وکړم چی د ټولو برخو ځوابونه به د روژې تر ختمېدو وروسته انشاالله خپاره کړم . والسلام ( ن . صمد،[email protected]).

پوښتنی :

۱ ـ په سورهً الاعراف کی د کوم پیغمبر نوم اووه ځله راغلی دی ؟

۲ ـ په قرآن مجید کی د څو مسجدونو ذکر راغلی او نومونه یې څه دي ؟

۳ ـ هغه کوم پیغمبر دی چی په ټول قرآن کی یې صرف یو ځل نوم ذکر سوی دی ؟

۴ ـ هغه کوم سورت دی چی په پیل کی یې بسم الله الرحمن الرحیم نسته ؟

۵ ـ هغه کوم پیغمبر دی چی په سورهً یونس کی یې نوم اته واره ذکر سوی دی ؟

۶ ـ که روژه لرونکی په غلطي سره فکر وکړی چی لمر لویدلی دی ، نو روژه ماته کړی خو وروسته پوه سي چیتر لمر لوېدو مخکی یې روژه ماته کړې ده نو ؟
الف : قضایی او کفاره دواړه لازم دي ؛
ب : قضایی او کفاره دواړه لازم نه دي ؛
ج : قضایی لازمه ده خو کفاره لازمه نه ده ؛
د : روزه یې صحیح ده او نه ماتیږی .

۷ ـ که په روژه کی بلغم معدې ته ولاړ سی نو ؟
الف : روژه یې ماتیږی ؛
ب : روژه یې نه ماتیږی ؛
ج : روژه یې مکروه ده ؛
د : بله ( قضایی ) روژه باید ونیسي .

۸ ـ د امانت په هکله اسلام څه حُکم کوی ؟
الف : اې مؤمنانو!په غلطه او ناروا طریقه سره د نورو مال مه خورئ ؛
ب : د هغو خلکو چی امانتونه ( او حقوق ) یې ستاسو سره دي، هغه صحیح او پوره ادا کړئ ؛
ج : د خپلی ګټی له پاره د نورو تاوان پر ځان ومنیً ( برداشت کړئ ) ؛
د : ټوله صحیح دي .

۹ ـ د الله تعالی د تعبیر له مخی د اسرأ او معراج هدف څه و ؟
الف : چی خپل آیتونه ( نښانۍ ) ور وښیی ؛
ب : چی کفار اسلام ته راوبولی ؛
ج : چی د پیغمبر (ص) د یارانو ایمان پیاوړی کړی ؛
د : چی نبوي معجزې انسانانو ته وښیی .

۱۰ ـ پیغمبر علیه السلام او ابوبکر (رض) د مکې څخه تر وتلو وروسته چیری ولاړل ؟
الف : د ثور غار ته ؛
ب : د حرا غار ته ؛
ج : د ام معبد کور ته ؛
د : ټوله غلط .

او دا هم د نن زرین اصل : موږ افغانان هر یو نارې وهو چی د هیواد موجوده وضع د زغملو نه ده او باید بدله سي، خو په ځانونو کی د بدلون راوستلو فکر د هیچا سره نسته ( چی الهي امر دی ) !

————-

د پورته دیني سوالونو په جوابولو سره هر ګډونوال کولای سي چې د لیکوال نثار احمد صمد څلور جلده کتابونه په وړیا توګه تر لاسه کړي، د نورو معلوماتو لپاره دلته کلیک وکړئ.ایډیټ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د