نړۍ

پاکستان: د پوځيانو اورګاډي چپه کېدو ۳ افسرانو په شمول ۱۹ کسان وژلي

نن ټکی اسیا (جمعه، چنګاښ ۱۲مه ۱۳۹۴ل): د پاکستان د پنجاب ایالت وزیراباد ښار ته نېږدې د پوځیانو د لېږدونې ځانګړی اورګاډي څلور ډبې په اوبو کې غورځېدلي چې له کبله یې د ۳ پوځي افسرانو په شمول ۱۹ کسان وژل شوي دي.

پاکستاني رسنۍ وايي چې وژل شوي کسان ټول پاکستاني پوځيان او د هغوی د کورنیو غړي دي.

د پاکستان د پوځ ویاند تورن جنرال عاصم باجوه ویلي چې دغه پېښه پرون پنجشنبه د جامکی چټه په یوه نهر باندې تېر شوي پل رامنځته شوې.

باجوه زیاته کړې چې د نهر پاسه تللی پل هغه مهال وغورځېد چې د پوځيانو لېږدونکی ځانګړی اورګاډی پرې تیریده.

پاکستاني رسنۍ وايي چې تر دې دمه يې ۱۴ مړي له اوبو ویستي او ۵ لټون لا هم روان دی.

ددغه هېواد پوځ وايي چې په اورګاډي کې پوځيان او د هغوی کورنۍ هم وې او ددې امکان هم شته چې د اورګاډي پټلۍ دې چا تخریب کړې وي.

تر دې وړاندې ۹۰ دقېقې مخکې په دغه پل یو بل د عامو مسافرو وړونکی اورګاډی هم تېر شوی و.

دا لا څرګنده نه ده چې دغه پېښه تصادفي شوې که د کوم پلان له مخې شوې خو په اړه یې د پاکستان پوځ څېړنې پیل کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x