
عیسی خان د دوستم په ډالۍ یو افغان وواژه
نن ټکی اسیا «جمعه، چنګاښ ۱۲مه، ۱۳۹۴ل»: د ملي اردو هغه سرتیري چې ادعا یې کوله شپږ سرښندونکي بریدګر یې په پنځو دقیقو کې وژلي، پرون په خپل هایلیکس موټر یو افغان وګړی له مینځه یووړ.
عیسی خان لغماني ته دغه موټر د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال دوستم په ډالۍ کې ورکړی و.
وژل شوی کس زکریا حیدري نومیږي خو د هویت په اړه یې زیات معلومات نه دي ورکړل شوي.
د راپورونو له مخې تېره ورځ عیسی خان لغماني د کابل ښار په دارالامان سړک خپل نوی موټر په ډیر سرعت ځغلوه چې د حبیبیې لیسې مخې ته یې یو لاروی په موټر وواهه او ځای پرځای وواژه.
عیسی خان د لغمان ولایت اوسیدونکی دی، نوموړی وروسته له هغه د شهرت څښتن شو چې پر ولسي جرګې د تېرې میاشت تر ډله ایز برید وروسته یې د خبریالانو د کامرو په وړاندې ادعا وکړه چې شپږ تنه سرښندونکي بریدګر یې په یوازې ځان «چپه» کړي.

له دې پيښې څو ورځې وروسته د ملي اردو یو بل سرتیري «محمد صدیق پنجشیري» هم د بریدګرو د وژلو ادعا کړې وه، خو دا په داسې حال کې وه چې عیسی خان لغماني لکونه افغانۍ جایزې راغونډې کړې وې او په کابل کې د یو باب کور او هایلیکس موټر څښتن و.
که څه هم عیسی خان او موټر یې دواړه د پولیسو له خوا نیول شوی او دا مهال په بند کې دي، خو لا هم جوته نه ده چې ایا بیرته به پریښودل شي او که عدلي او قضايي ارګانونو ته به معرفي شي.
هغه کلیوالی متل ده وایی مړی چی خدای شرموی نو …. په تخته ځی له ده سره په ژوند همدا چم وشو ددوستم ظالم او مرتد انعام یی اخیسته اوس هم وخت لری چی توبه وباسی کنی لدینه زیات به یی خدای ذلیل او شرموی دا خو یی ددی دنیا خسران د آخرت ته دی هم انتظار باسی اصل خو هغه ده چی ثم لایموت فیها ولایحیی ده
یاره لغمان کی هم واړه او غټ خره شته خو عیسی خان غونته خر بی عقل انسان مو ږ لغمان کی نه لیدلی عیسی خان که د### نه وی دا ډرامه خو به یی لیدلی وه چی دوطن خرڅ شوی وکیلانو څومره فرتوګونه مردارول کا شکی یو ځل دا ددین فتنګان فدی بی غیرته وکیلانو ورننوتلی وی چی دوکیلانو غول یی فه خفلو سترګو لیدلی وی چی له ### یی ټولی فیستی او بادام توی شو وی وای کاشکی بیا داسی یوه توره طالبان وکړی چی دا دی ډالرو بچیان وکیلان له خفلو ###سره دجهنم کندی ته واچوی عیسی خان… نور لوستل »
عجیبه ده الله دی وشرموی تول غلامان
عیسی خان الله ج د له دی نه نور ذلیل کره د گل مرجان خره
له کوچنیوالي مې اوریدلي وو چې لغمانیان ډیر چالاک خلک دي، ان چې شیطان یې هم تیر ایستی دی، خو دا اوس را پوره جوته شوه چې یو مردار خور عیسی خان څومره ډیر شیطانان تیر ایستل، د چا څخه موټر او چاڅخه نغدې او یا هم کور تر لاسه کول یواځې همداسې شیطان صفته انسان کولای شي. بل پلو د واسکټ والاوو دې هم خدای کور خراب کړي چې یو یو ورتلل او ټق چپه شول، یو ځل به یې دا مردار خور له منځه وړی وو بیا به یې د خرلمانیانو سره کتل، خو نه پوهیږم چې هغوی… نور لوستل »
د دوستم دې خدای کور وران کړي چې دې خره ته یې هایلکس اخیسته، د هغې پر ځای به یې یوه تعلیم یافته شادي ورته اخیستې وای او عیسی ابن الګلمرجان به هم ټایم ورسره پاس وو!
که څنګه یارانو
درنو دوستانو:
ستاسو ټولو نه می دا هیله ده چی د عیسی خان پدی ناوړه کار باندی نه باید د ټول لغمان نوم یادشی، دا باید و منو چه د انسان نه غلطی او سهو کیږی ایا عیسی خان دا کار په قصد سره کړی او که په سهوه سره ایا تاسی ته معلومات شته چه اصلی ملامت عیسی خان دی او که هغه خدای بښلی ګوری مونږ باید د خپل ځآن نه هیڅکله هم قضاوت نه وکوو
مننه