مزدورې رسنۍ

دنړیوال ژورنالېزم اصول دا دي چې دیو کس، یا حکومت او یا ډلې خبره باید په هغه بڼه را واخیستل شي په کومه بڼه چې هغوی کړې وي، ژورنالیزم په هېڅ صورت چاته اجازه نه ور کوي چې دیو چا خبرې نیمې نیمګورې، او یا یې یوه برخه را واخیستل شي او ورسره تړلې بله برخه یې پرېښودل شي، او یا یې په خبرو داسې نقد وکوي چې دهغوی اصلي خبرې یې نه وي را اخیستي، یا یې کم ترکمه اشاره نه وي ورته کړې.

     هو دا حق لري چې خبرې را واخلي بیا يې وروسته په اړه خپل نظر څرګند کړي، مګر دا چې خبرې له یوې مخې پرېږدي او هسې دهغوی پر خبرو بر عکس غرضي او مرضي نقد وکوي، دا کار نه یوازې دا چې دژورنالیزم اصول یې نه مني، بلکې انساني اخلاق دا رنګه عمل په کلکه رټي.

    متاسفانه چې ځینې پښتو ویب پاڼې چې ځان افغانانو ته منسوبوي او دخبري رسنیو په کتار کې یې ځان درولی دی، دمجاهدینو له خبرونو او اعلامیو سره غیر اخلاقي او غیر انساني یو طرفه او مغرضانه چلن کوي، کوم څه چې په خپل وار ددوی حیثیت او ظرفیت ـ که حیثیت او ظرفیت ولري ـ تر پوښتنې لاندې راولي.

     دوی دمجاهدینو له اعلامیو او خبرونو سره داسې چلن کوي ته به وايي دسپینې ماڼۍ استازیتوب کوي، بلکې کله کله خو سپینه ماڼۍ هم دومره سپین سترګي نه کوي لکه دوی یې چې کوي!

    په دې کې شک نشته چې دغه رنګه رسنۍ دپردیو او اشغالګرو په مالي مرسته، او دهغوی لخوا ورته له برابر شویو پروګرامونو سره سم پر مخ ځي، بلکې له اشغالګرو نه هم یو څو قدمه مخکې منډه اخلي، په حقیقت کې دوی داشغالګرو او دښمنانو لپاره لار جارو کوي، دهغوی یرغل ته دقانوني بڼې ورکولو ناکامې او نامرادې کرغېړنې هڅې کوي، ددیموکراسۍ تر نامه لاندې دافغان ولس تر منځ دبداخلاقۍ، فسق او فساد خپرولو ته لار هواروي، دخپلو بادارنو دخوشحالولو لپاره دومره اخلاص کوي چې کله کله پر مجاهدینو هغه تورنه لګوي کوم چې ددوی باداران یې هم نه پرې لګوي، تر اوسه پورې اشغالګرو پر مجاهدینو دمکتبونو دسوځولو تور نه دی لګولی، هو دا وايي چې مجاهدین دښځو دتعلیم مخالف دي، مګر په عام ډول دنارینه وو دمکتبونو دسوځولو او یا ړنګولو تور یې نه دی ورپورې کړی؛ ځکه دوی پوهېږي چې دا کار مونږ خپله کوو، نو څنګه یې پر مجاهدینو ور وتپو! خو دغه پلورل شوې او مزدورې رسنۍ بیا دومره ظلم او ناروا کوي چې کېدای شي خپله بادارن به یې هم ورته حیران وي.

  پرون دشیکاګو دغونډې په اړه اسلامي امارت یوه هر اړخیزه او معقوله اعلامیه خپره کړه، ما خپله ولوسته په رښتیا هم چې پر حقایقو ولاړه او معقول ټکي پکې ذکر شوي وو، چې یو دپام وړ ټکی پکې دا و: ( د سازش د نظریې په اساس په افغانستان کې ځیني شبکې چې په سر کې یې یرغلګرې قواووې شاملې دي. د اسلامي امارت د مجاهدینو د رنګ بدي او بدنامۍ لپاره ځینې ناوړه اعمال تر سره کوي لکه د پلونو او ښوونځیو نړول او سوزول، د ولسی خلکو په مینځ کې چاودنې کول، د منحطو ګټو لپاره د اشخاصو په نښه کول او داسې نور. اسلامي امارت د دغو ټولو اعمالو څخه برائت اعلانوي )

   که څه هم چې اسلامي امارت بار بار دا خبره دخپلو اعلامیو او دویاندویانو دڅرګندونو له لارې په ډاګه کړې چې اسلامي امارت کله هم نه ښوونځې سوځوي او نه پلونه ورانوي، نه دعامو خلکو په منځ کې چاودنې ددوی کار دی، بلکې دا ټول دیرغلګرو او ګوډاګیو استخباراتي شبکو جنایتونه دي چې دخاصو تکتیکونو له لارې یې تر سره کوي، او بیا یې مزدورې رسنۍ پرته له کومې پلټنې  پړه پر مجاهدینو ور اچوي.

    په دې اړه څلور کاله وړاندې په ۲۰۰۸ کې داسلامي امارت نایب ملا عبد الغني برادر ( الله یې دې زر تر زره را خلاص کړي ) له څرک مجلې سره په یوه مرکه کې په ډاګه ویلي وو چې که اسلامي امارت ښوونځي سوځولای نو اوس به په هېواد کې ۱۰ ٪ ښوونځي هم نه وو پاتې، او بیا له دې وروسته اسلامي امارت دتبصرو او علامیو له لارې بار بار ویلي چې دښوونځیو سوځول ددښمن داستخباراتي کرغېړنو شبکو جنایت دی.

     دا دي اوس یې یو ځل بیا په دغه اعلامیه کې چې دشیکاګو دغونډې په اړه یې خپره کړې په ډاګه ویلي چې دغه رنګه جنایتونه داشغالګرو او ګوډاګیانو داستخباراتي وحشي شبکو لخوا دمجاهدینو دبدنامۍ لپاره تر سره کېږي.

    مګر ځینې مزدورې او ځیره خورې ویب پاڼې چې د اعلامیې ګڼو ټکو ته یې اشاره کړې، دغه ټکی یې نه یوازې چې یاد کړی نه دی، بلکې بر عکس یو ځل بیا یې په خورا سپین سترګۍ او بې شرمۍ سره دښوونځيو سوځول دمجاهدینو کار بللی دی، ددې پر ځای چې دوی دحقایقو په خپرولو کې مرسته وکړي برعکس پر حقایقو دخپلو لوغړنو او غوړبیجنو تورو پردو په اچولو سره دولس او نړیوالو په سترګو کې خاورې ورشیندي.

   دوی باید سر خلاص کړي چې که څه هم چې اوس یې دیو څو ډالرو دهضمولو لپاره دولس، اسلام او مجاهدینو دښمنۍ ته ملا تړلې ده، مګر په دغه توره شپه پسې خامخا آخر روڼ سهار راتلونکی دی، هلته به بیا دولس په وړاندې خړې سترګې ولاړ، او بې فایدې به دندامت غاښونه چيچي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د