افغانستان

طالبانو د جلریز ولسوالۍ ټولې امنیتي پوستې ونیولې

نن ټکی اسیا (جمعه، چنګاښ ۱۲مه ۱۳۹۴ل): د میدان وردګ ولایت د جلریز ولسوالۍ په امنیتي پوستو د چهارشنبې د شپې راهیسې د طالبانو پرلپسې بریدونو ددغې ولسوالۍ ټولې امنیتي پوستې له منځه وړي دي.

طلوع نیوز د میدان وردګ ولایتي شورا د وکیلانو له قوله لیکلي چې وسله‌والو طالبانو د دغه ولایت د جلریز ولسوالۍ له مرکز پرته ټوله نیولې ده.

«یواځې د ولسوالۍ مرکز او ځينې نور دولتي ودانۍ نه دي نیول شوي نور ټوله ولسوالۍ طالبانو نیولې».

وکیلانو ویلي چې تر دې دمه په دغو جګړو کې ۳۰ پولیس وژل شوي او د دولتي ځواکونو او طالبانو تر منځ درنه جګړه روانه ده.

دوی د جلریز ولسوالۍ د ټولو امنیتي پوستو د سقوط مسوول ګډحکومت بللی او ادعا يې کړې چې له ۳۰ تر ۴۰ سلنه امنیتي ځواکونه د دندې پر مهال په سیمه کې موجود نه وو.

خو دوی منلې چې سیمې ته اوس تازه دمي عسکر لېږل شوي.

د دغو وکیلانو په وینا د چک ولسوالۍ ۵۰ سلنه امنیتي پوستې هم طالبانو نیولي دي.

په عین حال کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي یوه هلیکوپتره چې تازه دمي عسکر یې د جګړې لیکو ته د دوی مقابلې ته لېږدول د ولسوالۍ مرکز ته څېرمه نسکوره کړې او په کې ناست ټول عسکر وژل شوي دي.

د میدان وردګ ولایت د کوچیانو رییس نن ټکي اسیا ځایي خبریال ته ویلي چې د ولسوالۍ څخه ولسوال، امنیه قومندان او نور امنیتي مسوولین تښېدلي او مبایل شمېرې يې بندې دي.

تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ګواکې طالبانو د جلریز ولسوالۍ نیولې خو نن ټکی اسیا ته یوې سرچېنې د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې طالبانو نن شپږ امنیتي پوستې نیولي او ولسوالۍ لا هم د دولتي عسکرو تر ولکې لاندې ده.

طالب ویاند زیاتوي چې نن د چنګاښ په ۱۲مه یې د جلریز ولسوالۍ په زیوالات، خواجه صاحب، شیرخان او محمدنورخیلو سیمو کې پوستې نیولي، تر ۳۰ زیات عسکر یې وژلي چې د زیاتو جسدونه د جګړې په ډګر کې پاتې وو. « همدا اوس د قومي سپين ږیرو په وسله د دښمن دمړو اجساد په ملکي موترو کې بیرته دښمن ته واستول شول.»

د طالبانو د وروستیو پرمختګونو خبر په داسې حال کې ورکول کیږي چې پرون پنجشنبه د میدان وردګ مرستیال والي ومنله چې طالبانو په جلریز ولسوالۍ کې ۶ امنیتي پوستې نیولي دي.

هغه زیاته کړې وه چې د طالبانو او دولتي عسکرو تر منځ /چهارشنبه،۱۰ چنګاښ/ د شپې ناوخته شاوخوا ۱۱ بجې جګړه ونښته چې د پنجشنبې تر غرمې پورې یې دوام درلود.

مرستیال والي ویلي چې د پنجشنبې د شپې په نښتو کې ۵ اربکیان وژل شوي او څو عراده موټرونه چې د یاد ولایت له مرکز میدان ښار څخه د مرستې لپاره جلرېز ته په لاره کې ول هم له ‎منځه تللي دي.

د یادونې وړ ده چې د روژې له پیله تر دې دمه طالبانو د کندوز دشت ارچي، چاردره او د نورستان وانټ وایګل ولسوالۍ نیولي دي.

ګډ حکومت وايي چې د طالبانو بریدونو کې د پخوا په پرتله زیاتوالی راغلی راتلونکي ۶ میاشتې د ګډحکومت د بقا لپاره مهمې دي.

میدان وردګ ولایت د پلازمېنې كابل ښار لویدیځ  لورې ته په څو  كېلومترۍ كې پروت دی او د پلازمېنې کابل مهمه دروازه بلل کیږی. ددغه ولایت څخه د کابل – کندهار او کابل – بامیان لویه اکمالاتي او تجارتي لاره هم تېره شوې ده.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
صالح

ستاسو له بی طرفه معلوماتو نه دیره مننه

ابوعبدالله کندهاری

ښه مالومات موراټول کړیدی ډیره مننه

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x