دیني، سیرت او تاریخ

ايمان ترټولولوی اوقېمتي دولت دی

بسم الرحمان الرحيم
الحمدلله وحده والصلاة والسلام علی من لانبی بعده امابعد:
ايمان ترټولولوی اوقېمتي دولت دی،دايمان  په څېرارزښتناکه هيڅ  نعمت
نشته،که هرڅومره قېمتي شيان په دُنياکي شته،بياهم دايمان
سره په قېمت کي  برابرنه دي.

ځکه ايمان داسي شی دی چي ددې له امله دانسان هغه ژوندون برابرېږي کوم چي
انتهاءنه لري،هغه دآخرت ژوندچي مرگ
به حلال کړی شي اوبيابه اوازوشي چي تاسوبه تل ژوندي ياست،بياپرتاسومرگ نه راځي.
خوداخبره هم هرچاته معلومه ده چي دقېمتي شي دښمنان هم زيات وي،څومره چي
يوشي ډېرارزښت ولري،هومره به خطرې هم ورته ډېري
متوجه وي اوانسان که غواړي چي هغه ارزښتناک شی ورسره پاته شي اوده ته په
کارورشي نودهغه شي ساتني ته به ډېره پاملرنه کوي.
نوهمدارازايمان ته هم ډېرخطرونه متوجه دي چي انسان به هڅه کوي چي له
هغوخطراتوڅخه خپل ايمان خوندي کړ ي څو داايمان ورسره پاته شي
 نوددې لپاره به ويښ اوسي،له دښمنانوبه
نه غافله کيږي اوډېره هڅه به کوي چي دښمنان په دې ونه توانيږي چي دغه
قېمتي شی، چي ددې په څېردلوړقېمت اوارزښتناک شی په دُنياکي
بل نشته،ځيني يوسي.
دانسان دايمان دښمن شيطان  دی اوپه شيطانانوکي انسي اوجني  دواړه ډوله
شيطانان  شته،
دپېريانوپه شکل کي هم شته اودانساناوپه شکل کي هم شته چي هغه خپله
دشيطانت وظيفه پرمخ بيايي.
اودپام وړخبره داده چي يوخودغه دښمنان هم ډېردي اووس هم لري
چي دانسان ايمان ته خطرات متوجه کړي،له بلې خوانوردښمنان هم دايمان لپاره
شته چي هغه هم ډېرزيات دي لکه فتنې،
دانسان نفس،دحالاتوبدلون اوداسي نور…
که دچاله لاسه دغه قېمتي مال ضائع شوددغه انسان په  بربادۍ اوتباهۍ کي
بياهيڅ  شک نشته اوداسړی داسي تباه شو
چي بيابه هيڅکله کامياب نه شي،نه به
يې څوک له بدمرغيواوعذابونوژغورلی شي اونه به دده لپاره کوم داسي لوری وي
چي په هغه لوري وتښتي او
له دې بدوحالاتوخلاص شي .
ده ته به يوازي افسوزونه اوژړاوي ورته پاته وي خوله دې لاري به هيڅ په
لاس نه ورځي .
اوس څنگه دانسان دايمان دښمنان په دې بريالي کيږي چي له ده څخه دغه
ستراوارزښتناک شی يوسي اوولي ځيني کسان له ايمانه بې برخي کيږي.
ددې څو لاملونه دي:
۱:دايمان څراغ هغه وخت روښانه  اورڼاورکوي کله چي داسي توکي ورته چمتوشي
چي پرهغوباندي دغه څيراغ بليږي.
دايمان څيراغ په بل اوسېدلوکي اوله دغي رڼاڅخه په استفاده کولوکي اورته
ورته دی، لکه څنگه ؛ چې  اور بوټو،غازو، تېلو
اوداسې نورودسونگ  توکوته اړتيالري چي اورورباندې بليږي.
که داورلپاره هغه توکي تيارنشي،نوپه دې هرڅوک پوهيږي چي اوربيابل نه پاته
کيږي بلکي هغه اورسمدستي مړکيږي،رڼايې ختميږي
اوله رڼاڅخه يې فائده نه اخيستل کيږي.
داسي دايمان مثال هم  دی.
ايمان  علم اوعمل صالح ته اړتيالري.
علم ته ضرورت لري چي ددين په خبروبه ځان خبروي اوبيابه عمل ورباندي کوي.
که  څوک ايمان دغسې پرېږدي،يوازي داخبره کوي چي زه مسلمان يم،نورنه ددين
په خبروسرخلاصوي اونه دعبادت کولوهڅه کوي،
نه له بل چاڅخه ددين خبري اوري اونه خپله مطالعه ددين په هکله کوي،نه په
دين باندي عمل کوی
دايمان لپاره چي کوم توکي ضروري دي،دهغودتيارولوکوښښ نه کوي،
نوبيادايمان رڼاختميږي،دغه بله ډېوه مري  اوپرځای يې دکفر،شرک اونفاق  تيارې راځي.
دې مثال ته قرآن کريم هم اشاره کړې ده. الله تعالی فرمايې:(مثلهم کمثل
الذي استوقدنارافلمااضائت ماحوله ذهب الله بنورهم وترکهم في ظلمات
لايبصرون(سورة البقرة:۱۷)(ژباړه:حال ددوی په شان دحال دهغه چادی چي اوريې
بل کړی دی،نوکله چي اورشاوخوادده رڼاکړه،الله(جل جلاله)
ددوی رڼايوسي اودوی يې په ډېروتياروکي پرېښودول چي هيڅ شی نه ويني)
منافقانودايمان رڼاپه آمناسره حاصله کړه،لکه سړی چي ا وربل کړي،منافق په
ايمان باندي ددُنيافائدې لاس ته راوړلې،په غنيمتونو کي برخه
ورکول کېدله،په زکاتونواوخيراتونوکي دوی ته هم حصه ورکول
کېده،دمسلمانانوله لوري په امن شول،
خوبيايې دهغه ايمان صحيح مراعت ونه کړ،دايمان درڼادبل اوسېدولپاره يې موادنه تيارول
چي په ترڅ کې يې رڼا ختمه اوسوځيدل يې پاته شول؛ نودايمان دخاوندلپاره
ضروري ده: که غواړي، چې دايمان څراغ يې بل  واوسي دعلم نافع اودنيک عمل
کوښښ بايدوکړي.که څوک دې ته فکرنه کوي، نوايمان يې نشي ورسره پاته کيدلی.
که څوک ديني علم حاصل کړي،بيابه هم ددين خبري اورېدل،يامطالعه کول ضروري دي.
له دې امله به جناب محمدرسول الله صلی الله عليه وسلم دجمعې په ورځ خطبه
ويله،په دې خطبه کي به وعظ اونصيحت
وو،مسائل به يې هم پکي بيانولې.
ددې وجه داده چي ددين دخبرواورېدل ضروري دي.
له دې امله الله جل جلاله په خپل سپېڅلي کتاب قرآن کريم کي فرمايلي
دي:وذکرفان الذکری تنفع المؤمنين(الذاريات ۵۵)
(ژباړه:اونصيحت کوه ځکه چي دانصيحت يقينًامؤمنانوته گټه رسوي)
نوپه دې آيت مبارک کي هم الله پاک فرمايي چي نصيحت مسلمانانوته فائده رسوي.
٢ –  دايمان مثال ديوې شنې ونې په څېردی ، چې هغه ميوه،گلان، بېخ،شاخونه
اوخوندوربوى لري. ددې وني اصل اوبېخ صفاساتل،له هغو واښويې خوندي ساتل،
چې ونه کمزورې کوي او تاوان ورته  رسوي ، ددې ونې هروخت اوبه کول اوله
غلوڅخه يې ساتل داکارونه به  يې مالک کوي بيابه له خپلي ونې څخه ميوه
ترلاسه کوي اوداونه به ده ته فائده کوي.
که څوک يوکښت وکري،بيايې خيال نه ساتي،نه  اوبه ورکوي اونه يې له
ضررناکووښواونوروشيانوڅخه ساتي،همداراز
له غلوڅخه يې هم خيال نه ساتي،بس
يوازي کښت يې وکرلو،نوريې پرېښوده.
نوپه دې خوهرڅوک پوهيږي چي داسي کښت به سړي ته په کارورنه شي،بلکي دغه
خواري اوستړيابه يې هسي عبث اوبې
ځايه ولاړه شي.
ځکه داسي کښت خوبه ډېرژروچ شي اوکه وچ نه شي نوبيابه يې ميوې غله يوسي،ده
ته به څه ترې په لاس ورنه شي.
 ايمان هم داغواړي ،چې دوحی په اوبو،دقرآن کريم،احاديثواوددين په علم
اودعمل صالح په اوبوسره به يې خړوبه کوي له شبهاتو، بدعاتو او ګناهونو
څخه  به يې په توبۀ نصوح(خالص توبې) سره څارنه کوي.
 له افراط اوتفريط څخه به يې صفا کوي اوپه اعتدال اوانصاف سره به يې مهذبه کوي نو
 بيابه دغسي  ايمان هم له انسان سره پاتې کيږي  اوهم به  په آخرت کې گټه
ورکړي،له عذابونوبه يې دخلاصون سبب شي اوجنت ته درسېدلوسبب به يې وگرزي.
 که داکارونه يې دايمان لپاره ونه کړل، نوبياددې ونې وچېدل اوکمزوري کيدل
دوښوتروچېدواوکمزوره کيدو ډېرژراويقيني دي.
دغه کارونه چي سړی کوي نوددې لپاره دالله پاک دذات اوصفاتومعرفت ضروري دی.
همدارازدآخرت دورځي سوچ اوفکرله ځان سره مستحضرول ضروري دي.
ځکه  چي کله انسان الله پاک سم وپېژني اوپرالله پاک باندي يې يقين
اوعقيده کلکه جوړه شي،کله چي داسوچ هروخت ورسره وي چي الله پاک ماويني،له
هغه څخه زماهيڅ يوه کړنه پټه نه ده اويوه ورځ به دهغه په مخ کي درېږم
اوپه دې حالت کي
له ماڅخه پوښتنه کيږي اوزمادکړنومطابق به راته جزااوسزاراکول کيږي،
نوبياداکارونه کولای شي
اوپردين باندي عمل کول ورته اسانه کيږي.
دې مثال ته الله پاک په قرآن کريم کي داسي اشاره کړې ده الله جل جلاله فرمايي:
أَلَمْ تَرَ كَيْفَ ضَرَبَ اللّهُ مَثَلاً كَلِمَةً طَيِّبَةً كَشَجَرةٍ طَيِّبَةٍ
أَصْلُهَا ثَابِتٌ وَفَرْعُهَا فِي السَّمَاء ۲۴ تُؤْتِي أُكُلَهَا كُلَّ حِينٍ
بِإِذْنِ رَبِّهَا وَيَضْرِبُ اللّهُ الأَمْثَالَ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ
يَتَذَكَّرُونَ(سورة ابراهيم:۲۴،۲۵)
(آياته نه گورې چي الله دسپېڅلې کلمې مثال څنگه بيان کړی؟لکه يوه ښه ونه
چي جرړې يې(په زمکه کي)کي کلکي(ښخي) وي،اوځانگي
يې په اوچت طرف کي دي۲۴چي هروخت دخپل رب په حکم سره خپلي مېوې
راوړي،اوالله خلگوته دامثالونه(ځکه)بيانوي چي ښايې هغوی
پندترې واخلي۲۵)
په دې آيت مبارک کي الله جل جلاله دتوحيددکلمې لپاره مثال بيان کړی دی.
دمثال حاصل دادی چي لکه څنگه چي دخورماونه دډېروفائدووالاده،بېخ يې کلک
دی،ځانگي يې له زمکي څخه پورته دي داسمان وخواته
اوددې وني مېوې په هروخت کي په مختلفوډولونوسره موجودي وي.
نودغسي دمؤمن ايمان اوعقيده ده چي ددغي عقيدې بېخ کلک اومضبوط دی چي په
شکونواوشبهاتوسره له مينځه نه ځي،دغه عقيده په
زړه کي ده اوله دغي عقيدې څخه چي کوم عملونه پيداکيږي هغه پورته داسمان
خواته دقبوليت لپاره خېږي،
ددغي عقيدې برکات اوفائدې په هروخت کي ترلاسه کيږي هم په دُنياکي،هم په
قبرکي اوهم په آخرت کي.
کشجرة:دبخاري شريف په حديث کي راغلي دي چه له دغي وني څخه دخورما(کجورو)ونه مرادده.
طيبة:صورت يې خوندوردی،ډېري فائدې پکښي شته،په پاڼو اولرگوټولوکي يې فائدې شته.
دوني په مثال سره لکه څنگه چي مومخکي وويل،چي ددې ترقي اوتازگي په
اوبوورکولوسره راځي،همدارازدمؤمن ايمان هم ددين
په خبروسره تازه کيږي اوقوي کيږي.
همدارازدوني دقيام اودرېدلولپاره درې شيان ضروري دي:۱:بېخ۲:تنه۳:ځانگي.
دايمان لپاره هم درې شيان ضروري دي:
۱:دزړه يقين اوباور.
۲:په ژبي سره دايمان اقرارکول.
۳:اوعمل په اندامونه سره.
دغه درې شيان چي کله موجودوو،نوايمان به دانسان سره وي،خوکه دغه شيان
نه وو،نوبيادايمان پاته کېدل داسي گران دي لکه څنگه چي دوني پاته کېدل
ناشونی اوگران کاردی.
٣ – مؤمن به تل دالله جل جلاله په ذکرکې مشغول اوسي؛په هېڅ حالت کې به له
الله جل جلاله څخه نه غافله کيږي. که يې زړه بيداروي اوکنه،چې کله دی
هميشه دالله جل جلاله داحکاموپه عملي کولواخته وي، نوپداسې حال کې نفاق
دده زړه ته لاره نشي پيداکولی .
ددې برخلاف منافق داسې وي، چې کله که لږرڼاورته پيداشي، نوعمل کوي. که
نوي، نوپرواه نلري،نوپدې وخت کې دده زړه ته نفاق لارپيداکوي اوپداسې ډول
ورننووځي، چې ده ته يې احساس نه کيږي. ان تردې، چې منافقت يې په زړه کې
محکم اوکلک  شي. هغه وخت يې به اثاراونښانې څرگندي شي، چې نه يوازې  دده
عمل اودالله يادول دوام ونلري، بلکې کله ، چې خلک په يوځای کي شتون لري،
دی هم عبادت کوي ، که خلک نوي بيا غافل وي. ددې په نتيجه کي، چې له الله
تعالی  څخه حيااوشرم  نلري،  عبادت دمخلوق په وجه کوي، په زړه کې يې
دسزاپه ډول منافقت ننووځي .
الله پاک دې مونږ ټولوته توفيق راکړي  چې له هغوکارونوځان وساتو،چې
دانسان دمنافقت سبب گرځي
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحبه اجمعين
ليکوال:مولوي عصمت الله عزام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x