داشرف غني احمدزي حافظه ډیره قوي ده

داکیسه راته دغزني ولایت  دناوې ولسوالۍ   دملک دین دکلي اوسیدونکي مولوي حضرت یوسف وکړه چې په نږدې ورځو کې دبګرام له زندان څخه راخلاص شوی دی ، مولوي حضرت یوسف وایي چې پنځه کاله وړاندې  خارجي عسکرو دپکتیکا دوازیخوا په ګواشته کې ونیولم ، ډیر وخت په بګرام کې قیدي وم ، بیا یې پلچرخي ته نقل کړم ، خو له راخلاصیدو څو میاشتې وړاندې یې له ۶۰ تنو نورو بندیانو سره واپس بګرام ته یووړم چې دا ددې ټولو بندیانو په حق کې په ظلم دپاسه بل ظلم وو.

مولوي حضرت یوسف وایي کله یې چې دوباره بګرام ته یووړو ،  نوموږ همدې ملګرو هلته دلوږې اعتصاب وکړ ،

او په امریکایانو او دکابل په چارواکو مو اعتراض کاوو چې زموږ  خو محکمې نهایي شوې وې هرچاته خپله دقید موده اعلان شوې وه چې باید په پلچرخي کې مو تیره کړې وای ، تاسو بیرته ولې په ناقانونه توګه دبګرام زندان ته راوړو چې هیڅ قانون په کې نه چلیږي او نه بندیانو ته له خپلوانو سره دملاقات اجازه ورکول کیږي .

دمولوي حضرت یوسف په وینا بندیانو چې خولې یې ګنډلې وې ، په بګرم زندان کې یې دلوږې دا اعتصاب خورا اوږد شو ، امریکایانو چې هرڅو هلې ځلې وکړي خو بندیانو خپل اعتصاب ته دوام ورکاوو ، ترڅو امریکایانو وویل چې ستاسو غوښتنې څه دي ، موږ ورته وویل چې تاسو یو باصلاحیته پلاوی چې دکابل دحکومت استازي هم په کې وي موږ ته راولئ ترڅو موږ خپله دعوا ورسره مطرح کړو .

یومیاشت وروسته  امریکایان چې دکابل دحکومت په نمایندګي اشرف غني احمدزی او ګل رحمن قاضي هم ورسره وو ، راغلل اود بندیانو په نمایندګي زه  او دوه تنه نور کسان ورغلو ترڅو په  اعتصاب او دهغو په وجوهاتو ورسره وغږیږو .

ددې ملاقات په وخت کې اشرف غني احمدزي موږ ته وویل چې زه دکابل دحکومت یو باصلاحیته  نماینده یم ، او هرڅه چې وغواړئ زه یې کولای شم او تاسو داسې وبولئ لکه حامد کرزی چې خپله ستاسو دمشکلاتو دحل کولو لپاره راغلی وي ، نو تاسې خپلې غوښتنې له موږ سره شریکې کړئ .

مولوي حضرت یوسف وایي چې موږ ورته خپلې غوښتنې وړاندې کړې چې باید له بګرام څخه بیرته پلچرخي ته نقل شو ،دغه راز مو دبندیانو دمشکلاتو په اړه نورې هم ډیرې غوښتنې واورولې ، موږ وویل چې داغیرقانوني ده چې موږ له محکمې وروسته بیرته بګرام ته انتقال شوي یو موږ نه غواړو خپله دبند پاته موده دامریکایانو ترسلطې لاندې تیره کړو.

اشرف غني او ملګرو یې سرونه ښورول او وعدې یې کولې خو دتلو په وخت کې ما ورته  دبندیانو دغوښتنو ا و شکایاتو هغه لست ورکړ ، چې له وړاندې مې په یوه کاغذ ترتیب کړی وو ، اشرف غني احمدزي دغه لیک واخیست  خو دتلو په وخت کې ناڅاپه یوه امریکایي عسکر ورلاس کړ او هغه خط یې په زور ترې  واخیست او په انګریزي چې موږ یې په ځینو تورو پوهیدلو اشرف غني احمدزي ته په غوسه وویل چې ته نه شي کولای له دې ځای څخه داسې لیک وباسې ، ځکه دلته زموږ ولکه ده .

په دې مهال اشرف غني احمدزی هم ورسره ګډ شو او موږ یې چې څومره په خبره پوهیدلو د دوی په دې سره دعوه وه چې اشرف غني احمدزي ورته ویل چې دازموږ خاوره ده خو امریکایي ورته ویل چې دلته زموږ واک دی ، په پای کې اشرف غني احمدزي موږ ته مخ راواړاوو او ویې ویل چې  (موږ په داسې حالت کې قرار لرو )

مولوي حضرت یوسف وایي چې په دې مهال ما ورته وویل چې تاسو خو ددې لپاره راغلي وئ چې زموږ غوښتنې او شکایات له ځان سره یوسئ ، مګر اوس خو هغه شکایت لیک درنه امریکایي واخیست  !

اشرف غني احمدزي په دې وخت کې ځواب راکړ چې  ( زما حافظه ډیره قوي ده ماستاسو خبرې واورېدې  اوله ځان سره مې یاداشت کړې  )

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د