نادري ناولده

نیوزویک: زمبابوۍ ولسمشر له اوباما غوښتي چې واده ورسره وکړي

نن ټکی اسیا (جمعه، چنګاښ ۱۲مه ۱۳۹۴ل): د زمبابوۍ ولسمشر روبرټ موګابي د امریکا له ولسمشر بارک اوباما څخه غوښتي چې له ده سره واده وکړي.

موګابي چې د همجنس ودونو سرسخته مخالف دی په دغه غوښتنه امریکايي ولسمشر چې د همجنس ودونو ته په جواز یې خورا ډيره خوښي ښودلې وه، چېلینج کړی دی.

د نیوزویک د راپور له مخې د امریکا سترې محکمې د پریکړې وروسته چې له مخې یې نر له نر او ښځه له ښځې سره واده کولای شي موګابي د ملي رادیو سره په مرکه کې د امریکا په دغه غیرطبعي پریکړې طنز کړی او ویلي یې دي چې دی پلان لري څو واشنګټن ته ولاړ شي او ولسمشر اوباما مخې ته په زنګونو کیني او د واده غوښتنه ترې وکړي.

هغه ویلي چې دی نه پوهیږي چې څنګه خلک د هغه کار کولو جرات کوي چې عیسی علیه السلام د خدای په امر په هغې بندیز لګولی دی.

همجنس کسانو ودونه په ټولو ادیانو کې جواز نه لري او یو غیرطبعي عمل دی.

په امریکا کې همجنس ودونو ته جواز د نړۍ ولسونو په کلکو ټکو وغندلو او دا یې د انسانیت توهین وبللو.

د زمبابوۍ ولسمشر هم همجنس بازۍ ته اجازت د امریکايي ولس توهین بللی او په وینا یې دوی شیطان بې لارې کړل.

هغه ویلي چې د امریکا اساس د مسیحیت په اصولو ايښودل شوی دی لیکن سیاسي فسادي کړۍ ددغو اقداماتو په کولو سره اوس د تباهۍ پر لوري روانوي.

د یادونې وړ دی چې تېره اونۍ د امریکا سترې محکمې په دغه هېواد کې د همجنس ودونو اجازه ورکړه او دا یې د هر انسان قانوني حق وبللو.

تر دې وړاندې د امریکا په ۳۶ ایالتونو کې همجنس کسانو ودونو قانوني جواز درلود.
د امریکا ولسمشر د سترې محکمې پریکړه ستایلې وه او دا یې د مساوات پر لوري یو ستر قدم اخېستل بللي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوی دیوبندي

که واده وشوبچیان بي څرنګه تکسفین وي

ابوعبدالله کندهاری

نه پوهیږم چی په دوی دوو کی به کوم یو ماینه اوکوم میړه سی

طلحه افغان

سترگی خوداوباما مڑي دي نه پوهیږم چي ایسکه به څوک وګټي
کندهاری صاحب

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x