افغانستان

اصولي: یو کنډک په شپېته زره ډالره پلورل کېږي

نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۱۳مه، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت د کورنیو چارو وزارت له لوري پولې ته څېرمه د سرحدي ځواکونو د یو کنډک د مشرۍ څوکۍ په شپېته زره ډالره پلورل کېږي.

په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو استازی کمال ناصر اصولي وايي چې د څوکیو دغه پېر و پلور د کورنیو چارو وزارت د وزیر په ناخبرۍ کې ترسره کېږي.

نوموړي له یو تلویزون سره په خبرو کې د کوم خاص کنډک، اخیستونکي یا هم خرڅوونکي نوم یاد نه کړ، خو ويې ويل چې په لویه پکتیا کې د یو کنډک د مشرۍ په شپېته زره ډالره اخیستل شوې ده.

اصولي په داسې حال کې ډېورنډ کرښې ته څېرمه د سرحدي عسکرو د مشرۍ د څوکۍ اړوند پورته حقایق په ډاګه کوي چې تېره ورځ هم د پکتیکا په سرحدي سیمو کې جګړه شوې وه.

د پوځي شنونکو په باور سرحدي سیمو ته د احساس او وړتیا له مخې د مشرانو د معرفي پر ځای دغه ډول پېر و پلور دا په ډاګه کوي چې ګډ حکومت پخپل منځي اختلاف سربېره په سرحدي سیمو کې هم بلواکه دی.

د دوی په خبره په پوځي برخه کې ځکه یوه څوکۍ په دومره لوړ قېمت اخیستل کېږي چې هلته يې مشران په څو میاشتو کې د دې قیمت څو چنده پیسې برابرولای شي.

پر ډېورنډ کرښه ډېری د سرحدي ځواکونو قومندانان د پیسو یا هم په پاکستان کې د کور، ځمکې او موټر د ورکړو په ژمنو سره افغان خاوره پاکستاني ځواکونو ته پرېږدي او دوی را شاته کېږي.

د ننګرهار په ګواشته، د کندهار په معروف او د پکتیکا په انګور اډه سیمو کې د سیمې خلکو د پاکستاني پوځیانو د وړاندې راتګ علت همدا بولي او وايي چې سرحدي ځواکونه پخپله خوښه د پیسو یا هم نورو ژمنو په بدل کې خپلې پوستې را شاته کوي او پاکستاني پوځيان مخ پر وړاندې راځي.

د ګډحکومت له پیل سره د ډېورنډ کرښه پر رسمیت منل شوې ده، چې دم ګړۍ هم د دې کرښې په اوږدو د خندق کېندلو چارې روانې دي او هم د کرښې په دواړو غاړو د امنیتي پوستو د جوړولو تړون لاسلیک شوی دی.

شنونکي د ګډ حکومت له لوري د پاکستان په وړاندې د دې ټولو حرکتونو په بدل کې خاموشي یوه اشتباه بولي او وايي چې ښايي د پردې تر شا پاکستان د دې ټولو حرکتونو په بدل کې افغان حکومت کومې ژمنې ورکړې وي، چې عملي کېدل به يې هیڅ امکان ونه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x