هغه چې وايي نه يې دین شو نه دنیا!

دا یو منلی حقیقت دی چې متقلب او ابن الوقت کسان، ډلې او تش په نامه اسلامي حکومتونه دخپلې دوه مخۍ او له خپل دین، ولس او په عام ډول له انسانیت سره ددښمنۍ او کرکې له وجې آخر له یوې تاریخي شرمېدونکې پایلې سره مخ کېږي.

    دپاکستان دوه مخی او منافق سیاست ددې سبب شو چې هم داسلامي امت او په ځانګړي ډول دخپل ګاونډي هېواد او هم دخپلو بادارانو لخوا داسې ورټل شو او حیثیت یې له منځه لاړ چې دنورو لپاره لوی عبرت وګرځېد، الله تعالی په دې ټوګه انسانانو او په ځانګړي ډول مسلمانانو  ته ښيي چې ګورۍ دوه مخي او منافقت آخر دسړي دخپلو پښو زولنې کېږي.

    پاکستان په ټوله نړۍ او خصوصا اسلامي نړۍ کې هغه نامرد او بې غیرته حکومت و چې په خپل ګاونډي هېواد کې يې دیو اسلامي او قانوني حکومت په له منځه وړلو کې له امریکایانو سره داسې سخاوتمندانه مرسته وکړه چې حتی خپله امریکایان ورته حیران وو!
     دغه ناولي حکومت نه انساني اقدارو ته وکتل، نه یې نړیوالو نورومونو ته وکتل، نه يې اسلامي اصولو ته وکتل او نه یې دګاونډیتوب حقوقو ته وکتل، ددې ټولو اصولو او رواجونو پر خلاف یې داسلام او مسلمانانو له دښمنانو سره لاس یو کړ، اود یو اسلامي حکومت په ړنګولو کې داسلام او مسلمانانو له دښمنانو سره یې مرسته وکړه.

     په دې خو ټول پوهېږي چې که پاکستان داسلامي امارت په ړنګولو کې له امریکا سره مرسته نه وای کړې نو امریکا به نه وه توانېدلې چې له څو سوه کېلو متره لیرې واټن نه وکولی شي له مسلمانانو سره دجګړو اورونه بل، او یو آزاد او خپلواک هېواد اشغال کړي، دغه ظالم حکومت پردې هم بسیا ونه کوله بلکې دیو څو ډالرو دلاسته راوړلو لپاره یې په سلهاوو مسلمان مجاهدین په خورا نامردۍ او بې غیرتۍ سره ونیول او پر کفارو یې خرڅ کړل، دا لا څه چې دیو داسې حکومت رسمي استازی چې دوی خپله په رسمیت پېژندلو دټولو نړیوالو قوانینو پر خلاف یې په خپل کور کې په داسې حال کې چې همدوی ورته مصونیت ورکړی وو ونیولو او بیا یې پر امریکایانو خرڅ کړ.

     فکر کوم دا به په تاریخ کې لومړی ځل وي چې دیو ملک سفیر په داسې غیر قانوني او نامرده توګه نیول کېږي او دیو څو ډالرو او یا آني ګټو، او یا ددښمن دخوشحالولو لپاره پر دښمن خرڅېږي! په دغه کرغېړن او ناځوانه عمل سره پاکستان نه یوازې په اسلامي تاریخ، بلکې په انساني تاریخ کې پر خپل تور تندي دشرم او نامردۍ تور داغ ولګولو، چې تر پېړیو پېړیو به ددوی راتلونکو نسلونو ته لوی پیغور او دشرم دردناکه څاپېړه وي.

     دوی فکر کولو چې په دې توګه به امریکا خوشحاله کړي، یا به یې وغولوي، مګر دا دي اوس ګورو چې همغه امریکا چې دوی یې په خورا خوشحالۍ سره دغلامۍ کړۍ په غاړه کې واچوله، او دهغوی درضا کولو لپاره یې له هېڅ رنګه ناروا او غیر انساني کړنو څخه مخ وا نه ړولو همغه امریکا نن په دومره سپک نظر ورته ګوري او داسې یې رټي چې درسمي ولسمشر لپاره یې چې همدوی ورغوښتی و دلیدو کتو لپاره وخت نه لري!!

     دبې بې سي دخبر پر اساس کله چې زرداري دشیکاګو کنفرانس ته لاړ، هلته نه دامریکې ولسمشر اوباما او نه دناټو عمومي سر منشي راسموسن ورسره وکتل! دا په حقیقت کې دیو ملک لپاره لوی ګوزار دی، که څه هم چې دنه کتلو لپاره ځینې توجیهات کېدای شي مګر اصلي خبره دا ده چې الله جل جلاله له دغه ظالم نه دسلهاوو مظلومو مسلمانانو انتقام اخلي، کوم چې دوی ددوه ډالرو لپاره داسلام پر دښمنانو خرڅ کړل!

     پاکستان له امریکې سره په ملګرۍ بلکې غلامۍ کې دا ګټه وکړه چې هم یې په اسلامي نړۍ کې هغه څه نا څه حیثیت یې چې درلود بایلود، او هم دا دي اوس خپله دامریکې له خوا په خورا ذلت او رسوایۍ سره رټل کېږي، او دا دهغه مبارک حدیث ښه مصداق کېدای شي چې وایي ( من أعان ظالما سلطه الله عليه ) چاې چې دظالم مرسته وکړه الله جل جلاله به یې پر ده مسلط کوي، دا دي دسر په سترګو مو ولیدل، هغه امریکه چې پاکستان یې مرسته وکړه نن دا دي خپله دده دسپکاوي او ذلت لپاره لارې چارې لټوي، او هیله ده چې له داسې تاریخي ذلت او رسوايۍ سره به مخ شي چې دنړۍ له نقشې یې نوم او نشان ورک شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د