
سلف او روژه (30/17)
د رسول الله جود او سخا
لکه څرنګه چې رسول الله صلي الله علیه وسلم یوکامل انسان و او ټول غوره اخلاق یې لرل داراز بدني او خلقي ټول غوره والي الله پري لورولي و، نو په سخا او جود کې هم ترهرچا زیات و، د جود او سخا غوره صفت په رسول الله صلي الله علیه وسلم کې ترنبوت نه مخکي هم په پوره معنا موجود و او له خوارانو او مسکینانو سره به یې هرډول مرسته او کومک کاوه او دا خبر ه د رسول الله د نبوت د مهال دسختیو ملګرې خدیجي رضي الله عنها له هغو خبرو ښه معلومیږي چې کله یې د نبوت په لومړی ورځ هغه ته کړې وې.
له نبوت نه مخکي د رسول الله صلی الله علیه وسلم د جود او سخا په اړه دا روایت رااخلو: په رسول الله صلي الله علیه وسلم چې د لومړي ځل له پاره د (اقرأ) وحي نازله شوه او کورته راغی نو خپلي درنې او هوښیاري میرمني ته یې وویل : “لَقَدْ خَشِيتُ عَلَى نَفْسِي. زه په ځان ویریدم، هغې ورته وویل : كلا وَاللَّهِ مَا يُخْزِيكَ اللَّهُ أَبَدًا، إِنَّكَ لَتَصِلُ الرَّحِمَ، وَتَحْمِلُ الْكَلَّ، وَتَكْسِبُ الْمَعْدُومَ، وَتَقْرِي الضَّيْفَ، وَتُعِينُ عَلَى نَوَائِبِ الْحَقِّ”.[البخاري]. یعني : د ډار هیڅ خبره نشته او هیڅکله مه ویریږه ! الله به هیڅکله تا ذلیل نه کړي ، ځکه ته له خپلوانو سره خپلوې پالي ، د هغوی ستونزو ته وږه ورکوې ، د خوارانو او نادارو مرسته کوې ، میلمانه پالي ، او خلکو ته په ورپیښو ستونزو کې له هغوی سره مرسته کوې .
د رسول الله صلي الله علیه وسلم دا صفات د نبوت نه مخکي وخت دي او کله چې پیغمبر شو د وحي په برکت یې دا صفات څو برخي زیات شول ، دانس په روایت کې راځي : رسول الله په ټولو خلکو کې ډېر ښایسته و ډېر زړور و ، او ډېر سخي و، یوه ورځ د مدیني خلک څه شې وویرول رسول الله صلي الله علیه وسلم په اس سپور و او دویري ځای ته له ټولو خلکو مخکي ورسید، او ویې ویل: دې آس د بحر په څیر میده تګ کاوه: “كَانَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَحْسَنَ النَّاسِ وَأَشْجَعَ النَّاسِ وَأَجْوَدَ النَّاسِ، وَلَقَدْ فَزِعَ أَهْلُ الْمَدِينَةِ فَكَانَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ سَبَقَهُمْ عَلَى فَرَسٍ وَقَالَ وَجَدْنَاهُ بَحْرًا”.[البخاري].
د انس یو بل روایت مسلم راخیستی دی هغه وایي: د اسلام په نوم به چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم هرشی وغوښتل شو ده به ورکاوه ، دی وایي: یوسړی ورته راغی د دوو غرونو په منځ کې یې ټولي میږي ورکړې هغه چې کله خپل قوم ته ستون شو هغوی ته یې وویل: ای زما قومه ! اسلام ومنئ محمد دومره ورکړه کوي چې د ده له ورکړي وروسته د نیستي ویره نشته. “مَا سُئِلَ رَسُولُ اللهِ -صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ- عَلَىَ الإِسْلاَمِ شَيْئاً إِلاَّ أَعْطَاهُ، قَالَ: فَجَاءهُ رَجُلٌ فَأَعْطَاهُ غَنَماً بَيْنَ جَبَلَيْنِ، فَرَجَعَ إِلَىَ قَوْمِهِ، فَقَالَ: يَا قَوْمِ أَسْلِمُوا، فَإِنَّ مُحَمَّداً يُعْطِي عَطَاءً لاَ يَخْشَى الْفَاقَةَ” رواه مسلم.
په یوه بل روایت کې انس رضي الله عنه وایي: که یوڅوک به د دنیا له پاره هم مسلمان شو وروسته به اسلام له هرڅه ورته ګران و، د مسلم په یوه روایت کې راغلي : صفوان ابن امیه وایي: په خدای سوګند ماته رسول الله ډېر زیات شی راکړ ،په خدای سوګند هغه مې له هرچا بدایسیدی خو د هغه راکړو او صدقو هغه په ما باندي له هرچا زیات ګران کړ. عن صفوان بن أمية قال: “وَاللهِ لَقَدْ أَعْطَانِي رَسُولُ اللهِ -صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ- مَا أَعْطَانِي، وَإِنَّهُ لأَبْغَضُ النَّاسِ إِلَيَّ، فَمَا بَرِحَ يُعْطِينِي حَتَّىَ إِنَّهُ لأَحَبُّ النَّاسِ إِلَيَّ”. (رواه مسلم)
مخکي مو د بخاري شریف یو روایت راخیستی و هغه کې راغلي و: نو رسول الله صلی الله علیه وسلم د خیر په چارو کې له تیز باد نه هم تیز و. فَلَرَسُولُ اللَّهِ -صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ -أَجْوَدُ بِالْخَيْرِ مِنْ الرِّيحِ الْمُرْسَلَةِ. دا په داسي حالت کې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم شتمن هم نه و، خو بیا هم دومره زیاته سخا او جود بیخي حیرانوونکي دی! او د دې لویه موخه امت ته تعلیم ورکول و، هغه امت ته د سخا په دې لوړ خوی دا ښووله چې خپل مال او شتمني له مسکینانو او خوارانو سره شریکه کړئ.