د محمد سرور دانش له مطبوعاتي دفتره خپره شوې اعلاميه کې نوموړي پر دې خواشيني ښوولې ده، چې د دوی پر لپسې هڅو او اړیکو کومه ګټه ونه کړه.

دانش: د جلریز «فاجعه» د بې مسوولیتۍ پایله ده

نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۱۳مه، ۱۳۹۴ل): د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د میدان وردګو په جلریز ولسوالۍ کې شوې جګړه «فاجعه» بللې او علت يې د امنیتي مسوولینو بې مسوولیتي بللی دی.

د محمد سرور دانش له مطبوعاتي دفتره خپره شوې اعلاميه کې نوموړي پر دې خواشيني ښوولې ده، چې د دوی پر لپسې هڅو او اړیکو کومه ګټه ونه کړه.

پرون -جمعه؛ چنګاښ ۱۲مه – طالبانو د جلریز د څوارلسو پوستو د نیولو او دېرشو عسکرو د وژلو خبر ورکړ، چې دولتي سرچینو د دېرشو عسکرو وژل تایید خو د دوولسو پوستو د نیولو يې ومنل.

سرور دانش وايي چې له امنیتي ځواکونو سره يې شېبه په شېبه اړیکه نیوله،خو په خبره يې ځکه يې تاثیر و نه کړ، چې نوموړی « عملاً د یو ډول بې مسوولیتۍ، کم کارۍ، ځنډ او نا هغمږۍ» شاهد پاتې شوی دی.

نوموړي په جګړه کې پر وژل شویو عسکرو خواشيني ښوولې او هم يې د هغوی له کورنیو سره د غمشريکي څرګنده کړې ده، هغه وايي چې دا یوه ترخه پېښه ده، خو تر دې تریخ واقعیت دا دی چې ولې د پلازمېنې په څنګ کې دا ډول «فاجعه» وشي؟

نوموړي پر دې اعتراف کړی چې د طالبانو له لوري دا برید نه لومړی او نه هم اخرینی دی، بلکې له دې وروسته به هم تکرارېږي خو په وینا يې دوی يې باید د تکرار مخه ونیسي.

د میدان وردګو ولایت د ولایتي شورا غړو هم د دې ولسوالۍ د ګڼو پوستو سقوط اندېښمن بللی دی او پلازمېنه کابل کې يې له لوړپوړو امنیتي مسوولینو سره د دې ولایت د سقوط اندېښنې شریکې کړې.

د ولایتي شورا وکیلانو اندېښنه وښوده، چې که يې د جلریز ولسوالي سقوط شي، نو د میدان وردګو ولایت مرکز هم له ګواښ سره مخ کېږي.

له بله اړخه ځينو ازادو سرچينو تېره نیمه شپه د دې ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړی دی خو د دولت یا هم طالبانو رسمي سرچينو يې په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

حیرانونکی ، په دی اواخرو کی د غنی له ټیم څخه هغه خبری راښکاره کیږی چه ډیر ساده سړی به یی هم ونه کړی لکه هغه ورځ چه نبیل او علومی کولی او نن یی بیا دانش کوی . دانش که نادانش وایی ، چه د جلریز فاجعه د بی مسولیتیو په نتچه کی رامنځته شوه ، او بیا د دی د تفصیل داسی کوی په جلریز چه طالبانو یرغل کړی وو ، مونږ حالات تعقیبول ، زمونږ له ځواکونو چا سم معلومات نه راکولو یعنی همااهنګی او ابتکار عمل یی نه درلود . بیا په دی هم اعتراف کوی… نور لوستل »