د سيد التابعين حسن بصري(رح) ژوند ته لنډه کتنه

ټولونه: حمدالله دانشمند

د حسن بصري (رح) د پلار نوم ابوالحسن يسار د زيد بن ثابت (رض) مريی وو، او د مور نوم يې (خيرة) دامّ سلمې (ام المؤمنين رضي الله عنها) مينځه وه چې د ده مبارک پلار(ابوالحسن يسار) ور سره له اعتاق وروسته د عمر (رضي الله عنه) د خلافت په دور کې واده وکړ.

حسن بصري (رح) په مدينه منوره کې په کال (۲۱ ه- سپوږميز) کې، د ياد خليفه (رض) د خلافت په وروستو کې وزېږېد، د ژوند لومړی پړاو يې په «وادي القری» نومي ځای کې بشپړ کړ .

حسن بصري (رح) دعلم، زهد، تقوی، شجاعت، اوفصاحت تر څنګ د هر ښه صفت او لوړو کمالاتو وياړ لاره، چې نوموتو او مخکښوعلماؤ يې په اړه بېلا بېلې ستاينې کړې،د ده مبارک و دې ستر مقام ته د رسېدو (۲) لامله په ګوته شوې:

لومړی : ده د ام المؤمنين “ام سلمې” (رض) په مبارکو شيدو وده کړي .
دويم : امير المؤمنين “عمر” فاروق (رض) و ده ته دا دعاکړي «اللهم فقهه فی الدين، و حببه الی الناس، » ژباړه : اې الله (ج)ته و ده (حسن بصری [رح]) ته په دين کې پوهه ور په برخه کړه، او خلکو ته يې ور دوست کړه، له “ابوعمرو الشباب” (رح) نه د ده په سند نقل شوی ، وايې : « ام سلمې (رض) به د ده مور (خيره) د يو کار لپار واستوله ده به ژړل ، هغې مبارکې به په خپل تي اراماوه، کله به يې “صحابه کرمو” (رض) ته ور ويست هغوی (رض) به ورته د برکت دعا وکړه ، يوه ورځ يې و عمر (رض) ته ور ويست ،هغه مبارک ورته د”ديني پوهي …” دعا وکړه ،» .

نوموړي د “ابن الجزري” په قول قرائت په “حطان بن عبدالله الرقاشي”،”ابوالعاليه” او “زيد بن ثابت” (رض) تر سره کړ . د نوموړي روايت له عمران بن حصين، مغيرة بن شعبة، عبد الرحمن ابن سمرة، نعمان بن بشير، ابن عباس، عمرو بن تغلب، معقل بن يسار، انس بن مالك اونورو ډېرو صحابه وونه ثابت دی، له ده نه هم ډېرو روايت کړی .

حسن بصري (رح) نوموتی خطيب، د ډير نرم زړه څښتن وو،
نبي عليه السلام مبارک به د جمعي د خطبې پر مهال د ونې يو وچ ډډ(لرګي) ته تکيه وهله، کله چې خلک ډېرشو نو عليه السلام مبارک و فرمايل : «ځما لپاره يو منبر تيار کړۍ، چې کله هغه مبارک منبر ته د خطبې لپاره بالا شو ياد لرګی و عليه السلام مبارک ته په ژړا شوانس (رض) وايې : ځه په مسجد کې وم ژړايې ما په مسجد کې اورېده، تر هغو يې ژړل چې نبې عليه السلام ور ښکته شو، او په غېږ کې يې ونيو بيا قرار شو » .

حسن بصري (رح) چې به دا حديث بياناوه د ه مبارک به وژړل بيا به يې وويل : «اې د الله (ج) بندګانو! وچ لرګی نبي عليه السلام ته ژاړي ورنه د ويصال او ملاقات غوښتنه کوي، نوتاسو خو هرو مرو بايدنوموړی مقام خپل کړئ » .

نور بيا …

ماخذ: خلاصه له (سير اعلام النبلا ۴/ ۵۸۵) او (معجم حفاظ القران ۱/ ۸۰)