آیا کرزی په رښتیا دومره واک لري؟

په ګڼو خبري رسنیو کې داسې خبر خپور شو چې کرزي امریکې ته دخپل سفر په ترڅ کې دسي ان ان له تلویزیون سره په یوه مرکه کې ویلي چې تر هغه به ډانا روراباکر ته چې دامریکې په سنا مجلس کې دبهرنیو څېړنو دجرګه ګۍ مشر دی افغانستان ته دتګ اجازه ور نه کړي تر څو چې نوموړي دافغانستان په اړه خپله ژبه نه وي بدله کړې او اساسي قانون ته یې درناوی نه وي کړی!
    رورا باکر هغه امریکايی دی چې دروان کال دجنورۍ په میاشت کې یې په برلین کې له یو څو افغانانو ته منسوبو جنایتکارانو سره دافغانستان دتجزیې او فدرالي کېدو پر سر خبرې وکړې.

    همدا رنګه نوموړی داپریل په پیل کې چې افغانستان ته یې دتګ تصمیم درلود له دوبۍ نه بیرته راستون شو، او علت یې دا وښودل شو چې افغانستان ته دتګ لپاره په دې جرم ویزه ور نه کړل شوه چې دافغان ولس په وړاندې یې ظلم او ناروا ته بډې راوهلې دي، او اوس کرزي خان په اصطلاح چې ځان دافغانستان قانوني ولسمشر بولي یو ځل بیا دا خبره ټینګه کړې چې تر هغه به نوموړي ته افغانستان دتلو اجازه ور نه کړل شي تر څو چې نوموړي په دې اړه خپل لوری نه وي بدل کړی.

    له هر څه نه دمخه باید ومنو چې دا یو ډېر پر ځای او دستایلو وړ ګام دی، خو په هغه وخت کې چې یو ملک په رښتیا خپلواک او مستقل وي؛ ځکه هر ملک او هېواد دا حق لري چې دا رنګه کرغېړن او لوغړن چې دنوموړي هېواد دتجزيې او ویشلو پلان په سر کې لري او عملي کار ورته کوي خپلې خاورې ته پرې نه ږدي، بلکې که یې وس وشي باید دمحاکمې مېز ته یې راکش کړي، او حتی دله منځه وړلو هڅې یې هم وشي؛ ځکه دیو هېواد تجزیه داسې آسانه خبره نه ده چې په سړه سینه او پرته له کوم اخ اوډب نه تر سره شي، بلکې خامخا دزرهاوو انسانانو دوینو او سرونو په قیمت تمامېږي، دا خو لا څه چې دیو ملک تجزیه کول دهغه پر سینه دچاړې را کاږل دي، نو چې یو څوک ددومره انسانانو وینو تویولو او له منځه وړلو ته زړه ښه کوي ضرور ده چې باید مخکې له مخکې دی خپله له منځه یوړل شي.

   خو اوس خبره دلته ده چې آیا کرزی ددې واک لري؟  او آیا همدغو لنډغرو امریکایانو دافغان ولس په حق کې له دې نه زیات کرغېړن کارونه نه دي کړي؟ او همدا اوس بالفعل نه دي پرې لګیا؟
دا به ټولو ته معلومه وي چې کرزی وخت پر وخت په ډاګه دخپلو میلمنو له لاسه ژاړي! او وایي چې زما وس نه پرې رسېږي! ټول ګوري چې هغه امریکایان چې دافغانانو پر کورونو چاپې وهي، په خورا وحشت او بې دردۍ سره یې شهیدانوي، په خپلو شخصي زندانونو کې یې دالس کاله ساتل او اوس یې هم ساتي، فصلونه او شنه باغونه یې ورته لوټې لوټې کوي، کلي او کورونه یې بمباروي، ښارونه او بازارونه یې له خاورو سره خاورې کوي، په ودونو، جنازو او ختمونو باندې یې ړندې او قصدي بمبارۍ کوي! پر ترجمانانو، صاحب منصبانو او ماشومانو یې جنسي تیري کوي! دشهیدانو جسدونو ته اور ورته کوي، پر شهیدانو بولې کوي!!! او همدغه سړي خواره خونخواران همدغه دافغانستان دهوايي ډګرونو له لارې افغانستان ته داخلېږي! آیا کرزي یوه ورځ دویزې پوښتنه ترې وکړه چې تاسو دلته په ویزه راځۍ او که بې ویزې؟ آیا یوه ورځ یې وکولای شول چې په دبۍ یا نورو ښارونو کې خپلو سفارتونو ته ووايي چې دغو جنایتکارانو ته ویزې مه ورکوۍ؟ که یې کړي نو کله او چېرې؟ او که یې نه دي کړي نو ولې؟

     خبره ښکاره ده چې کرزی ددې واک نه لري! او دا خبره دی خپله کوي او مني یې، په کراتو مراتو یې درسنیو له لارې کړې ده، ښه چې خبره داسې شوه نو بیا یو امریکايي ته هېواد ته دداخلېدو اجازه نه ورکول  چې دافغانستان دفدرالي کېدو پلان لري څه معنی لرلی شي؟ خبره ښکاره ده چې دا هسې یوه سیاسي لوبه ده، کرزی غواړي په دې توګه خپل ځان دخلکو په وړاندې مستقل وښيي، دولس په سترګو کې خاورې ور وشيندي، او زما ټینګ باور دی چې که همدا اوس اوباما خان هسې سترګه ور ته ووهله چې سړیه پرې یې ږده نو په هغه ساعت به په کابل کې له کرزي نه لوړ ناست وي!

     ټولو ولیدل چې دزنګاوات دخونړۍ غميزې هغه ستر جاني او وحشي پرته له کوم چون او چرا په خورا ډاډه زړه دهمدغه افغانستان دهوايي ډګرونو له لارې وووت! چا ورته وویل چې مه ځه؟ او کله چې وووت چا ورته وویل چې ولې؟ او کله چې راغلی و چا ترېنه پوښتلي وو چې دڅه لپاره راغلی یې؟ دا خو لا څه چې هغه نور لنډغر یې چې په همدې خونړۍ پېښه کې ورسره شریک وو لا تر اوسه همدلته په بې غمه زړه او هسکو سترګو شپې او ورځې سبا کوي! ټول پوهېږي چې خبره دلوی او اوږده تور اوباما خان ده، هغه چې څه کوي یا یې غواړي بیا یې نو نه کرزی پر وړاندې دسترګو پورته کولو توان لري او نه مرزی!

    په دې خو ټول پوهېږي چې که دغه امریکایی  افغانستان ته پرې نه ښودل شی هم دی خپل کار کولی شي، دی کولی شي خپل ګوډاګیان کوم بل هېواد ته ور وغواړي او هلته پروګرامونه او مشورې  ورکړي، لکه برلین ته یې چې ور وغوښتل، بلکې له همغه ځایه امر پرې کولی شي چې په دې لوري ونڅېږۍ او یا په دې! داسې ووايۍ او یا داسې! او ګوډاګیان یې هم دومره ورته مخلص دي چې په هېڅ امر کې به یې نه او نو ونه وايي.

   که کرزی په رښتیا کوي نو دغه ګوډاګیان یې چې دده په ترخ کې ناست دي، دا دي راونیسي، یا یې دې له دغه کرغېړن پلان نه صرف نظر کړي او یا یې دې له هېواد نه بهر کړي! خو ای کاش چې کرزي خان دومره ولس درلودی! او یا یې دداسې کولو اراده لرلی!

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د