چې منصب مسؤليت شي

خالد روښان

د اسلام تاريخ پر ځلاند او د مسلمانانو د سر لوړی پير کې حکومتي مناصب اشخاصو ته د يوه مسؤليت په ډول سپارل کيده، يو دروند بار ؤ، نو ځکه هرچا په اسانی اوږه نه ورلاندې کوله.

امام ابو يوسف رحمه الله خپل کتاب «الخراج» کې وايي:

عمر رضي الله عنه چې کوم ولايت چاته سپاره، نو د خلکو په حضور کې به يې څلور شرطونه پرې کېښودل:

په ترکي اس به نه سپرېږې

باريکه – او قيمتبها – لباس به نه اغوندې

د غنمو سپينه ډوډۍ به نه خوري

دوازه به نه بندوي، او نه به دروانچي دروي

يوه ورځ کوڅه کې روان ؤ غږ پر وشو، يو سړي راغی او ورته يې وويل:

ای عمره! آيا ته ګمان کوې چې دا شرطونه به مې له الله تعالی خلاص کړي، ستا د مصر والي عياض بن غنم، باريکه لباس استعمالوي، او هم يي دروانچي درولی! عمر رضي الله عنه محمد بن سلمة راوغوښته، ورته يې وويل:

په کوم حال دې چې د مصر والي عياض بن غنم ومونده، رايې وله. محمد بن سلمة وايي: کله چې ورغلم، دروانچي يې درولی، او چې ورننوتم، باريکه جامې يې په تن وې.

ما ورته وويل: امير المؤمنين ته راشه.

هغه وويل: وخت راکړه چې چپن واغوندم.

ورته مې وويل: نه، همدې لباس کې به ځو..

سړی هماغه لباس کې عمر رضي الله عنه ته وړاندې کړای شو، امير المؤمنين ورته وويل: دا جامې وباسه. د پنبی جوړ لباس، او يوڅه ګډې او امسا يې ورکړه، ورته يي وويل: دا لباس واغونده، امسا درواخله او لاړشه دا رمه څروه، څوک چې درباند تېريدل شيدې پری څښه، او دا وايه چې دا راباندې د الله تعالی ډېره مهربانی ده، وادی ورېده؟ هغه وويل: هو. خو مرګ تر غوره دی.. عمر رضي الله الله عنه به ورته خپله خبر تکراروله، هغه به ويل:

مرګ تر غوره دی..

عمر رضي الله عنه ورته وويل: دا ولې بدګڼی؟ آيا د پلار نوم دې غنم ندی، او دا ځکه چې هغه هم رمې (ګډې او بيزې) څرولي..

ويې ويل: هو ای امير المؤمنين.

عمر رضي الله عنه ورته وويل: زه بيرته دا جامې وباسه.. او دندې ته دی ستون شه..

وايي: لدې پيښې او درس وروسته په ښه دنده رسولو کې يي ورته والي شتون نه درلوده.

دا له ننه تقريبا څوارلس کاله مخکښې!

څوک به ترې عبرت واخلي! آيا موږ نن داسې حاکم لرو چې خپل وزير يا والي سره د دا ډول محاسبې کولو اهليت ولري؟

دې عصر کې د نړۍ هيودونو ترمنځ پر پرمختګ او خپل ولس سره پر وفا او خدمت کولو سيالی روانې دي، او د هغوی له وزير، والي او قاضي نه نيولی تر يو عادې ماموره پورې ټول محاسبې ته وړاندې کيږي. خو زموږ د حاکمانو وښکي اوس هم د خپل ولس پر وينو سره دي، داسې اهل لا نلرو چې خپل وزير سره محاسبه وکړي، يا ورته لکه دعمر رضي الله عنه شرطونه وړاندې کړي…

نن بې له استثناء د اسلامي نړۍ هر هيواد کې وزازت او ولايت د برخې په ډول ويشل کيږي، هر والي او وزير خپل منصب د خپل مهارت ثمره بوللی، هيڅوک پرې نه دنيوکې حق لري، او نه د محاسبې؛ ځکه هغه چې ده سره محاسبه کوی خپله ….

دا ډير یو د افسوس ځای دی؛ چې دې عصر کې ګرده اسلامي نړۍ کښې لږ ترلږه د خپل زوړ تاريخ يو بيلګه قدری هم نشو موندلو!

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د