محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم

اسدالله رزین

خاتم الانبیا محمد رسول الله
قرآن پرې نا زل سوی رڼا ستوری د سبا محمد رسول الله

دنیاپرې منوره که لره ده که بره
دوحئ پلوشې پرې تسلې زړه دهرچا محمد رسول الله

درو دونه له هرخوا په پاک نبي پیشوا
میلا ديې پیلامه شوه دوحشت دورکیدا محمدرسول الله

کسراراچپه کیږي بروجونه يې نړیږي
ظلمت بستره ټوله کړه خپره سوله رڼا محمد رسول الله

یتیم چې شوپیدا دموردزړه دوا
راټول شوامیدونه په نیکه له هرې خوا محمد رسول الله

په زړوکې هوسونه پوره کیږي آرمانونه
راغونډې پلوشې ټولې شوې غارته دحورا محمد رسول الله

(رزینه )ته يې لیکه خبرمه هیروه
معزز يې انسانیت کړ چاپیړ خورؤدهرچا محمد رسول الله

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د