شعـــــرونه

دبدبختيو سېلۍ

لکه چي زموږپه چم راغلې دمرمیو سیلۍ
رقیبه کوردي کړه خراب داسویلیو سیلۍ

که دراتلونکي بدانجام انځوردي مخکي وینې
کړه درپه یادپه ابرهه دتوتکیو سیلۍ

دامو یقین دی چی درځی به که لږ صبر وکړو
بیا واشنګټن ته دزخمونواو زګېرویوسلۍ

ګومان کوم یاست یرغلګردحافظې مریضان
درنه ده هېره زموږدتورو دشرنګیو سیلۍ

خیرکړې خدایه وړي حیامو دپتمنو پېغلو
راته راغلې بیا له غربه دخد یو سیلۍ

ورځم بلبل زړه می خزان نکړی ویریږم ترې نه
راځي دکلي چناروته له غونډ یو سیلۍ

الهامه ! هرچاته داوایه چی اعمال اصلاح کړۍ
بدعملونه راولي دبدبختیوسیلۍ
سیداحسان الله لهام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x