افغانستان

کندوز: افغان ځانګړو ځواکونو پر یو روغتيايي مرکز برید کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۱۳مه، ۱۳۹۴ل): په کندوز کې افغان ځانګړو ځواکونو د بې پولې ډاکټرانو پر یو روغتون بريد کړی دی او ډاکټران يې له ډبولو وروسته د روغتون تړلو ته اړ کړي دي.

د رویټرز خبري اژانس په حواله افغان ځانګړو ځواکونو د القاعده ډلې د یو غړي د پلټنې په پلمه پر دې روغتون بريد وکړ او نږدې لسګونه کارکوونکي يې له ډبولو وروسته له روغتونه وشړل.

د افغان ځانګړو ځواکونو قومندان عبدالله هم مني چې په کندوز کې د دوی ځواکونو د روغتون کارکوونکي وهلي خو په وینا يې د دوی عسکرو د القاعده د یوټپي کس د پلټنې په موخه دغه روغتون په نښه کړ، چې په خبره يې د عملیاتو له پایلو خبر نه دی.

په کندوز کې د بې پولې ډاکټرانو د سازمان غړي وايي چې افغان امنیتي ځواکونه د روغتيايي کارکوونکو بې احترامي کړې ده او د دوی ګڼ ملګري يې سخت ډبولي دي.

د کندوز د ولایتي شورا مرستیال هم د پېښې پخلی کړی دی او ويلي يې دي چې ځانګړو ځواکونو ډاکټران له روغتونه نه دي شړلي، بلکې له ډبولو وروسته ډاکټرانو احتجاجاً روغتون تړلی دی.

د کندوز اوسېدونکي وايي چې د دې روغتون تړلو له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي، ځینو خو يې د ځانګړو ځواکونو له لوري د خپلو ناروغانو د ډبولو هم ويلي دي.

د دوی په خبره عسکرو د دوی ناروغان د طالبانو په نامه ډبولي او لا يې روغتيايي وضعیت ور خراب کړی دی، هغوی پر دولت غږ وکړ چې څومره ژر کېږي د دې پېښې پوښتنه دې وشي او روغتون دې بېرته خلاص شي.

بې پولې ډاکټرانو سازمان د طالبانو له سقوط وروسته په افغانستان کې کار پیل کړ، په ۲۰۰۴ کال يې د نامعلومو دلایلو له مخې خپل دفتر وتاړه او په ۲۰۰۹ م کال کې يې بېطرته پر فعالیت پیل وکړ.

د افغان عسکرو له لوري ولسي وګړو او خیریه ټولنو تر دې وړاندې هم شکایتونه کړي و، خو دا لومړی ځل دی چې افغان ځانګړي ځواکونه پر یو روغتيايي مرکز بريد کوي او کارکوونکي يې په شړلو مجبوروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x