
کابل: د ملي اردو پر روزنځای توغندیز برید وشو
نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۱۳مه، ۱۳۹۴ل): نن سهار وختي د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د ملي اردو د عسکرو پر روزنځی توغندیز برید وشو.
عیني شاهدان وايي چې سهار وختي درې توغندي د محمد قسیم فهیمي اکاډمي ته ورتوغول شوي دي چې له تلفاتو يې معلومات نه لري.
د محمد قسیم فهیم اکاډمي د قرغې پر سړک قمبر څلورلارې ته څېرمه موقعیت لري، چې پکې د اردو عسکرو ته روزنه ورکول کېږي.
د کابل امنیتي مسوولینو د پېښې په اړه څه نه دي ويلي او نه هم د توغندیز بريد مسوولیت تر اوسه چا په غاړه اخیستی، خو ورته توغندیز بريدونه امنیتي مسوولینو ډېر وخت د وسله والو طالبانو کار بللی دی.
ياده دې وي په دې اکاډمي کې د طالبانو د یو نفوذي ملګري له لوري د ۲۰۱۴م کال د اګسټ په پنځمه یو لوړ پوړی امریکايي پوځي چارواکی ووژل شو.
د رفیق الله په نوم یو تن د مارشال فهیم په پوځي اکاډمۍ کې پر ترتیب شویو مراسمو برید وکړ چې په ترڅ کې یې د جنرال هارلډ ګرین پر وژل کیدو سربیره ۳تنه نور لوړپوړي امریکايي او الماني افسرن مړه او ۱۸ تنه نور پوځي افسران مرګوني ټپیان شول.
۵۵ کلن ډګر جنرال هارلډ ګرین د امریکايي پوځ تر ټولو لوړپوړی امریکایي افسر و، چې د ویتنام تر جګړې وروسته په افغانستان کې د خپل پوځي ماموریت په مهال ووژل شو.
د طالبانو هڅی نوم دی ، ددی وطن کاڼی بوټی ، دشتی ، غرونه سیندونه ، هوا ، وچه او لمده ، ماشومان ، سیاه سری سپین ږیری مجاهد دی حیوانات می ورله لیدلی چه له اشغلګرو یی کرکه لرله یوه غوا می یوه ورځ لیدله چه د اشغالګرو په یوه عسکر حمله اوره وه یو اسپ او اوښ می لیدلو ، همداسی به نورو خلکو لیدلی وی ، یوه ورځ یو انګریز یوی کوچنی ویالی یووړو چه اوبه یی تر نامه نه رسیدلی ، یوه ورځ می یو عسکر لیدلو چه په نیمه هوار غره کی ښکته وښویدلو او… نور لوستل »