ولايتي شورا: د ميدان وردګ مرکز له سقوط سره مخ دی

نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۱۳مه، ۱۳۹۴ل): د ميدان ورګ ولايتي شورا وکيلان وايي، چې طالبانو د جلرېز ولسوالۍ ګڼې امنيتي پوستې نيولي او اوس د ولايت مرکز په څو کيلو ميټرۍ کې دي او کولای شي، چې په لنډه موده کې د ولايت مرکز ونيسي.

د ولايتي شورا غړو تېره ورځ ميدان ښار کې د يوې خبري غونډې په ترڅ کې ګواښ وکړ، که مرکزي دولت جلرېز ولسوالۍ ته بېړنۍ مرستې راونه رسوي، نو دغه جګړه به ډېر ژر د ولايت مرکز ته راورسيږي او ميدان ښار به سقوط وکړي.

دغو وکيلانو وويل، چې سلګونو طالبانو د جلرېز ولسوالۍ ګڼې امنيتي پوستې نيولي له دېرېشو زيات امنيتي ځواکونه يې وژلي او ګڼ شمېر ورک دي او طالبان ورځ تر بلې په ډېره چټکۍ مخ پر وړاندې روان دي او که حالات همداسې دوام وکړي، نو طالبان به د نورو ولسواليو په ګډون ډېر ژر د ولايت مرکز هم ونیسي.

د ميدان وردګ ولايتي شورا مرستيال مسعود شېرزي وويل، چې امنيتي ځواکونه د کمزوري تجهيزاتو او ناوړه قوماندې له امله د طالبانو د بريدونو په مخنيوي کې پاتې راغلي، طالبانو تر اوسه يوولس پوستې نيولي او اوس هم مخ پر وړاندې روان دي.

تېره ورځ د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې وه، چې جلرېز ولسوالۍ کې يې د ملي اردو يوه ترانسپورټي چورلکه نسکوره کړې، لسګونو عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې او د ولسوالۍ له مرکز پرته ټولې امنيتي پوستې او مهمات يې نيولي دي.

د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې طالبانو بدخشان، کندز، بادغيس، غور او ګڼو نورو ولايتونو کې ګڼې ولسوالۍ نيولي او د واک او ځواک سيمې يې ورځې تر بلې پراخيږي.

د جلرېز ولسوالۍ يو قومي مشر د نوم نه ښودلو په شرط نن ټکی اسيا ته وويل، چې د سيمې خلک له ډېرې مودې راهيسې د اربکيانو او امنيتي ځواکونو له ظلمونو په تنګ وه او بالاخره يې په ګډه پرېکړه وکړه، چې د طالبانو په ملاتړ د اربکيانو او امنيتي ځواکونو پوستې له منځه يووسي.

د نظامي چارو کارپوهان وايي، چې د طالبانو پسرلني عمليات د پخوا په پرتله ډېر قوي او چټک دي او دولت يې وارخطا کړی دی.

د کارپوهانو په اند د امنيتي ځواکونو د تجهيزاتو کمښت، د واحدې قوماندې نه شتون او د جګړو له ليکو د لوړپوړو افسرانو تېښتې د عامو عسکرو مورال هم کمزوری کړی او نه شي کولای، چې د طالبانو د بريدونو مخنيوی وکړي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
0 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د