افغانستان

ولسي جرګې معصوم ستانکزي ته د باور رايه ورنه کړه

نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۱۳مه، ۱۳۹۴ل): ولسي جرګې د دفاع وزارت نوماند معصوم ستانکزي ته د باور رايه ور نه کړه.

د دفاع وزارت نوماند معصوم ستانکزي نن شنبه ولسي جرګې ته د باور رايې تر لاسه کولو لپاره راغی، مګر د اړتيا وړ رايو تر لاسه کولو کې پاتې راغی.

ښاغلي ستانکزي ۸۴ مثبت او ۱۰۴ منفي رايې واخيستې او نوموړي بايد ۱۰۷ مثتبې رايې اخېستې وای.

معصوم ستانکزی به د ولسمشر اشرف غني په امر د نوي دفاع وزير تر ټاکل کېدو د دفاع وزارت سرپرست وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x