نظــر

د کابل په خوا د طالبانو مارش او د ارګ وارخطایي

لیکوال: جاوید علي خیل

د سږکال له پسرلي له رابریدو سره له دود سره سم دهیواد په لراوبر کې د طالبانو حملو زور اخیستی دی،د طالبانو د سږنیو حملو یو ځانګړنه داده ، چې که پخوا طالبانو په پوستو ، پوځي مراکزو یا هم په متحرکوحکومتي  اهدافو لکه پوځي کاروانونو بریدونه کول ، سږ کال د طالبانو هدف تر ډیره د ولسوالیو مراکز دي، چې په لړ کې طالبانو د بکوا، خوګیاڼو، یمګان، چهاردرې،دشت ارچي، دره بم  او ګڼو نورو ولسوالیو غوندې د هیواد په لراوبر کې د پام وړ ولسوالۍ په یومخیز ډول نیولې او حکومتي قواوې یي ترې ایستلي دي.

که پخوا د طالبانو زیاتره فاتحانه حملې دهیواد په ختیځ، شمال او لویدیځ کې متمرکزې  وې  مګر اوس داسې ښکاري چې طالبانو دهیواد په مرکزي سیمو کې هم خپل فعالیت ته زور ورکړی وي.

د پنجشیر ولایت ددره عبدالله خیل ولسوالی نیول ، دغه راز  په غزني کې له ناوې،زنه خان اورشیدانو ولسوالۍ وروسته د خوګياڼو له مهمې ولسوالۍ د حکومتي قواوو شاته کول ښيي چې طالبان غواړي د هیواد په مرکزي سیمو خصوصا پلازمینې کابل ته نږدې سیمو کې خپل پوځي حضور او په سیمه سلطه محکمه کړي.

پلازمینه د هر نظام لپاره د زړه  حیثیت لري،په کومه کچه چې پلازمینه خوندي او له خطر څخه لري وي په هماغه کچه  نظام خوندي بلل کیدای شي مګر که پلازمینه له خطر سره مخامخ، آسیب پذیره او دفاعي حالت یي متزلزل او نامطمئن  وي هغه نظام هیڅکله نه شي کولای د یوه برحال حکومت په حیث په عامه افکارو کې خپل اعتبار وساتي.

طالبانو له وړمې ورځې راهیسې د پلازمینې کابل په دروازه  یعني میدان دره کې عملیات شروع کړي،چې د وروستیو معلوماتو له  مخې طالبانو ددې سیمې په جلریز ولسوالۍ کې د پاموړ پرمختګ کړی .

په فیسبوک خپاره شوي انځورونه او مستند معلومات ښيي چې په جلریز کې تر شلو ډیر عسکر د طالبانو لخوا وژل شوي چې جسدونه یي لا هم په سیمه کې پاته دي، د طالبانو ویاند رسنیو ته ویلي چې په جلریز کې یي تر ۱۴ ډیرې دولتی پوستې فتحه کړې او د ولسوالۍ له مرکز پرته یي ټوله سیمه تر واک لاندې راوستې .

په فیسبوک خپاره شوي انځورونه ښيي چې په جلریز کې حکومتي قواوو له سختو تلفاتو لیدلو وروسته په ډیر بدحالت کې سیمه پرې ایښي چې ټول جنګي وسایط او امکانات یي د طالبانو لاس ته لویدلي .

دا چې دا ځل طالبانو کابل ته بیخي نږدې فاتحانه برید کړی د جلریز فتحې د ګډ حکومت ارګ میشتي واکمن هم سخت وارخطا کړي دي، د اشرف غني دوهم مرستیال سروردانش په یوه خپره کړي اعلامیه کې د جلریز پیښه فاجعه بللې او حکومتي قواوې یي په سهل انګارۍ  تورنې کړي دي .

د ولسمشر وارخطا مرستیال په خپله اعلامیه کې وایي : حملات تروریست ها که از دیروز بر پوسته های امنیتی ولسوالی جلریز شروع شد، فاجعه وحشتناک و غیر قابل باور را در نزدیکی کابل رقم زد.رخداد جلریز برای همه تلخ و ناگوار بود، اما تلخ تر پرسش هایی است که این فاجعه در برابر ما خلق کرد. چرا در نزدیکی پایتخت و در کنار ما چنین فاجعه ای رخ داد؟ بدون تردید روشن ساختن این پرسش و جواب قانع کننده برای آن، کم ترین انتظاری است که مردم افغانستان دارند. اکنون مسئولین نهادهای امنیتی ما باید پاسخگو باشند.

په هرحال … د کابل په خوا د طالبانو مارش او د نظام د مرکزیت تر غوږ لاندې  فاتحانه فعالیت ممکن د نظام د بقاء په اړوند شته وارخطایي او بي اعتمادي نوره هم اضافه کړي، د میدان په حوزه کې د پراخو سیمو سقوط او په لویه لاره کنترول ښایي په پلازمینه کابل د محاصرې هغه کړۍ نور هم تنګه کړي چې دا څوکاله د راتنګیدو  په حال کې ده .

د کتونکو په باور د پلازمینې په شاوخوا کې د طالبانو پرمختګونه ځکه مهم دي، چې دغه پيش قدمۍ شاید په راتلونکي کې د ټاکونکو حوادثو مقدمات ثابت شي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
امیرحمزه ( انوري) ابوبلال

ړوندقضاوت# ابوبلال دافغانیت دسپیڅلی نـوم لاندی به ځان یو پښتون او مسلمـان معرفی کـوی خودیهـودواوکـفارودمـقـاصدو لپـاره به په شعـوری اولاشـعوری توګه قربانی کیږی اوبس نور که په خاورو هـم نه پـوهیږی خودا یوه سندره ټولو په یادو ښه په کلکه یاده کړی چی طـالـبان دپاکستان خلک دی اوپاکستان ددوی ترشاه ولاړ دی اوطالبان افغانان نه دی اودو دپاکـستان دګټولـپاره جنګیږی داچی طالبـان افغانان دی یانه دی پـه دی بـاندی کـه مونږ یواځی بحث هـم کـووشائد دابه زمونږ دتاریخ دورانولو یا مسخه کولو هڅه وی ځکه دګران هیـواد دازادۍ لپاره نږدی دادیارلس کاله دمجاهدینو اوفدایانو سرشیندنی زمونږ اوستاسو په وړاندی دی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x