ورزش

لیونل مسي د نړۍ تر ټولو با ارزښته لوبغاړی اعلان شو

نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۱۳مه ۱۳۹۴ل): لیونل مسي له ادن هازارد او کریسټیانو رونالډو څخه اوچت د نړۍ تر ټولو غوره او با ارزښته لوبغاړی لقب خپل کړ.

د یوې څیړنې له مخې چې د سي ای اي ایس فوټبال ابسرویټر (CIES Football Observer) لخوا ترسره شوې کې لیونل مسي د فوټبال د نړۍ له ټولو ستورو څخه وړاندې شوی او د نړۍ تر ټولو با ارزښته لوبغاړی مقام يي خپل کړی.

دغه شل کسیز لیست کې د انګلستان غوره لیګ او لالیګا زیات شمیر لوبغاړي ځای لري. د ایټالیا له لوبډلو څخه یوازې د پوګبا نوم دغې لیست کې شامل شوی. مشهور لوبغاړي لوشامپیونه او سلیګا ته دغې لیست کې ځای نه دی ورکړل شوی.

په دغه لیست کې د مسي ارزښت له ۲۵۵ څخه تر ۲۸۰ میلیونه یورو، هازارد ارزښت له ۱۳۵ څخه تر ۱۴۸ میلیونه یورو او د کریسټیانو رونالډو ارزښت له ۱۱۳ څخه تر ۱۲۴ میلیونه یورو پورې ټاکل شوی.

د نړۍ تر ټولو با ارزښته لوبغاړي:

۱- د بارسلونا لوبډلې لیونل مسي
۲- د چلسي لوبډلې هازارد
۳- د ریال ماډرېډ لوبډلې رونالډو
۴- د بارسلونا لوبډلې نیمار
۵- د منچستر سیټی لوبډلې اګویرو
۶- د لیورپول لوبډلې استرلینګ
۷- د یوونتوس لوبډلې پوګبا
۸- د چلسي لوبډلې دیګو کاستا
۹- د ارسنال لوبډلې الکسېس سانچس
۱۰- د ریال ماډرېډ لوبډلې خامس رودریګز
۱۱- د بارسلونا لوبډلې سوارز
۱۲- د اتلتیکو لوبډلې ګریژمان
۱۳- د چلسي لوبډلې فارګاس
۱۴- د ریال ماډرېډ لوبډلې ایسکو
۱۵- د تاتنهام لوبډلې هري کېن
۱۶- د ریال ماډرېډ لوبډلې بېل
۱۷- د لیورپول لوبډلې کوتینیو
۱۸- د چلسي لوبډلې کورتوا
۱۹- د چلسي لوبډلې اسکار
۲۰- د ریال ماډرېډ لوبډلې بنزما

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x