افغانستان

سرنوشت: جلریز کې اربکيان د خلکو پر کورونو بریدونه کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۱۳مه، ۱۳۹۴ل): د میدان ودرګو ولایت په جلریز ولسوالي کې د طالبانو له لوري له اربکيانو سره په نښتتو کې تر دېرشو ډېر اربکيان ووژل شول او ګڼ نور ورک شول.

د تېرې چهارشنبې له ورځې راهیسې په دې ولسوالي کې د اربکيانو ګڼې پوستې د طالبانو لاس ته ولوېدې او جمعې په ورځ د ولایتي شورا غړو کابل ته سفر وکړ او له لوړ پوړو امنیتي مسوولینو سره يې اندېښنې شريکې کړي.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې په جګړه کې زیانمن شوي اربکیان او پولیس د خپلو ځورېدلو، وژلو او ټپی کېدلو «غچ» له عامو وګړو واخلي او د خلکو پر کورونو ډزې کوي، چې ګڼو کسانو ته يې مرګ ـ ژوبله اړولې ده.

دغه څرګندونې له کابله خپرېدونکې سرنوشت ورځپاڼې د د میدان وردګو ولایت د ولایتي شورا غړو او خلکو له خولې را اخیستې دي.

سرچينه د میدان وردګو ولایت د ولایتي شورا د غړي شریف الله هوتک له خولې لیکي چې اربکیانو او د عامه نظم پولیسو تر اوسه پنځه تنه عام وګړي وژلي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ نورو ټپیان دي.

هوتک وايي چې اربکیانو پرون د ظفرشاه په نوم شپاړلس کلن هلک له خپله کوره راویوست، د کور مخې ته يې پرې ډزې وکړي او په میدان ښار کې يې په روغتون کې ساه ورکړه.

د جلریز یو تن قومي مخور د نوم نه ښودو په شرط نن ټکی اسیا ته وویل چې په دې ولسوالي کې ډېری اربکیان هزاره ګان دي او په لوی لاس غواړي قومي جګړې ته لمن ووهي.

د دوی په خبره ولس د اربکیانو له وحشت، ظلم او بداخلاقۍ نه تر ستوني شوی دی، ځکه خو د طالبانو دومره تېز پر مختګ هم دا ښيي چې ولسي ملاتړ ورسره و.

سرنوشت د حسیب الله په نوم د جلریز د یو اوسېدونکي له خولې ورته څرګندونې لیکي او وايي چې په یاده ولسوالي کې ټوله نا امني اربکیانو جوړه کړې ده، د ده په خبره دغه ډله په لوی لاس خلک له دولته لرې کوي.

حسیب الله وايي کله چې طالبان ولسوالي ته یو ټک ور وکړي دوی د خلکو کورونو ته هوانونه سم کړي، بیا يې دا درک نه لګېږ چې په طالب لګېږي او که يې عام خلک پکې ووژل.

د میدان وردګو ولایت د والي ویاند هم مني چې د دوی ځواکونه ورته کړنې ترسره کوي او په خبره يې دوی « حق » لري، چې له هر ځای نه مخالفينو ډز کړی په نښه يې کړي.

یاده دې وي څو ورځې وړاندې هم د جلریز اوسېدونکو د دې سیمو له اربکیانو شکایت کړی و، چې قومندانان يې شخصي زندانونه لري، چې دوه ورځې وړاندې يو قومندان په شخصي زندان کې د حبیب الله په نوم له یو عام وګړي «جنسي اله» غوڅه کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

څوک چې له ابتدا نه د انسانیت سره مخه ښه وکړي، هغه بیا نه سره پخلا کیږي. له دې دوه پښو حیواناتو څخه انسانیت کوچ کړی، خو افسوس چې تر چهارپایانو هم ډیر بې شعوره دي. دوی دې همدې کړنو ته ادامه ورکړي چې داځل به پرې څه وشي؟؟؟؟

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x