مکين: طالبان په هر موسم کې د جګړې «زور» لري

نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۱۳مه، ۱۳۹۴ل): د امریکا د سنا مجلس غاړی جان مکين وايي چې طالبان په هر موسم کې د جګړې زور لري.

دغه امریکايي سناتور چې نن په ناڅاپي سفر کابل ته راغی، د ګډ حکومت له مشر اشرف غني سره په خبرو کې وویل چې له افغانستان څخه د امريکايي عسکرو وتل یوه تېروتنه وه او په وینا يې دغه کار باید له طالبانو سره په مشوره شوی وای.

امریکايي سناتور جان مکين نن په نا څاپي سفر کابل ته راورسيد.

امریکايي سناتور جان مکين نن په نا څاپي سفر کابل ته راورسيد.

د نوموړي په خبره لا هم طالبان دغه وړتیا لري چې په هر ډول موسم کې جګړه ګرمه وساتي.

د جمهوري غوښتونکو د ګوند دې سناتور اشرف غني ته ډاډ ورکړ چې د دوی د ګوند د بریا په صورت کې به له افغانستانه خپلې مرستې ونه سپموي.

امريکايي سناتور په داسې حال کې د افغان پوځيانو د اعلی سر قومندان پر وړاندې د طالبانو پر زور اعتراف کوي چې دم ګړۍ د ځينو ولایتونو مرکزونه له ګواښ سره مخ دي.

پرون – جمعه، چنګاښ ۱۲مه -هم د میدان وردګو ولایت د ولایتي شورا غړو پلازمېنې کابل ته په خپل سفر کې دغه اندېښنې را وړې وي چې د دې ولایت مرکز له سقوط سره مخ دی او له کابله يې د پراخې او بېړنۍ مرستې غوښتنه وکړه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د