fbpx

پکتيکا: نکه کې درې امريکايي عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۱۳مه، ۱۳۹۴ل): د پکتیکا ولایت په نکه ولسوالي کې د شپنیو عملیاتو په لړ کې درې امریکايي عسکر وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

که څه هم له د ۲۰۱۴ م کال له پای ته رسېدو سره هم مهاله د بهرنیانو پوځي ماموریت پای ته رسېدلی دی، خو د اشرف غني په اجازه بهرني ځواکونه د شپنیو عملیاتو پراخ واک لري.

تېره شپه بهرنیو عسکرو د نکې ولسوالي په لاندې سیمه کې پر طالبانو چاپه ووهله چې پکې درې امریکايي عسکر وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

طالبانو په دې چاپه کې د خپلو دریو ملګرو د وژل کېدو منلي دي او ويلي يې دي چې یو تن عام وګړی امریکايانو له ځان سره وړی او یو تن يې شهید کړی دی.

طالبانو رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي چې امریکايي عسکر تېره شپه شاوخوا لس بجې له چورلکو پياده شول، چې د دوی له مقاومت سره مخ شول.

یاده دې وي پخواني ولسمشر حامد کرزي له بهرنیانو سره د شپنیو عملیاتو پرسر ناندرۍ وهلې، خو د نیویارک ټایمز د راپور پر اساس د ګډ حکومت مشر اشرف غني د واک په لومړیو کې بهرنیو عسکرو ته د شپنیو عملیاتو بشپړ واک او صلاحیت ورکړ.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
حنيف
میلمه
حنيف

الحمد لله