د تونس او مصر د لاس ته راووړنو وياړ د اسلامي امارت په برخه دى .

که چیرته مونږد تاریخ پاڼې راواړوکله چی افغانستان دانګریزانو څخه خپلواکې ترلاسه کړه نودانګریزې استعمارګرو د زړه ستنې ولړزولی او د جهان مظلومو ملتونو ته دازادئ غوښتنې روحیه اوهمت وروباښه چی یو په بل پسی یې د ظلم ټغرورټول کړاو د دوهمې  نړۍ والې  جګړې ورسته جهان دوه قطبی د وارسا پکټ د پخوانی اتحاد جماهیری شوروی او ناټو د امریکا ترمشرۍ لاندی رامنځ ته شوو چی دا ځل د ډیرو مظلومو ملتونو په غاړه د استثمار یوغ کیښودل شوو چی شرقی اروپا د وارسا او غربي او عربي ملتونه د امریکا تر سلطې لاندی راغلل

خو کله چی پخوانې شورو په افغانستان یرغل وکړاوزړورافغانانو یې مقابلې ته ورودانګل چی د دوه میلونو شهیدانو، د یو میلون څخه زیادومعیبینو او د شپږ میلیونو مهاجرینو په بدل کښی شرقې اروپا او د برلین نه ماتیدونکی دیوال ونړید چې  یو زبرځواک له  منځه لاړ او دا بل زبرځواک ناټو چی په سر کښې  د امریکا په مشرۍ  نور هم پیاوړی شوه  او د شرقې اروپا ازاد شوی ملکونه هم پکښی ور ټاله شول او دا ځانګړی زبرځواک د تکبر او شیطانې غرور کښی ډوب شواو د تاریخ بل پیرشروع شوو تر څو یې د ټولی نړۍ  او په خاصه توګه د پخوانې شوروی څخه د ازاد شوو ملکونو د معدنې زیرمو څخه څنګه غیږ راتاه  کړی نو په افغانستان یې د یرغل پلمه جوړه کړه او اسلامی امارت یې ړنګ او خپل نازولي   او نیانځكې  د ببرک کارمل په شانه د ب۵۲ الوتکو په زور او ځمکنې قواو په بدرګه د قدرت په ګدۍ کښینولي  مګر دا یې د یاده وتلې وو چی دی وطن همیش په خپل غیږ کښی زمریان روزلی او د تاریخ په هر رنګ  پړاو کښی سرښندنې ته تیار دی نو هماغه وو چی د اسلامی امارت د مشر او د یویشتمې پیړۍ حربې نابغه ملا محمد عمر مجاهد په لارښوونه د دین، خپلواکۍ، خاورې او ناموس د ساتلو په خاطر د مقابلې ډګر ته په تش لاس ورودانګل او په وطن مین سرښندونکي یې ترشاه ودریدل او د جهانی استکبار او زبرځواک مقابله شروع شوه چی د لسو کالو په تیریدو سره امریکایی زبرځواک هم د پخوانۍ شوروی اتحاد په شان داسی ذلیله شووچې امريکاخپل اهداف دحسن المبارک په څيردځينو نورو څيروپورې تړلي خو داارمان به له ځانه سره خاورو ته يوسي  چی اوس دافریقایې اوعربې هیوادونو مظلوم ملتونه د ساه اخستو همت کوی او د نړی مظلومین یو په بل پسی د ظالمانو یوع له  غاړو لیری کوی او د پخوانې شوروی اتحاد په څیریو په بل پسی له  منځه ځی او په پای کښی به داسی ذلیله شی چی دا ځل د افغانانو په مټ او قربانیو افریقايې  او عربې هیوادونه به د ازادی د نعمت څخه برخمن شی چی دا بیا هم د افغانانو په تیره بیا د افغانستان د اسلامی امارت ویاړ دی او تاریخ به یې په زرینو ټكو پخپله سينه كي ابدي وساتي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د