fbpx

د روژې اخره لسيزه بايد غنيمت وګڼو

احمدالله احمدزی

څوک چې خپل خير غواړي، هغه سړی خپل ځان سره رښتينی وي، تل هڅه کوي، چې ځان او ټولنې ته خير ورسوي او په ځانګړې توګه د روژې برکتي مياشتې په څېر وخت کې.

موږ تاسې ته اوس يوازې د روژې اخره لسيزه راپاتې ده، که دا هم رانه ضايع شوه، نو بيا په دنيا او اخرت تباه يو او دا معلومات هم نه کيږي، چې بلې روژې ته به ورسو کنه؟

زموږ ټولو لويه ستونزه دا ده، چې د خير هر کار مو د سبا سبا په تمه له لاسه ووځي او بيا څوک افسوس کوي او ځينې ياران خو بيا دومره افسوس هم نه کوي، چې ولې يې د روژې دغه مبارکه مياشت ضايع کړه.

که غواړو، چې د روژې اخره لسيزه غنيمت وبولو او دنيا کې د خپل اصلاح او اخرت د بريا لپاره ترې کار واخلو نو بايد اول د روژې د مبارکو ورځو اهميت او فضيلت وپېژنو او دا هوډ وکړو، چې د روژې دا پاتې اخري لسيزه بايد غنيمت وبولو او ضايع يې نه کړو.

موږ بايد له زړه دا خبره ومنو او عملي يې کړو، چې روژه د بدلون او اصلاح تر څنګ د بښنې او مغفرت داسې مياشت ده، چې هېڅ ساری او بديل نه لري. په دغه مياشت کې الله تعالی د انسان ټول ګناهونه وربښي، خو په دې شرط چې سړی په رښتينې توګه توبه وباسي او الله تعالی ته خپله عاجزي وښيي.

روژه داسې يوه بختوره مياشت ده، چې شيطانان په کې تړل شوي وي، د نفلو ثواب په فرضو او د فرضو په اويا چنده ورکول کيږي، د جنت دروازې پرانيستې وي او د جهنم بندې وي.

الله تعالی د خپلو بنده‌ګانو په عبادت او نېکو کارونو فخر کوي او ټوله ځمکه د الله تعالی په عبادت، د قرانکريم په تلاوتونو، د سخيانو په خيراتونو او ټولنيزو خيريه کارونو اباده وي؛ نو که دغسې يو طلايي چانس هم له موږه خطا کيږي او د بښنې دغه زرينه موقعه له لاسه ورکوو، نو موږ بايد دا ومنو، چې موږ په خپله د خپل ځان دښمنان يو او په خپله خپل ځان لپاره خير نه غواړو.

اوس چې يو سړی د خپل ځان لپاره خير نه غواړي، نو دې ته بيا ځانوژنه او هلاکت ويلی شو.

علماء فرمايي، چې هر انسان بايد په روژه کې او په ځانګړې توګه د روژې په اخره لسيزه کې الله تعالی ته عاجزي وکړي، له خپلو بدو اعمالو او خويونو توبې وباسي او له روژې وروسته په خپله توبه ټينګ پاتې شي.

سره له دې، چې روژه کې شيطان تړل شوی، وي، مګر بيا هم موږ د الله تعالی عبادتونه نه کوو، غيبت، بې کاره ژبه، ناوړه اعمال او هر ډول ګناهونه کوو، نو لامل يې څه دی؟

مولانا اشرف علي تهانوي رحمه الله فرمايي، چې د دې ستر لامل دای، چې د انسان خپل نفس دومره مردار وي، چې د شيطان پر ځای ناروا کارونه او شيطاني اعمال کوي.

نو دا ډېره اسانه طريقه ده، چې موږ تاسې مسلمانان په روژه کې د خپل نفس اصلاح وکړو، توبې وباسو او د هر ډول خير کارونو لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې وکړو او دغه پروسه له روژې وروسته هم په خپل ژوند کې عملي کړو.

د نورو عبادتونو تر څنګ بايد هر مسلمان هڅه وکړي، چې اعتکاف وکړي، يا په تاقو شپو کې د عبادت لپاره شپې رڼې کړي او نورو مسلمانانو سره مرسته وکړي، چې اعتکاف ته کيني.

اعتکاف هغه سنت عمل دی، چې انسان په کې د خپل ځان او امت د بښنې لپاره الله تعالی ته زارۍ کوي او د اعتکاف په شرطونو پوره عبادت وکړي، نو ان شاءالله دا به د ده د بښنې ښه موقع وي.

همدا وخت دی، چې موږ بايد قوي هوډ وکړو، چې د هر خير لپاره به هڅه کوو او له هر شره به ځانونه ساتو او تر ټولو مهمه دا ده، چې د خير هر کار له ځانه پيل کړو.

د ټولنې د داسې غړو له ملګرتيا او انډيوالۍ بايد ځانونه او خپل دوستان وژغورو، چې د روژې دغه مبارکه مياشت مو وخت په لهو و لعب تېروي او د الله تعالی له عبادته مو باسي.

د شپې، په ځانګړې توګه په اخره برخه کې تهجد، د قرانکريم تلاوت او دعاوې ډېرې وکړو، د ځان او امت د دنيا او اخرت د بريا سوالونه وکړو.

دا فکر بايد وکړو، چې دغه ورځې ډېرې کمې دي او هېڅ معلومات نه شته، چې بلې روژې ته به ورسېږو کنه.

د روژې په اخره لسيزه په ځانګړې توګه تاقوشپو کې بايد هڅه وکړو، چې په ډېر اخلاص د الله تعالی عبادت وکړو او د ليلة القدر شپه وګټو، چې د يو شپې عبادت يې له زرو مياشتو سره برابر دی.

حديث شريف کې راځي، چې دغه شپه په تاقو شپو کې راځي او الله تعالی دغه مبارکه شپه د دې لپاره پټه کړې، چې مسلمانان د الله تعالی عبادت کې ډېر ځان ستړی کړي.

صوفيان وايي، چې هر چا سره له پېژندو وروسته مينه کيږي، مګر يوازيني شی دنيا ده، چې له پېژندو وروسته بايد ترې ځان لرې وساتو.

موږ تاسې بايد هڅه وکړو د دنيا بې وفايي، او لنډ مهالې ملګرتيا وپېژنو او خپل زړونه د دنيا له مينې خالي کړو.

موږ تاسې بايد هڅه وکړو، چې دغه لس شپې ورځې غنيمت وګڼو او خپل مبايلونه، د ټولنيزو شبکو اړيکې رخصت کړو او د بښنې دغه طلايي وخت غنيمت وبولو.

دا بايد ومنو، چې هر څه بيا راځي، مګر د روژې اخرې لس شپې بيا نه راځي او افسوس هم هېڅ ګټه نه لري.

الله تعالی دې موږ تاسې ټولو ته توفيق راکړي، چې له روژې په ځانګړې توګه له اخري لسيزې ګټه پورته کړو، له خپلو ګناهونو توبې وباسو، عبادتونه مو قبول شي، عقيدې، اعمال او خويونه مو سم شي او د ځان او ټولنې لپاره د خير کارونه خپل عادت وګرځوو، نو ان شاءالله د دنيا او اخرت بريا به مو نصيب شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د