fbpx

جهادي لوري ته څو تذکيرې يادونې – ۲

 م. عثمان متوکل

له دښمن سره د تعامل په اړه:

کله چې صليبي دښمن د وسلوال مقاومت له ځپلو مايوس شو له مجاهدينو سره يې د خبرو سياست پيل کړ، خو دا سياست يې د «ودوا لو تدهن فيدهنون» پر پخواني فورمول ولاړ دی، چې که مجاهدين له ځينو احکامو راتير شي هله به يې دوی په مقابل کې له خپل تشدد او سختۍ ورتير شي، تور او سور لستونه به ختم کړي، دفتر به خلاص او ازادانه تګ راتګ او ملاقاتونه به شروع شي. خو تر کومه چې ظاهرا درک کيږي، طالبان د الله په فضل په خپل موقف ثابت ولاړ دي، ولوکه په دې کار سره يې ځينې نسبتا کوچني مصالح له لاسه وتلي دي، لکه د سياسي دفتر بندول او نور. بايد وويل شي چې د امارت د کاميابۍ يو راز هم همدا دی په خپلو مواقفو ثابت پاتي دی، او دا هم د مجاهدينو او مخصوصا د ملا صاحب د قوي ايمان له برکته (یثبت الله الذین ءآمنوا بالقول الثابت في الحياة الدنيا وفي الآخرة) .

طبيعي ده چې د مجاهدینو تګلاره به پر اسلامي سياست بنا وي چې نبوي سيرت يې عملي بيلګي راښيي، خو سره له دي، د خبرو په سياست کې بايد مجاهدين له غربي سياسته متاثر نه شي، داسې چې ظاهر او باطن يې توپير ولري، يا د ډيرو حکمتونو په لټولو کې د بۍ حکمتۍ کندې ته ولويږي، او يا له يوې فتنې نه د ځان ژغورلو په لټه کې په بلې هغې کې ولويږي، بالخصوص چې مقابل لوری (محارب کافر) وي.

د «محارب» کافر په مقابل کې د نظامي او سياسي څانګو د تاسیس شرعي مفهوم دا نه دی چې يوه کې به سختي کوي او په بله کې نرمي، يوازنی توپير يې دا کيدی شي چې هلته يې عملا وژنې خو دلته ورته عين د مرګ پيغام په نرمه ورورسوې، د دواړو مفهومونو مشترکه نقطه دا کيږي چې: «وليجدوا فيکم غلظة». غلظت به موجود وي د اسلوب په توپير سره.

د دې غلظت او سخت دريځۍ د حد لپاره په ايت شريف کې معيار ټاکل شوی دی چې: بايد دښمن په تاسو کې دا غلظت ومومي. هغه مواقف چې محارب دښمن ترې په ويره کې نه وي او د «تشدد» په سترګه ورته نه ګوري، شرعي مواقف نه دي، ولو که مونږ ته متشدد موقف ښکاري!

دلته د خبرې مخ مختلفو قضيو ته ورګرځي چې دا اصل په کې بايد عملي شي، خو وخت او ځای ته په کتلو سره يې يوه ساده خو مهمه قضيه رااخلم، هغه «د وينا لپاره د شرعي تعبير ټاکلو» قضيه ده.

د نبوي سيرت له مخې څرګنده ده چې له محارب لوري سره بايد داسې عبارت او مصطلح اختيار شي چې د مؤمن د خوښۍ او د کافر د خفګان سبب ګرځي، نه داسې تعبير چې د مؤمنانو د خفګان ويره په کې محسوسيږي، خوښي خو يې په ځای پريږده! يا د دښمن د خوښۍ ويره په کې وي، خفګان خو يې لرې پريږده!

کوچني مثالونه يې دا دي:

د «ملګرو ملتونو» طاغوتي نظام ته په ارزښت قائليدل البته په مختلفو لحاظونو او شکلونو سره، بالخصوص چې کله ورته يو شمير مطالبې راجع شي يا ورته له «نورو څخه» د شکايت خوله خلاصه شي په داسې حال کې چې «نور» او ملګري ملتونه د يوې سکې دوه مخه دي، دا کار له اسلامي سياست سره په څرګند ټکر کې دی.

يا که په دغې حساسه مرحله کې وويل شي: «مونږ د جنګ شوقيان نه يو» آیا ښه به دا نه وي چې عين مفهوم په داسې تعبير سره اداء شي چې اسلامي سياست يې غوښتنه کوي، البته له محاربو کفارو سره د تعامل په خصوص، يو تعبير يې دا کيدلی شي چې ووايو «سره له دې چې د جنګ عوامل د نورو لخوا راپيدا شوي خو د ديني واجباتو په اساس مونږ دا جنګ په پوره لويه حوصله او شوق پرمخ وړو». د نورو مثالونو له راوړلو تيريږم.

خلاصه دا چې پکاره تل دې ته توجه وشي چې مقابل لوری مو محارب کافر دی نه غير محارب کافر، او ور سره د معاملې پر وخت بايد د نبوي سيرت هره پاڼه په جدي توګه له نظره تيره شي.

په کنفرانسونو کې د ګډون په اړه:

کافي موده پخوا، په هندوستان کې د افغانستان په اړه يو کنفرانس جوړ شوی و، چيرته چې ملا عبد السلام ضعيف هم د خپل ځان په اصالت ګډون درلود، له هغو پوښتنو سره چې له ضعيف صاحب نه به د طالبانو په اړه کيدلې، دا خبره په قطعي توګه په ثبوت رسيده چې نړيوال خو پريږده نږدي ګاونډيان او په هغوی کې تعليم يافته خلک لا هم طالبانو ته د (وحشيانو) په سترګه ګوري، د عناد له وجې نه، بلکې قلبا په همدې قانع او د طالبانو په اړه له ډيرو عادي حقايقو نا خبره دي. د الله کړل و، د ضعيف صاحب د خبرو مثبت اثرات په حاضرينو کې له ورايه ښکاريدل، د کنفرانس د بل ګډونوال، چې امريکايي چارواکی و، په خلاف، د ده خبرو ته به حاضرينو د خپل دود مطابق تود هرکلي کاوه، تر دې چې د دوی د غوښتنې په اساس ضعيف صاحب ته په دوهمه ورځ خاص وخت ورکړل شو ترڅو د طالبانو اړوند په پاتې مسئلو هم رڼا واچوي.

سره له دې چې ضعيف صاحب د طالبانو په استازيتوب ګډون نه و کړی خو له دې نقله مې هدف صرف د دې نقطې روښانول دي چې په نړيوالو ملاقاتونو او کنفرانسونو کې د امارت د مجاهدينو ګډون بې له شکه مثبت اثرات درلودې دي، په تيرو څو کلونو کې امارت له همدې لارې نړيوالو ته څو څو ځله له حقائقو پردې پورته کړي، ځکه خو د امريکا اصلي څيرې د رسوا کولو نړيوال کريډيټ هم طالبانو ته ورځي.

په دغو کنفرانسونو کې د ګډون موخې عموما دا ښودل کيږي چې نړيوالو ته په خپله خوله خپل اهداف بيان او له حقائقو خبر کړل شي، که هدف صرف همدا وي، دغه خو تر ډيره حده تر لاسه شوی ولې د داسې کنفرانسونو تعداد ورځ تر بلې زيات شي. زما په متواضع فکر، دې سلسلې ته په همغه يا تر هغه په زيات کثرت سره دوام ورکول نه يوازې دا چې بې ضرورته کار ښکاري بلکې شايد تر ګټو يې تاوان زيات وي، له دښمن سره تر ضرورته ورآخوا ناسته پاسته او مخالطه خامخا په سړي منفي اغيزې هم شيندي، ايا همدا بس نه ده چې د پخوانۍ غوسې او کينې کچه ورسره په لا شعوري توګه ښکته راځي؟! دغه نقطه په دغو کنفرانسونو کې د غیر طالب ګډونوالو په خبرو، تبصرو او مرکو کې له ورايه درک کيږي.

اميد مو دا دی چې اړونده مسؤولين په آينده کې په داسې ناستو کې پر ګډون کولو له سره غور وکړي، يا يې لږ تر لږه شمير را کم کړي، مثلا په هغو ناستو کې د اشتراک بلنه و نه منل شي چې ورڅخه د کومې جديدې لاسته راوړنې تمه نه شي کيدی او د پخوانيو خبرو له تکرار پرته څه له ځان سره و نه لري. شايد همدا علت وي چې په نړيوالو کنفرانسونو کې د طالبانو د استازو د بيانيو محتوا هم اکثره له تکراري مطالبو جوړه وي او کوم د پام وړ نوی پيغام په کې نه تر سترګو کيږي، کله کله خو يې حتی ځينې الفاظ او عبارات هم سره ورته وي.

دا خو له لا بيله خبره ده چې د ناستو او ملاقاتونو «بې ضرورته کثرت» د مجاهدينو هغه هيبت او رعب هم له مينځه وړي چې مقابل لوری يې ترې په زړه کې لري.

طالبان که څه هم په دې ناستو کې د اصلاح بین الناس تر عنوان لاندې ګډون کوي چې په (لا خير في کثير من نجواهم إلا من أمر بصدقة أو معروف او إصلاح بين الناس) کې يې ذکر راغلی، خو د دغو ناستو دائروونکي يا هڅوونکي حقيقتا ګڼ نور اهداف لري، ځکه خو عملا کومه اصلاحي لاسته راوړنه هم نه لري. زه دا کومه لويه لاسته راوړنه نه بولم چې د پګواش په غونډه کې د لوستل شوي پريکړه ليک محتوا ظاهرا د امارت په نفعه تمامه شي، البته د امارت پياوړي نظامي او سياسي حيثيت ته په کتلو سره، او هم هغو مصالحو ته په پام سره چې په «داسې غونډو» کې د عدم اشتراک لور ته ترغيب ورکوي.

هو، تاريخ به د طالبانو هغه ميړنی موقف هيڅکله هم هير نه کړي چې له امريکا سره د خبرواترو لړۍ ته يې په بې باکۍ سره توقف ورکړ او جاري ساتل يې «د وخت ضياع» وګاڼه! يا د انګريزانو په ژبه «waste of time»! ځکه د کومو نويو لاسته راوړنو تمه ترې نه کيده.

دنياوال له امريکا سره د ښو روابطو ارمانجن او په دې لار کې هر ډول قربانۍ ته حاضر دي، ترڅو د دوی په ګومان په عزت او پرده کې ژوند وکړي، خو بالمقابل طالبانو د «waste of time» د سياست په وجه په نړيواله کچه پر دښمن ځان برلاسی ثابت کړ او د تورې په زور تر لاسه کړی عزت يې لا پسې وځليد. همدا د اسلامي سياست يوه غوره بيلګه ګڼلی شو، چې هر څه ته د هغه د خپل اصليت او حقيقت له زاويې وکتل شي. والله الموفق.

ادامه لری..

تېره برخه دلته لوستی شئ!

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عثمان متوکل
میلمه
عثمان متوکل

د دې ليکنې په لومړي پارګراف کې را څخه سهوا د ايت شريف (بالقول الثابت) مبارک الفاظ نه دي ليکلي واستغفر الله من ذلک، نو صحيح بڼه يې داسې ده: (یثبت الله الذين ءامنوا بالقول الثابت في الحياة الدنيا وفي الآخرة).

غوربندی
میلمه
غوربندی

دير پر زاي او په اخلاص بنا تذکيري نقطي دی، خداوند متعال مو اجرونه په نصیب کره،