
د راتلوونکی نړیوال جام ټاکنیز پړاو سیالیو لپاره ملي لوبډله اعلان شوه
نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۱۳مه ۱۳۹۴ل): د راتلوونکی نړیوال شل اوریزو سیالیو لپاره ټاکنیزې لوبې ترسره کیږي. د ۲۰۱۵ز کال ټاکنیزې سیالۍ به د جولايي میاشت له ۹ څخه تر ۲۶ پورې په ایرلینډ او سکاټلینډ کې ترسره کیږي.
دغو سیالیو کې به له ټولې نړۍ څخه ۱۴ لوبډلې ګډون کوي او د کرکټ نړیوالې ادارې نن اعلان وکړ چې دغو لوبو ته د ټولو ګدون کوونکو هیوادونو د لوبډلو وروستی لیست دوي ته سپارل شوی.
دغه سیالیو کې کوم چې په ۱۸ ورځې دوام وکړي ۵۱ لوبې کیږي. د دغو لوبو شپږ غوره لوبډلې به په راتلوونکی شل اوریز نړیوال جام کې کوم چې په ۲۰۱۶ز کال کې په هندوستان کې ترسره کیږي د کرکټ لوبې ۱۰ دایمي غړو سره لوبې کوي. راتلوونکی نړیوال جام د ۲۰۱۶ز کال د مارچ میاشتې په ۱۱مه پیل او د اپریل په درییمه به پای ته رسیږي.
د کرکټ نړیوالې ادارې قانون پر بنسټ هغه لوبډلې چې خپل ګروپ کې لومړۍ مقام خپل کړي په مستقیم ډول به نړیوال جام سیالیو ته لار پیدا کوي او هغه لوبډلې چې خپل ګروپ کې دوهم او درییم مقام خپل کړي لومړۍ به له یو بل سره لوبې کوي او ګټوونکی به نړیوال جام ته لار پیدا کوي.
ټاکنیز سیالیو لپاره ټاکل شوې ملي لوبډلې لوبغاړي:
اصغر ستانکزی (لوبډل مشر)، جاوید احمدي، افتاب عالم، میرویس اشرف، شرف الدین اشرف، حمید حسن، نوروز منګل، محمد نبي، ګلبدین نایب، شفیق الله شفق، محمد شهزاد، سمیع الله شینواري، دولت ځدارن، نجیب ځدران، شاپور ځدران.
دغو سیالیو کې به د کاناډا، هانګ کانګ، ایرلینډ، جرسي، کینیا، نمیبیا، نیپال، نیدرلینډ، عمان، پاپوا نیو ګانا، سکاټلینډ، متحده عربي امارات او د امریکا متحده ایالاتو لوبډلې ګډون کوي.
په الف لوبډلې کې به د ایرلینډ، نیپال، هانګ کانګ، پاپوا نیو ګانا، نمیبیا، امریکا متحده ایالات او جرسي لوبډلې او په ب ګروپ کې افغانستان، متحده عربي امارات، نیدرلینډ، سکاټلینډ، کاناډا، کینیا او عمان لوبډلې به له یو بل سره لوبې کوي.
اوسمهال افغانستان د شل اوریزو لوبو په درجه بندي کې له سکاټلینډ څخه وروسته یوولسم هیواد دی. په اوسنۍ درجه بندي کې افغانستان له نیدرلینډ، ایرلینډ او زیمبابووي لوبډلو څخه وړاندې دی.
افسرخان ځاځی خو پکښی نشته ؟؟ههههههههههههههههههه