نظــر

افغانستان-پاکستان اړيکې؛ آيا د تورونو لګولو لوبه بيا پيلېږي؟

د سیمه ییزو او ستراتیژيکو څېړنو د مرکز تحلیل

د افغانستان په ګاونډ کې د پاکستان له رامنځ ته کېدو راهيسې، د دواړو هېوادونو اړیکې د تاریخ په ډېری پړاوونو کې ښې نه وې. د دغو دوو هېوادونو ترمنځ د دین، ژبې او کلتور شراکت هم نه دی توانېدلي چې دا اړیکي د ښه‌والي په لور بوځي.

له ۲۰۰۱ کال راهیسې چې د افغانستان په تاریخ کې یو نوی باب پرانیستل شو، نوی ولسمشر او نوی نظام راغی، حامد کرزي په لومړیو کې ډېرې هڅې وکړې چې دا اړیکې ورغوي. په همدې موخه یې د خپلې واکمنۍ پر مهال پاکستان ته ۲۱ سفرونه وکړل. خو حامد کرزي د خپلې واکمنۍ په وروستیو ورځو کې اعتراف وکړ چې پاکستان مرسته ورسره ونه کړه. کرزي د سولې کیلي د پاکستان او امریکا په لاس کې ګڼله[1]. کرزی له واکمنۍ وروسته هم د یوه پاکستان‌ضد او هندپلوي سیاسي مشر په توګه راڅرګند شو.

مګر د ۲۰۱۴م کال په سپټمبر کې د ملي يووالي حکومت له راتګ سره له پاکستان سره د ښو اړیکو لرلو هڅه وشوه. غني د خپل بهرني سیاست پنځه کړۍ معرفي کړې، چې پاکستان ته په لومړۍ کړۍ کې ځای ورکړل شو[2]. اشرف غني د حامد کرزي د سیاست پر خلاف له پاکستان سره د تفاهم لار ونیوه. د غني حکومت له پاکستان سره د اړیکو محور له امنیت څخه اقتصاد ته واړاوه. غني په سیمه کې د اقتصادي پیوستون له لارې هڅه کوي له پاکستان سره تاریخي تربګنۍ پر دوستۍ واړوي. 

د پاکستان اړتیا

ولسمشر اشرف غني چې په تخصصي لحاظ يې په اقتصادي برخه کې کلونه کار کړی، د خپل حکومت له راتګ سره، له پاکستان سره پر اقتصادي اړخ ډېر زور اچولی؛ سره له دې چې تر دې دمه د پاکستان له خوا کومه ملموسه اقتصادي مرسته یا لږ تر لږه نرمښت هم نه دی ليدل شوی. ان د اپټا په تړون کې افغان حکومت د پاکستان په ګټه منلې چې تاجکستان هم د دغه تړون برخه شي؛ خو پاکستان د افغانستان د دې غوښتنې پر وړاندې چې هند هم شامل شي، له پاکستان سره د هند د اړیکو د عادي کېدو شرط کېښود. داسې شرط چې په تېره نیمه پېړۍ کې یې د پوره کېدو امکان رامنځ ته نه شو!

په حقیقت کې د ولسمشر غني هدف دا دی، چې پاکستان په افغانستان کې د سولې او ټیکاو پر برخه کې مرسته وکړي. غني هم د کرزي په څېر ګومان کوي چې د سولې کیلي د پاکستان په لاس کې ده او دغه هېواد دا وړتیا لري چې افغان طالبان د سولې د خبرو مېز ته حاضر کړي. له همدې امله یې د پاکستان لپاره له هند څخه د وسلو رانیولو تړون وځنډاوه، پاکستان ته یې د ملي اردو افسران د روزنې لپاره واستول، تاجکستان ته یې د پاکستاني مالونو لېږدولو لپاره وړیا ټرانزیټ ومانه، استخباراتي لانجمن تفاهم‌لیک یې لاسلیک کړ او داسې نور هغه اقدامات یې وکړل چې لا له پاکستانه یې مثبته پایله نه ده ترلاسه کړې.

د غني د حکومت په باور، دوی د دوو هېوادونو اړیکو ته د موسمي لید پر ځای ستراتيژيک نظر او هدف لري؛ ځکه د پاکستان معمولي ناغېړی په پام کې نه نیسي او خپل ستراتیژيک هدف پالي. ولسمشر اشرف غني په تېر نهه میاشتني حکومت کې یو ځل اړ شو چې د پاکستان د ژمنو د ځنډ په اړه یې خپل سکوت هم «ستراتيژيک» وباله. غني نه یوازې دا چې د پاکستان ځنډنیو ژمنو په کوردننه منزوي کړی، بلکې په هېواد کې دننه پاکستان‌ضد مخالفتونو هم په سیاسي لحاظ تر فشار لاندې راوستی دی.

خو په بل اړخ کې پاکستان بيا د اشرف غني برعکس ډېره ګټه ترلاسه کړه. پاکستان په تېرو ۱۴ کلونو کې په لومړي ځل په افغانستان کې د هندوانو د نفوذ مخه ډب کړه او ترڅنګ يې له افغان لوري زيات امتیازات هم ترلاسه کړل. 

له استخباراتي همکاريو تر تورونو لګولو

لکه څنګه چې پورته هم اشاره وشوه، سربېره پر دې چې پاکستان د  ولسمشر غني له خوا له ورکړل شوو امتیازونو سره سره کوم ملموس اقدام نه دی کړی؛ مګر غني لا هم انتظار کوي او په اصطلاح «ستراتيژيک سکوت» يې کړی.

تر ټولو تازه مورد چې د افغان حکومت له لورې پر پاکستان نیوکه وشوه، د جون پر ۲۱مه د دغه هېواد د پارلمان پر ودانۍ د طالبانو ډله‌ییز برید و. د برید مسوولت طالبانو په غاړه واخیست؛ خو له برید وروسته د ملي امنیت ادارې ویاند د برید پړه پر پاکستان واچوله او ان په بې‌بېلګې ډول د «بلال» په نامه د پاکستان د استخباراتي ادارې یو تن غړی هم د برید د لوجستیکي همکارۍ مسوول وبلل شو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند دغه تور رد کړ. د پاکستان استخبارات داسې مهال د افغان استخباراتو له خوا د هېواد پر پارلمان د برید له امله تورنېږي، چې د دواړو ادارو ترمنځ امنیتي تفاهم‌لیک هم لاسلیک شوی. دغه تفاهم لیک، چې بشپړ متن يې تېره اوونۍ ویسا ورځپاڼې خپور کړ[3]، په یوه ماده کې يې د استخباراتي معلوماتو پر تبادلې موافقه شوې ده. د تفاهم لیک د متن نشرېدا هم د غني حکومت تر فشار لاندې راوستی دی.

د ملي یووالي حکومت او پاکستان ترمنځ د ښو اړیکو دوره ډېره لنډه وه. د امنیتي تفاهم‌لیک په شتون کې چې کله د مقابل لوري استخبارات له دې خوا په داسې یوه دسیسه تورن شي، له دې ښکاري چې د امنیتي تفاهم‌لیک متن د کاغذ پر مخ پاتې دی. له بلې خوا د سولې په بهیر کې هم اوس ورو ورو په ډاګه شوې ده چې اورمچي ناستې د پاکستان له خوا په دې موخه ترسره کېږي چې له افغان حکومته نور امتیاز هم واخلي. 

لابي که بې باوري؟ 

په افغانستان کې د پاکستان په تړاو ډېرې بې‌باورۍ شته دي، د دغو بې‌باوریو له منځه وړل یوازې د خبرو له لارې ممکن نه دي او نه هم هر ځل د افغانانو د بې‌باوریو تر شا د کابل پاکستان-ضد لابي ده. دا چې د افغانستان او پاکستان په اړيکو کې بې‌باوري بیا زېږي، پړه یې پر دواړو لوریو ده. ځکه پاکستان ته په اوسنیو حالاتو کې په کار نه وه، چې له افغاني لوري سره یې داسې ژمنې کړې وای چې اوس یې بشپړول د دوی په وس پوره نه دي. د دې ترڅنګ، افغان لوري هم په سمه توګه طالبان ونه پېژندل او نه یې د ریښتینې سولې اصلي لوری درک کړ، بلکې د سولې په تړاو یې همغه د کرزي تګلاره تعقيب کړه. اشرف غني هم د سولې کیلي د پاکستان په لاس کې ګڼي، له همدې کبله یې له پاکستان سره خپلې اړیکې ښې کړې، امتیازات یې ورکړل او په بدل کې یې غواړي، چې پاکستان به هېواد ته سوله راوړي.

په افغانستان کې د وروستیو میاشتو بې‌ثباتيو، ناامنيو او د ارومچي جعلي ناستې دا ثابته کړه، چې پاکستان د افغانستان په سوله کې یو له سیمه‌ییزو ابعادو کېدای شي؛ خو د افغانستان د سولې اصلي لوری هېڅکله هم نه شي کېدای.

اوس چې په افغانستان کې د اسلام‌آباد په تړاو د خلکو غبرګونونه او تاثرات يو ځلې بیا زړه جامه رانغاړي، پاکستانیان د دغه وضعيت ډېره پړه پر هندي لابي وراچوي. خو دا ځل د نوې زيږېدونکې بې‌باورۍ تر شا بیا هم دواړه حکومتونه ملامت دي. افغان لوري ته په کار وه، چې له طالبانو سره یې په نېغ ډول د سولې خبرو ته لاره پرانیستې وی او ترڅنګ یې پاکستان هم د افغانستان په سوله کې د یوه سیمه‌ییز اړخ په توګه رادخیل کړی وای؛ مګر افغان حکومت د فشار د يوې داسې آلې په توګه ورته وکتل، چې طالبان يې هم د دې پاليسۍ پر خلاف حساس کړل.

که چېرې د سولې په تړاو د اشرف غني د پاکستان کارد له ناکامۍ سره مخ شي -لکه چې همداسې ښکاري هم- نو دی بیا اړ دی چې يا خو له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړې او يا هم د خبرو لاره بنده او د جګړې لار غوره کړي. که د جګړې تګلاره انتخابېږي، نو نه يوازې دا چې بې‌ثباتي به حاکمه وي، بلکې د اشرف غني د حکومت نورې تګلارې به هم د امنيت او ثبات د نشتوالي له کبله له ناکامۍ سره مخ کېږي. 

وروستۍ خبرې

د افغانستان حکومت په ډېرې عجلې سره پاکستان ته يو لړ امتیازونه ورکړل. مخکې له دې چې لومړی پاکستان وازمویل شي چې څومره توان لري او بیا له خپل توان سره امتحان شي چې مرسته کوي کنه. اشرف غني تر هر څه وړاندې د یو اړخیزې باورجوړونې له لارې وغوښتل چې پاکستان سره ښې اړیکې ولري.

لومړی؛ پاکستان دومره څه نه شي کولای څومره چې اشرف غني باور کوي. د چین په اورمچي کې ناستې ښيي چې پاکستان نه شي کولای اصلي طالبان چې افغانستان کې روانه جګړه رهبري کوي، تر فشار لاندې راولي او د سولې بهیر چټک او خبرې پیل کړي.

دویم؛ پاکستان چې څه کولای شي هم، له افغانستان سره لا هم رښتینی نه دی. د بېلګې په ډول د افغانستان د باور ترلاسه کولو لپاره نه غواړي هند د اپټا تړون برخه شي. ځکه د هند په ګډون سره افغانستان چې ډېر کمزوری اقتصاد لري، ګټه پورته کوي؛ خو پاکستان د افغانستان لپاره دا کار نه دی کړی. د افغانستان د یو اړخیزو هڅو پر خلاف پاکستان خپله برخه اقدامات نه دي کړي؛ ځکه نو د شهر العسل د پای احتمال راټوکېدلی.

پای

[1] اخځونه :

http://pa.azadiradio.org/content/article/26601700.html

[2] See online:

http://www.bbc.com/persian/afghanistan/2014/09/140929_ashraf_ghani_inauguration_final

[3] See online:

http://www.dailyweesa.com/?p=11064

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x