دشیکاګو کنفرانس له تالار نه بهر څه تېرېدل؟!

دروانې میلادي میاشتې په ۲۰ او ۲۱ نېټه دامریکا په متحده آیالتونو دشیکاګو په ښار کې دناټو تړون یو لوی کنفرانس دایر شو، دغه کنفرانس چې اصلي او اساسي اجنډا یې دافغانستان داشغال تمدید او تجدید و، دناټو له غړیو هېوادونو پرته نورو ګڼو هېوادونو هم ګډون پکې کړی و.

  په عام ډول خبري رسنیو خلک دکنفرانس دتالار له دننه څخه خبر کړل، کوم چې دګڼو هېوادونو ولسمشران او لوړپوړي چارواکي ورته راغلي وو، او هغه پرېکړې یې هم دخلکو تر غوږونو پورې ورسولې چې په دغه تالار کې وشوې، چې مهمه یې دا وه چې ناټو ځواکونه به تر ۲۰۱۴ میلادي کال پورې له افغانستان نه خپل ځواکونه وباسي،

امنیت به ددوی په اصطلاح افغان ځواکونو ته سپارل کېږي، او دا کار به خامخا کېږي، ناټو به یوازي ددوی حمایت او روزنه کوي، او له همدې نه معلومېږي چې دناټو دوینې دفشار کچه څومره او څه رنګه ده!

   ددوی په ژبه دوی به افغانستان یوازې نه پرېږدي،  که څه هم چې دوی خو نوم دافغانستان اخلي مګر هدف یې دکابل دمافیايي چارواکو په موجودیت کې خپلې خیالي اومزعومې ګټې دي، کومې چې دوی دتر لاسه کولو  لپاره دغه لس کاله هغه جنایتکاران چې دنړۍ په کچه یې افغانستان په درغلۍ کې دوهم مقام ته ورسولو دافغان ولس پر اوږو په وچ زور ورسپاره کړي دي، هغه په مافیایي فساد ککړ جنایتکاران چې نه یوازې افغان ولس بلکې ټوله نړۍ ترېنه په تنګ ده، او اصلي ممولین او مرستندویان یې همدا دناټو غړي هېوادونه دي چې په سر کې يې امریکا قرار لري.

   دتالار په دننه کې خو دا رنګه پرېکړې دلاسونو پړکولو په بدرګه پر مخ روانې او په اړه يې ګرمې سلا مشورې کېدې! مګر له تالار نه بهر بل څه روان وو، په زرهاوو خلکو دتالار مخې ته مظاهرې کړې وې، کومې چې ډېرو کمو رسنیو په سم او پوره ډول را واخیستي، دغه مظاهرې نه یوازې دعامو ملکي خلکو بلکې دهغو پوځیانو له خورا پراخ شتون نه هم برخمنې وې کومو چې په عراق او افغانستان کې دناټو تر مشرۍ لاندې دندې ترسره کړې وې، په ځانګړي ډول دهغو کسانو له شتون نه چې دښې کارکرده ګۍ له وجې په لوړو او ارزښتناکو مېډالونو باندې نازول شوي وو، په نن ټکي آسیا ویب پاڼه کې دابراهیم په نامه دیو ورور دانځوریز راپور په اساس نوموړو دا رنګه شعارونه ورکول:  ( نه ناټو غواړو، نه یې جګړه غواړو، مونږ ستاسو لپاره نور وژل نه کوو! ) ځینو به خپل هغه مېډالونه چې په افغانستان کې دخلکو دوژلو له کبله دویاړ په توګه ورکړل شوي وو له خپلو اوږو او سینو څخه را شکول او دتالار په لوري به  یې په ورګوزارولو سره داسې ویل: (دا مو بیرته درواخلئ  )  جوسن هورډ چې لس کاله یې په امریکايي پوځ کې دډاکترۍ دنده تر سره کړې داسې ویل: (دا دی زه خپل هغه میډال چې د تروریزم ضد په نړیوالې جګړه کې د خدمت په ویاړ راکړل شوی، د عراق د ولس او د افغانستان د ولس سره د غمرازۍ په موخه غورځوم )! ( دا میډال مونږ ته هیڅ معنی نه لري بیرته یې درواخلئ ) یو عسکر خو په ښکاره ټکو وویل چې زه د افغانستان، عراق، فلسطین، او د نړۍ د ټولو اشغال شوو هیوادو د خلکو سره د غمرازۍ په موخه خپل جګړییز میډال د کنفرانس د تالار پر لور ولم، او بیا یې د تروریزم سره په جګړه کې د ګډون په ویاړ خپل میډال د شیکاګو د کنفرانس د تالار خوا ته، چې حامد کرزی یې هم په داخل کې وه، ورګزار کړ، او ځینو عسکرو به خپل میډالونه ” چټلي ” او ځینو نورو ”  دروغ ” بلل، او د زرګونو مظاهره چیانو د لاسونو په پړکا کې به یې د شیکاګو د کنفرانس د تالار پر طرف په قهرجن انداز کې ور غورځول.

او ځینو نورو بیا داسې شعارونه ورکول: ( زه د هغې ورانۍ او ویجاړۍ له کبله ژور خواشینی یم چې زمونږ په لاس په دغو هیوادونو او نوره نړۍ کې ترسره شوي دي ) ( زه د عراق او افغانستان د خلکو څخه ډیره بخښنه غواړم چې ما ددوی هیوادونه وران کړي دي  )  تر ټولو مهم او دپام وړ ټکی دا چې یوعسکر د دیموکراسي ناو تلویزون سره د خبرو پر مهال وویل:  ( د ترویزم پر ضد جګړه اصلا شته نه ده، مونږ د افغانستان د خلکو پر ضد جنګیږو، ددې جګړې له کبله د افغانستان خلک د طالبانو سره یو ځای شول )

ددوی دشعارونو له جملې څخه دا هم وو: ( په مونږ به یې بې ګناه ملکي خلک وژل، مونږ خپل خواږه ملګري په دې جګړه کې له لاسه ورکړي.. زمونږ مشران مونږ ته دروغ وايي او په یوه نامعلومه جګړه کې يې بوخت ساتلي یو )

  هو دا دهغو پوځیانو څرګندونې او شعارونه وو چې دخپلو درواغزنو او جنایتکارو مشرانو په درواغو غولیدلي وو، دوی ته داسې ویل شوي وو چې له تروریستانو او دبشریت له دښمنانو سره دجګړې ډګر ته ځي! مګر کله یې چې هر څه له نېږدې په خپلو سترګو ولیدل او په حقیقت پوه شول، دبشریت حقیقي دښمنان يې وپېژندل نو دا دي اوس پر خپلو ټګمارو مشرانو لعنتونه وايي.

   دا چې دیو ملک پوځ چې په حقیقت کې تر بل هر چا خپل ملک او خپلو خلکو ته ډېر ژمن وي، تر بل هر چا دخپل ملک او خپلو خلکو په ساتنه کې مخکښ رول لوبوي، تر بل هر چا دخپل ملک او خپلو خلکو دساتلو لپاره لوړه بیه ور کوي، تر بل هر چا یې پر خپل ملک او خپلو خلکو زړونه درد کوي، تر بل هر چا دخپل ملک او خپلو خلکو ددښمنانو په وړاندې له ټینګ او کلک عزم او لوړې ارادې څخه برخمن وي، تر بل هر چا دوی دملک او ولس نازولي او ویاړلي اصیل بچیان بلل کېږي؛ ځکه چې دوی په دې لاره کې خپل سرونه نذرانه کوي! خپلې ویني چې تر اولاد، مور او پلار نه هم ډېرې ګرانې وي تویوي، نو بیا چې کله دوی ته دخپل ملک او خپلو خلکو دساتلو او ددښمنانو دله منځه وړلو او وژلو په موخه دویاړ مېډالونه ورکول کېږي،هغه مېډالونه چې بل څوک یې نه شي تر لاسه کولی، هغه مېډالونه چې ددولت هېڅ لوړ پوړي چارواکي ته نشي ور کول کېدی، نه وزیر ته ورکول کېدی شي، نه رئیس جمهور ته، په رښتیا هم چې دا رنګه مېډالونه ډېر قیمتي او ارزښتناک وي، نه یوازې دا چې دنوموړي عسکر او سرتیري لپاره ویاړ وي بلکې دټولې کورنۍ بلکې کلي او ښار لپاره یې ویاړ وي، تر پېړیو پېړیو یې داولادونو او نسلونو لپاره ویاړ وي! او دوی یې هم تر ډېره پورې په ډېره کلکه سره ساتنه کوي، داسې نه چې ترېنه ضایع شي، ځکه دا ددوی ټولو لپاره لوی ویاړ ګڼل کېږي!

  نو بیا د څه لپاره او ولې په خورا بې پروايۍ سره په خاورو کې غورځول کېږي؟؟؟
  که دقیق پام وشي څرګندېږي چې دغه مېډالونه په حقیقت کې دغو سرتیرو ته له دې وجې نه وو ورکړل شوي چې دوی دخپل ملک او خلکو لپاره قربانۍ ورکړې دي، دخپل ملک او خلکو دساتلو لپاره یې ستونزې او کړاوونه پر ځان منلي دي، دخپل ملک او خپلو خلکو دهوسایۍ او آرامۍ لپاره یې ځانونه کړولي دي، بلکې ددې لپاره ورکړل شوي وو چې دوی بې غرضه انسانان وژلي دي! دمظلومانو او غریبانو په کورونو کې دغم اورونه بل کړي دي، بیچاره پاک واړه ماشومان دخپلو مهربانه پلرونو له خوږې مینې نه بې برخې کړي دي! دعاجزو او ضعیفو مورګانو زړونه ټپي کړي دي! دپاک لمنو او عفیفو میرمنو خاوندان په خورا بې دردۍ سره په شهادت رسولي دي، له انسانانو سره داسې چلن کړی چې څوک یې له ځناورو سره هم نه کوي، دپاکو شهیدانو سپکاوی یې کړی دی، دشهیدانو دبدن غړي یې له ځانه سره دیادګار په توګه وړي دي! دشهیدانو سپېڅلو بدنونو ته یې اور اچولی دی! دناخبره پاک زړو ماشومانو له پاکۍ نه یې غلطه استفاده کړې، په زرهاوو انسانان په پټو زندانونو کې ساتلي دي، ګڼ او لوی لوی کلي له یوې مخې له خاورو سره خاورې کړي دي، له دې وجې چې دوی دناوې ګانو دلومړۍ شپې په نیکریزو سره لاسونه دهغوی او دهغوی دخاوندانو په وینو ورسره کړې دي! په جوماتونو کې په عبادت کوونکو دظلم او وحشت بمونه اورولي دي، په هدیرو کې دمړیو دخښولو په مراسمو دمرګ بمونه غورځولي دي! دخلکو شنه فصلونه په سرو اورونو سوځولي! دخلکو  په کښتونو کې چې ددوی دوږو اولادونو لپاره دروزۍ یوازینۍ وسیله وه په خپلو ظالمو او وحشي ټینکونو باندې یې پکې سرکونه جوړ کړي دي.

   ځکه خو دوی دغه میډالونه په تورو خاورو کې لوغړول، دوی دواقعیت او حقیقت په لیدو سره پوهېدلي وو چې دغه مېډالونه په حقیقت کې دمظلومانو په وینو سره دي، له دغو مېډالونو څخه دمظلومو وینو یو رنګه مظلوم بوی ددوی سپږمې او دماغونه کړول! په دغه مېډالونو کې دوی دهغو شهیدانو له انځورونو نه یرېدل کوم چې دوی دخپلو نا اهله مشرانو په امر په مرمیو سوري سوري کړي وو! په حقیقت کې په دغو مېډالونو کې دوی دهغو ماشومانو، مورګانو او میرمنو هغه انځورونو ګواښل چې په چيغو چيغو یې پر خپلو شهید شویو پلرونو، زامنو او خاوندانو دغم اوښکې تویولې، کوم چې همدوی په خپلو ناولو لاسونه ورته شهیدان کړي وو، په حقیقت کې ددغو میډالونو په لیدو سره دوی ته هغو شهیدانو دیو فلمي صحنې په څېر دغچ او انتقام  اخیستنې ګواښونه کول چې دوی یې په ظلم او وحشت سره وینې تویې کړې وې، ځکه خو دوی پرته له دې چې دغه مېډالونه په خاورو کې ولوغړوي، خپل جنایتکار مشران پر مخ مخ پرې وولې، بله چاره یې نه لرله، دوی دغه مېډالونه په کورنو کې نشوای ساتلی؛ ځکه په حقیقت کې دغه مېډالونه ددوی لپاره یوه هره شېبه خوړونکې بلا وه چې دوی یې نه دلیدو توان درلود او نه یې په کور کې دساتلو.

    ددې مثال داسې کېدای شي لکه دظالم حجاج او مظلوم تابعي سعید بن جبیر رحمه الله کیسه، که څه هم چې حجاج خو کافر نه و، مګر په ظلم کې یې تشبیه ورسره کېدای شي، کله چې ظالم حجاج په خپل دربار کې دمظلوم سعید بن جبیر رحمه الله سر غوڅ او په غولي یې پاکې وینې تویې کړې نو له هغه وروسته به حجاج هره شېبه هغه وینې لیدلې، دا په داسې حال کې چې وینې پاکې شوې وې، مګر ده به بار بار خپلو خادمانو ته ویل چې دغه وینې پاکې کړۍ! هغوی به ورته ویل چې جنابه! وینې نشته، پاکې مو کړلې! تاسو هسې تشویش کوئ! دی به ورته غوسه شو چې دا څه دي، دا وګورئ! ها دا دي دا پاکې کړئ! خادمان به چې ور نېږدې شول هېڅ به یې نه لیدل، په حقیقت کې هغو وینو یوازې  ظالم حجاج ته ځان ورښودلو، او په دې توګه یې هغه له یو رنګه رواني ناروغیتا سره لاس او ګرېوان کړ، ځکه چې دسعید بن جبیر رحمه الله وینې یې په خورا ظلم او ناروا سره تويې کړې! او همدا یې له پاني دنیا نه دتګ لامل وګرځېد.

    ای کاش! چې دغه نا اهله او خونخوار مشران په دې پوهېدلی، ای کاش! دوی ددې درک کولی شوای، ای کاش ‎! دوی دخپلو پرېکړو پر مهال دغه نادرې پېښې ته کوم ارزښت ورکړی وای، ای کاش! دوی هم دهمدغو غولیدلو سرتېرو په څېر له حقیقت نه پرده پورته کړې وای! زه باور لرم چې یوه ورځ به خامخا که ټول نه وي نو ځينې خو به یې له دې ټولو حقیقتونو څخه ددغه غولیدلو سرتېرو په څېر پرده پورته کوي، پر خپلو کړیو جنایتونو به خامخا پښيماني څرګندوي، او ټولې نړۍ ته به وايي چې مونږ غولیدلي وو، مونږ ظالمان وو، مونږ وحشیان وو، مونږ دافغان مظلوم او غیرتي ولس په حق کې دیو نه بښونکي ستر نړیوال جنایت مرتکبین یو!

    خو یو ټکی چې باید پام ورته وشي هغه دا چې دا پرېکړه چې ناټو به خامخا تر ۲۰۱۴ پورې له افغانستان نه وزي پر دې ګواهي ورکوي چې دناټو غړي او مشران هم یو څه حقیقت درک کړی، یو څه یې سد سرته ورغلی، که ډېر نه دي نو لږ په حقیقت پوه شوي.

    زه وایم ای کاش زمونږ دګران ولس بچیان چې دامریکايي جنایتکارانو تر مشرۍ لاندې افغاني مافیايي جنایتکارانو تېر ایستلي او په وچه ناروا سره يې دولس په مقابل کې جنګوي، خپل ولس پرې وژني، دخپل ولس بچيان پرې وژني، بلکې دخپل دین رهبران پرې وژني، هغه خلک پرې وژني چې له وړکتوب نه یې په جومات کې کلیمه ورښودلې، لمونځ یې ورښودلی دی، داسلام مهم ارکان یې ورښودلي دي، هغه خلک چې ددوی او ددوی دپلرونو، نیکونو، میندو او نیاګانو نکاح ګانې یې تړلې دي، بلکې خپله ددوی نکاحاګانې ورتړي، ددوی دپلرونو اونیکونو جنازې یې کړي دي اوددوی داولادونو به هم کوي، ای کاش دغه زلمیان په دې وپوهېږي او دامریکايي تیروتلو سرتیرو په څېر له یوې مخې ټول خپل مېډالونه او عسکري جامې د کرزي او دهغه دانډیوالانو پر مخ ور وولي، او په زغرده ورته ووايي چې مونږ دخپل ولس بچیان نشو وژلی، مونږ دامریکایانو دساتنې او ژغورنې لپاره خپل دیني رهبران نشو قتلولی.

    دوی باید پام وکړي چې امریکایان که افغان ولس وژني، په کورنو یې چاپې اچوي، په زندانونو کې يې په کلونو کلونو بې سرنوشته ساتي نو کم تر کمه دعقيدې، فکر، ژبې او کلتور دښمني ورسره لري، اوبل ددوی په ګومان دخپلو خلکو او خپل ملک دګټو لپاره یې وژني، مګر دا چې دوی اوس خپل افغانان چې هم یې ژبه ورسره شریکه ده، هم یې کلتور ورسره شریک دی، او ددوی په ژبه هم یې دین او فکر ورسره شریک دی څه رنګه او دڅه لپاره په زندانونو کې اچوي؟ او یا یې شهیدانوي او یا یې په کورنو چاپې وهي! او هغه هم دامریکايي، انګریزي او نورو پردیو ګټو لپاره!

پاتې دې نه وي چې الحمد لله دا ډېر وخت کېږي چې دافغان غیرتي ولس ځینې ريښتوني بچیان په حقیقت پوه شوي، ځکه خو وخت پر وخت دخپلو ټوپکو شپېلۍ دخونخوارو اشغالګرو دښمنانو سینو ته سیخوي، او په یوه شیبه کې یې ګڼ شمیر له تیغ نه تیروي، هیله ده چې دا لړۍ به نوره هم ځواکمنه شي، ددې پر ځای چې دوی دخپل ولس وینې تویې کړي باید دخپل ولس ددښمنانو وینو تویې کړي، چې هم په دنیا کې سرلوړي ور په برخه شي او هم دآخرت له نیکمرغیو نه برخمن شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د