افغانستانخبرونه

محقق: زموږ په نظام کې ملي یووالی نه شته

نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۱۳مه، ۱۳۹۴ل): نن په کابل کې د هغو اربکیانو جنازې وشوې چې پرون د وردګو ولایت په جلریز کې د طالبانو له خوا وژل شوي وو.

په دې غونډه کې د ملي يووالي پر حکومت د حکومت د مشرانو له خوا سختې نیوکې وشوې. د اجراییه ریاست دویم مرستیال، حاجي محمد محقق ګډحکومت تر پوښتنې لاندې راووست او زیاته یې کړه چې د کورنیو او دفاع وزارتونه دې د خپلو بې پرواييو ځواب ورکړي.

محقق وویل: «زه له دې ملي یووالي اندېښمن یم. زموږ نظام کې په رښتیا چې ملي یووالی نه شته. که ملي یووالی وي دغه ډول چلن هېڅ توجیه نه لري».

د وژلو شوو اربکیانو په جنازه کې چې نن په کابل کې ترسره شوه، د ګډ حکومت له مشرانو څخه د اجراییه او ولسمشرۍ له ماڼیو څخه دویمو مرستیالانو ګډون کړی وو.

ویل کېږي وژل شوو کې یو د کابل د چند اول دی او پاتې نور د بامیانو دي. محقق وویل، اوسنی نظام ملي یووالي نه لري.

دا لومړی ځل دی چې پر ګډ حکومت د دې کچې مشران په ښکاره نیوکې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حامد احمدی

دا احمق اوس خبر شو چی ملی وحدت نشته – ملی وحدت خو هغی وخت نه نشته چی ۱۴ کاله مخکی د امریکایانو پر ټانکونو او طیارو راغلی

الحاج استاذ بیانزی

محقق که غیر محقق حیرانونکی خبره کوی ، دی وایی چه د دوی په نظام کی ملی یووالی نه شته ، په داسی حال کی چه دا نظام د ملی یووالی په نوم چان کیری چوړ کړو ، لکه څوک چه غنمو کی د جوارو پیوند ولګوی ، د امریکا خارجه وزیر زمونږ د پاره د ملی یووالی په نوم دوه جمهور ریسان ټاکی او د هغه تآکنو او ملی یووالی په کړنه کی محقق دوهم معاون جوړیږی ، اوس وایی چه زمونږ په نظام کی ملی یووالی نشته ، دا معنی چه ستاسی نظام نشته که داسی وی چپن… نور لوستل »

احمد

ملي یووالی خو دې په ایران خرڅ کړ. هغه وخت چې ویل دې چې په افغانستان کې موږ ته د ایران منافع تر افغانستان لوړې دي.

چې کرل دې اوس یې ریبه! دردته یې متوجه شه چې څنګه دی؟

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x