دکرزي دادارې دامنیت ویاند څه وايي؟

که څه هم چې وخت پر وخت په نېټ کې ځينې لیکنې دنوموړي ویاند دتېرې ترخې او تورې بد اخلاقه ماضي په اړه کېږي، مګر زه نه غواړم دده پر اخلاقي اړخ څه ولیکم، بلکې غواړم دده هغه څو ورځې مخکې یوې ماشومانه او غیر مسولانه څرګندونې ته یوه لنډه اشاره وکړم، کومه چې ده دمشر ملا صاحب په اړه کړې وه.

  څو ورځې مخکې ده په یو مطبوعاتي کنفرانس کې چې دخبریالانو پوښتنو ته یې ځوابونه ویل، وویل چې مشر ملاصاحب بې درکه شوی! پاتې دې نه وي چې دا دکابل دامنیت دریاست لومړۍ پوچه او تشه ادعا نه ده، بلکې وخت پر وخت یې دا رنګه بې مسولیته او مشومانه څرګندونې کړې دي، او دا هغه وخت کوي کله چې دوی دمجاهدینو له سخت فشار سره مخ شي، ځکه په دې توګه دوی غواړي دمجاهدینو پر روحیاتو فشار راوړي، تر څو هغوی ددوی له ټکولو نه لاس واخلي.

  خو تر ټولو دخندا وړ ټکی دا چې نوموړي دخپلې ادعا داثبات او رېښتینولۍ لپاره یو عجیبه ماشومانه پوښتنه او یا په اصطلاح چلنج وړاندې کړ، او هغه دا چې که په رښتیا مشر ملا صاحب جوړ، روغ او موجود وي نو دی دې له خبري رسنیو سره تماس ونیسي تر څو خلک پوه شي چې دی شته!!!

  ما اورېدلي چې نوموړي ویاند دلندن له کوم پوهنتون نه دماسترۍ ډګري اخیستي ده او اوس ددکتوراه په مرحله کې دی، ډېر دتعجب او حیرانیتا ځای دی چې له دومره پوهې سره سره بیا هم په دې نه پوهېږي چې په داسې شرایطو کې چې په یو کس پسې ټوله نړۍ اخته وي دمړي یا ژوندي ددرک لګولو لپاره یې په ملیونونو ډالره جایزه ټاکلې وي، شپه او ورځ یې خپل ټول توان په کار اچولی وي تر څو دنوموړي په اړه یو څه معلومات تر لاسه کړي، ولو که دهغه مجرد آواز هم وي، نو څه فکر کېږي چې په داسې شرایطو کې له رسنیو سره تماس نیول څه معنی درلودی شي!؟

    په دې خو ټول پوهېږي چې دغه موضوع تر ډېره پورې تر امنیتي اړخ پورې تړاو لري، او نوموړی ویاند هم دامنیت ویاند دی، او که ډېر نه وي نو تر یو ځایه خو به په امنیتي تدابیرو یو څه پوهېږي، او بیا دا رنګه څرکندونې کوي!!! دا داسې مثال لري لکه یو څوک چې خپل دښمن ته ووايي چې ته ډېر کمزوری یې! له ما نه ډېر سخت یرېږي! زما زور نه لرې! که داسې نه وي نو ته دې دغه سر راته ونیسه چې زه یې په ډبره ووهم چې څنګه کېږي!!! څه فکر کوئ چې آیا جوړ او سم سړی به داسې خبره وکوي!

   او بله دا چې مشر ملا صاحب خو څه نن او یا پرون له رسنیو سره خپله مستقیمه رابطه نه ده پرېکړې، بلکې دغه لس کاله کېږي چې هغه بالکل دځانګړو امنیتي تدابیرو له کبله له هېڅ رنګه رسنیو سره مستقیم تماس نه لري، کوم څه چې په دا رنګه شرایطو کې دسلیم عقل او پاخه تدبیر ټينګه غوښتنه ده، او همدا لامل دی چې تر اوسه پورې نه نیواکګر او نه یې ګوډاګیان په دې توانیدلي چې دملا صاحب په اړه هسې یو څه عام معلومات تر لاسه کړي خاص خو لا پرېږده، بس هسې لګیا وي که وايي دلته دی، کله وايي هلته دی، کله وايي هغسې شو، او کله بیا وايي دغسې شو، مګر تر اوسه پورې دوی خپله پر خپلو معلوماتو بې باوره دي.

   نو اوس خلک ښه پوهېدی شي چې نوموړی ویاند له څه رنګه عقل او له څومره پوهې او له څه ډول تدبیر نه برخمن دی؟ او په څه ډول غواړي خپل دښمن وځپي! هغه چې وايي لیوني ته ټول دځان په څېر ښکاري هغه همدا دی! خو یو احتمال کېدای شي او هغه دا چې که جناب ویاند هغه ډالري جایزې ته نس خیشت کړی وي کومه چې دمشر ملا صاحب پر سر امریکایانو ټاکلې ده نو بیا ګرم نه دی، ځکه دی به وايي راځه ګوندې وي چې مشر ملا صاحب زما په دې چلنج سمدستي ځان را ښکاره کړي او بیا به نو زه  امریکایانو ته وایم چې جایزه زما حق کېږي ځکه مشر ملا صاحب خو زما په خبره ځان راښکاره کړ! که څه هم چې امریکایانو به نوموړی دډالرو په جیوالونو ښه بار کړی وي، مګر هغه چې وايي دنیا چې څومره ډېرېږي حرص یې زیاتېږي.

   له دا رنګه هوښیارانواو عقل تمامانو! نه چې دامریکايي زور په مټ دولس په اوږو ور سپاره کړای شوي دي څه دخیر تمه کېدای شي؟  او څه امید شته چې دوی به دولس او خلکو دخیر او ښېګڼې لپاره څه وکوي؟

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د