fbpx

ایا دلــته باید یوازی پښتانه ووژل شی !!؟

صفی الله حسن زی

دجلریز ولسوالی او پروان ولایــت کی رامنځ ته شوو پیښو ته په کتو سره او د هغه په مقابل کی د یو خاص قوم او یا یو خاص ګوند عکس العمل ددی څرګندویی چه دلته باید یوازی پښتانه ووژل شی او تر تهدید لاندی وی !!

په جلریز ولسوالی کی د ملی پولیسو او محلی پولیسو وژل کیدل دکابل په ګډون په ځینو ولایاتو کی د هزاره قوم او دهزاره قوم د لوړ پوړو چارواکو لخوا وغندل شول او دغندلو ترڅنګ یی تظاهرات هم درلودل.

همدارنګه په پروان ولایت د غیر قانونی وسلو (ډیپو) له منځه وړل هم د دولت له اجراییه ریس نیولی بیا دجمعیت ګوند تر ټیټ پوړو چارواکو پوری وغندل شول او مظاهری یی وکړی ….!!

خو !

په جلال اباد کی د خلکو عام وژنی ، په کنړ ولایت کی د ماشومانو وژنه ، قندهار کی د امریکایی عسکر لخوا دمظلومو قندهاریانو عام وژنه ، په ودونو بمباری او ددی په شان نوری ډیری دردونکی قضیی نه دولتی لوړ پوړو چارواکو په سمه توګه وغندلی او نه یی هم په مقابل کی چا تظاهرات وکړل.

ولی ؟

ځکه دا پښتانه وو !!

په جلریز ولسوالی کی د ملی پولیسو او محلی پولیسو وژنه باید د ټولو افغانانو لخوا غندل شوی وای نه دیو خاص قوم د چارواکو او خلکو لخوا دی ته باید قومی او سمتی رنګ نه وای ورکړل شوی.

تعصب نلرو خو دولتی چارواکی د قومونو ترمنځ د مور اومیری په چلند کی ملامت بولو دولت نور باید دا چلند له منځه یوسی هر افغان ته د افغان په سترګه وګوری که هر قوم پوری مربوطیت لری !

 

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
شمس
میلمه
شمس

دا جګړه د پښتنو پر ضد شروع شوی ده او باید پشتانه یی ختمه کړی دا که څوک مظاهری کوی یایی نکوی اربکیان د ملکی خلک نه ځوروی چی نه قتل عام کیژی حوصله هم یو حد لری نور نو په پشتنو دا غژ کوم چی مه د چا د مظاهرو پروا کوی مه یی د تعصب او ژبی پروا کوی څه چی کوی کوی یی دی پښتانه ټول هغه خلک باید له منڅه یوسی کوم چی خپله د ټوپک شپیلی د مظلومو پښتنو پرطرف را اړولی ده، د پښتنو پر جنازه، مسجد، واده، کلی کور چی هر قسم وحشت… نور لوستل »

محمد قلندرزی
میلمه
محمد قلندرزی

پښتانه باید قتل عام سي ځکه چي په هر طرف کي ولاړ سیاسي مشران یې ځان د فاشسټ د تور څخه ژغورلو په نشه کي اقلیتونو ته د امتیازاتو قایل دئ. دوستم ډیر قتلونه وکړل خو د اوزبکو قتل عام ته یې زمینه نه ده برابره کړې تر ننه پوري یې اوزبک ساتي، شورا نظار د بل هر قوم بیشمیره انسانان په مستقیم ډول یا غیر مستقیم ډول ووژل خو خپلو تاژکو ته وفاداره وه تر ننه پوري د تاژک کتلې د ملاتړ په مټ د افغانستان د سیاست پر اسمان غوړیدلي دي. حزب وحدت د نورو قومونو سره هر… نور لوستل »