سلف او روژه (30/18)

حامد افغان

د رسول الله صلی الله علیه وسلم جود او سخا

د رسول الله صلی الله علیه وسلم د جود او سخا په اړه څو نور روایات رااخلم، هغه اصلاً مال نه جمعه کاوه چې څه به لاس ته ورتلل هغه به یې محتاجو خلکو ته ورویښل، لکه د انس رضي الله عنه په روايت کې راغلي: رسول الله صلی الله علیه وسلم د سبا له پاره څه شی نه کیښودل. قال أنس: كان النبي صلى الله عليه وسلم لا يدّخر شيئاً لغد. رواه الترمذي

بلکي داسي هم پېښېدله چې پخپل کور کې به یې څه نه لرل په کور کې به یې میاشت دوه میاشتي اور نه بلیده خو که څه به یې لاس ته ورغلل او چا به سوال ورته وکړ هغه ته به یې ورکړ، یعني له ځانه یې نور خلک مخکي کول، لکه په روایت کې راغلي دي: وكان صلى الله عليه وسلم يُؤْثِـر على نفسه، فيعطي العطاء ويمضي عليه الشَّهر والشَّهران لا يُوقَد في بيته نارٌ .مکارم الاخلاق.

د جابر بن عبد الله رضي الله عنه په روایت کې راغلي دي: له رسول الله به چې سوال وشو ده هیڅکله “نه” نه ورته ویل. عن جابر بن عبدالله رضي الله عنه قال: “ما سئل رسول الله صلى الله عليه وسلم شيئاً قط فقال: لا”. (متفق عليه).

ابو هريره رضي الله عنه وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: که د احد غره هومره سره زر مې لرلی په دریو شپو کې به مې هیڅ شی نه و پرې ایښي، ایله د پور له پاره به مې پرېښوده. عن ابي هريرة رضي الله عنه: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: لو كان لي مثل أحدٍ ذهبًا ما يسرُّني أن لا يمرَّ عليَّ ثلاثٌ، وعندي منه شيءٌ إلَّا شيءٌ أرصدُهُ لدينٍ. رواه البخاري

جبیر بن مطعم وایي: زه له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره وم، له هغه سره خلک هم وو، د حنین له غزا بیرته راروان وو، په رسول الله صلی الله علیه وسلم پوري کوچيان ونښتل، سوالونه یې ورنه کول، یوې وني ته نږدې کیدلو ته مجبور کړ، د رسول الله څادر ولویدی هغه ودریدی او ویې ویل: زما څادر راکړئ، که د دې سحرا د ونو هومره اوښان راسره وی درویشلي به مې وو، نه به مو بخيل لیدلی وم، نه دروغژن او نه ډارن.

عن جبير بن مطعمٍ، أنَّه بينا هو مع رسول الله صلى الله عليه وسلم ومعه النَّاس، مقبلًا مِن حنينٍ، عَلِقَتْ رسول الله صلى الله عليه وسلم الأعراب يسألونه حتى اضطروه إلى سَمُرَةٍ، فَخطِفَتْ رداءه، فوقف رسول الله صلى الله عليه وسلم فقال: أعطوني ردائي، فلو كان عدد هذه العِضَاهِ نَعَمًا، لقسمته بينكم، ثمَّ لا تجدوني بخيلًا، ولا كذوبًا، ولا جبانًا. رواه البخاري

یوې ښځي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته اوبدلې جامه ورکړه، او ورته ویې ویل: يارسول الله! دا تا ته دراغوندم، هغې ته رسول الله اړتیا لرله وروایې خیستله، او وایې غوستله، یوه صحابي چې هغه وليدله ورته ویې ویل: يارسول الله دا څومره ښایسته ده ماته یې راواغونده، او رسول الله هغه ته ورکړه، کله چې رسول الله ولاړ هغه کس خپلو ملګرو ملامت کړ چې هغې ته رسول الله اړتیا لرله څومره ښه وه چې هغه واغوستله او بیا تا له هغه نه وغوښتله، او دا هم درته معلومه ده چې له هغه څوک هرشی وغواړي ورکوي یې، هغه کس وویل: کله چې رسول الله واغوستله ما هغه د برکت له پاره ورنه واخیستله، او له دې نه ځان ته کفن جوړوم.

أهدت امرأة إلى النَّبيِّ عليه الصَّلاة والسَّلام شملةً منسوجة، فقالت: يا رسول الله، أكسوك هذه، فأخذها النَّبيُّ عليه الصَّلاة والسَّلام محتاجًا إليها، فلبسها، فرآها عليه رجل مِن الصَّحابة، فقال: يا رسول الله، ما أحسن هذه! فاكْسُنِيها، فقال: نعم، فلمَّا قام النَّبيُّ عليه الصَّلاة والسَّلام لامه أصحابه، فقالوا: ما أحسنت حين رأيت النَّبيَّ صلى الله عليه وسلم أخذها محتاجًا إليها، ثمَّ سألته إيَّاها، وقد عرفت أنَّه لا يُسْأَل شيئًا فيمنعه، فقال: رجوت بركتها حين لبسها النَّبيُّ صلى الله عليه وسلم لعلِّي أكفَّن فيها.رواه البخاري